افغانستان

طالبان: امریکا دې نور د تعقل او سالم درک لار خپله کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو پر افغانستان د امریکايي ځواکونو د پوځي برید د څوارلسمې کالیزې په مناسبت اعلامیه خپره کړې، نوموړی برید یې غندلی او هغه یې یو «وحشیانه یرغل» ګڼلی دی. طالبانو ویلي چې د سپتمبر پیښو په انتقام کې، چې نه په کې افغانانو لاس درلود او نه پرې افغانان خبر وو، پر افغانستان یرغل نا معقول مبرر او په هیڅ ډول د توجیه وړ نه و.

د طالبانو اعلامیه کاږي چې د کومو موخو لپاره امریکا پر افغانستان برید کړی و، نه یوازې پوره شوي نه دي بلکې برعکس پایله یې ترلاسه کړې. اعلامیه وايي:

«د امریکایانو د هیلو برخلاف د اسلامي امارت مجاهدین د خپلې واکمنۍ تر مهال اوس له پوځي لحاظه له امریکایانو او د هغوی له ایتلافیانو سره د مقابلې ښه ځواک او توان لري. د نشه يي توکو کرکیله چې د امارت د واکمني په مهال د ټول هیواد په کچه د صفر تر کچې راټیټه شوې وه اوس د امریکایانو د اشغال په مهال افغانستان د نړۍ په سطحه د مخدره توکو په تولید کې لومړی مقام خپل کړی. هغه حکومتي نظام چې د امریکایانو د سلګونو ملیارده ډالرو د لګښت او زرګونو امریکایانو د وژل کیدو په بیه په افغانستان کې ایجاد شوی خپله د امریکایانو په اعتراف د نړۍ پرمخ ترټولو فاسد ترین او ناکامه نظام بلل کیږي. اود امنیت وضعیت تردې حده بي ثباته شوی چې امریکایان او ناټو ځواکونه د خپلو لسګونو زره مجهزو ځواکونو له شتون سره سره د کابل په داخل د امریکا په سفارت او د ناټو په قومنداني کې ځان مصؤن نه بولي».

طالبانو په دې اعلامیه کې پر امریکایانو غږ کړی چې په افغانستان کې له خپل تېر څوارلس کلن پوځي شتون څخه عبرت واخلي او افغانان پریږدي چې خپل برخلیک پخپله وټاکي:

«د افغانستان اسلامي امارت ددې وحشي یرغل دغندلو او په بشپړ ډول د اشغالګرو د شړلو له له عزم سره سره یوځل بیا پر امریکایانو او د هغوی پر نړیوالو ایتلافیانو غږ کوي چې د افغانستان له څوارلس کلن اشغال څخه په درس اخیستو سره نور د تعقل، او سالم درک لاره خپله کړي، له آزمایل شویو افغانانو سره نور ځان ونه آزمويي او له دې هیواد څخه د خپلو ټولو ځواکونو په ایستلو سره افغانان پریږدي چې د خپل هیواد او خپل راتلونکي برخلیک په اړه په خپله پریکړه وکړي».

طالبان وايي چې څوارلس کاله وړاندې يې د قضیې د سالم حل په موخه همدا غږ په امریکایانو کړی و، چې په خبره یې، یو ځل بیا یې د یرغل د څوارلسمې کالیزې په مناسبت تکراروي.

څوارلس کاله وړاندې په همدې ورځ د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف د سپتمبر یوولسمې پیښې په غچ کې پر افغانستان پوځي برید وکړ او د طالبانو واکمني یې راپرځوله. امریکا ادعا کوله چې د سپتمبر بریدونو تر شا په افغانستان کې مېشت د القاعده تنظیم مشر «اسامه بن لادن» لاس درلود.

که څه هم ډیری کسان په دې اند دي چې د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر په اوومه امریکایانو د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک یا اجازې له مخې پر افغانستان برید کړی، خو د سیاسي او حقوقي چارو پوهان دا ادعا ناسمه بولي او وايي چې ملګرو ملتونو هیڅکله امریکا ته پر افغانستان د حملې اجازه یا صلاحیت نه دی ورکړی، او نه هم په دې تړاو د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیکونو کې د «پوځي برید، امریکا او افغانستان» ټکي ذکر شوي.

پر افغانستان د امریکا د پوځي برید څوارلسم کال په داسې حال کې پوره کیږي چې د هیواد په ګڼو سیمو کې طالبان پراخ شتون لري او طالبانو پر ولسوالیو سربېره په لویو ښارونو کې د دولت واکمني له ګواښ او اندیښنو سره مخ کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قلم الدین

امریکا نه تعقل لری نه انسانیت لری نه شعور لری صم بکم عمیا ده او الله ج ددوی فه سترګو کی میخونه خښ کړی او غوږونه یی دوحشی خرو فه شکل او ږبی یی لکه ددشتو سفی کشته زانګی څو نفرو مشهورو مور ده ګاوانو غولولی چی داسی یی امریکا فه ځمکه ننه ایسته چی بیا به فه عمر له تعقل کار وانخلی۰ امریکا څه کول افغانستان کی که دوی انسانان وی دوی باید دروسانو تاریخ فه افغانستان کی فه دیقت لوستلی وی ۰۰۰ امر یکا افغانستان کی ځان هم تباه کړ او دافغانستان مظلوم ملت یی هم وکړاوه ۰۰۰

خالد هجران

امریکی چه کوم خوب د افغانستان او طالبانو په هکله لیدلی وه. او تعبیر کونکو یی د کلک ملاتړ ټینګار کاوه.نن دواړه خوب لیدونکی او تعبیر ورکونکی حیران دی. زکه چه حالات بدل بدل دی. امریکی که له خپلو غلامانو لاسلیکونه اخیستل نن د وتو لار نه مومی. جان مکین د امریکی وزیر خارجه خپله دا اقرار کوی چه زمونږ حمله پر افغانستان یوه لویه بی عقلی وه. نن پکښی ګیر راغلی یو. اوس بی له تشو تهمتونو بله لار نلری د ځان د صفایی لپاره. او الحمدلله طالب د پرون پرتله نن دیر قوی او فاتح دی. او انشاالله… نور لوستل »

عبدالولی

سلامونه‏ ‏ملگرو‏ ‏‏ ‏پشتو‏ ‏متل‏ ‏دی‏ ‏چی‏ ‏کوژ‏ ‏بار‏ ‏تر‏ ‏منزله‏ ‏نرسیژی‏ ‏هرسوک‏ ‏چی‏ ‏په‏ ‏کژه‏ ‏لاره‏ ‏روان‏ ‏وی‏ ‏لوی‏ ‏خدای‏ ‏ج‏ ‏هغوی‏ ‏نه‏ ‏کامیابه‏ ‏وی‏ ‏زموژ‏ ‏دوسنی‏ ‏رژیم‏ ‏چی‏ ‏د‏ ‏فسادرژیم‏ ‏دی‏ ‏مشران‏ ‏یی‏ ‏په‏ ‏کژه‏ ‏لاره‏ ‏ران‏ ‏په‏ ‏وحشتونو‏ ‏سترگی‏ ‏پتوی‏ ‏حق‏ ‏ته‏ ‏ناحق‏ ‏وایی‏ ‏ناحق‏ ‏ته‏ ‏حق‏ ‏وایی‏ ‏خپل‏ ‏مظلوم‏ ‏ولس‏ ‏دشمن‏ ‏بولی‏ ‏اوریکایان‏ ‏دوستان‏ ‏بولی‏ ‏بشردوست‏ ‏خلک‏ ‏یی‏ ‏بولی‏ ‏دامفسیدین‏ ‏ددالرو‏ ‏لپاره‏ ‏دا‏ ‏تول‏ ‏کارونه‏ ‏کوی‏ ‏وطن‏ ‏پروشی‏ ‏ناموس‏ ‏پروشی‏ ‏خوگران‏ ‏هیواوال‏ ‏دی‏ ‏پوشی‏ ‏چی‏ ‏حق‏ ‏ترف‏ ‏هتمن‏ ‏کامیبیدونکی‏ ‏دی‏ ‏دایران‏ ‏دمسافرو‏ ‏له‏ ‏خوا‏ ‏ددعاپه‏ ‏هیله

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx