نادري ناولده

د رپ میوزیک وتلې فرنسوی سندرغاړې (Diams) اسلام قبول کړ، او حجاب یې واغوست

Diamsنن ټکی آسیا: په فرانسه کې د رپ میوزیک وتلې نړیواله سندرغاړې میلاني جورجیا داس چي په (diams) مشهوره ده، تیره ورځ په ناڅاپه ډول د درو کالو وروسته په یو فرنسي تلویزوني چینل (TF1) په حجاب کي را ښکاره سوله ، او د خپل اسلام قبلولو اعلان یې وکړ.

هغې په خپل مرکه کي وویل چي د اسلام تر قبلېدو مخکې یې د اعصابو د کنټرول او زړه خوشحاله کولو او ځان د لیونتوب څخه د ژغورني په خاطر هغې ډیري دواوي خوړلې، خو ژوند یې ټول د یوې ملګري خبري ور بدل کړل، هغې ورته وویل: سمه ده، زه ځم لمونځ کوم او بیا درته راځم.

ډیامز زیاته کړه، چي د اسلام قبلولو پریکړه یې شخصي او د خپلي ژوري مطالعې او د قرآن کریم د لوستلو وروسته وکړه، او داچي اسلام یې قبول کړی، د هغه وروسته یې په ژوند کي سکون، راحت او استقرار راغلی، او ووېل : (( دې (اسلام قبلولو) زما زړه ته ته شفا ورکړې، زه اوس پوهیږم چي د ځمکي پر سر څه وکړم، او پوهیږم چي زه ولي دلته یم)).

خپل د اسلام د قبلولو د تفصیل په اړه ډیامز وویل:http://static1.purepeople.com/articles/3/42/48/3/@/305193-la-rappeuse-francaise-diam-s-620x0-4.jpg

زه ډیره مشهوره وم، او ما هر هغه څه لرل چي هر مشهور سړي یې تمنا لرل، خو پر دې سربیره چي زه به کله یوازي له ځانه سره وم، په ډیر درد او شدت سره به مي ژړل، زما په دې حالت زما مینه وال نه وه خبر… ما ډیري رنګا رنګ نشيي او غیر نشيي ګولی خوړلې، څو ځله مي په عقلي او دماغي روغتونونو کي ځان بستر کړ، تر څو جوړه سم، خو دا ټولي هڅي می هسي ناکاره وختلې.

او زیاته یې کړه: زه یو ځل د خپل ملګرو سره یو ځای وم، په هغوې کي یوې مسلماني راته وویل: سمه ده زه ځم لمانځه ته، او بیابه را ګرځم.
ما ورته وویل چي زه هم غواړم لمونځ وکړم، هغې جواب راکړ، چي سمه ده وې کړه.
د لومړی ځل لپاره مي خپل تندی پر ځمکه کيښود، او په لومړی ځل می داسي احساس وکړ چي مثال یې نه وو.. او اوس دا فکر کوم چي سجده او تندی پر ځمکه لګول باید یوازي او یوازي د الله لپاره وي.

د یادوني وړ ده چي په فرانسه کي مسلماني ښځي نه شي کولای چي په حکومتي او غیر حکومتي مکتبو او ادارو او حتی بازارونو کي حجاب او یا علی الاقل خپل د سر ویښتان د اسلامي احکامو سره سم پټ کړي او د مخالفت په صورت کي مسلماني ښځي د بند یا جرمانې سره مخ کیدلای شي.

آغلي ډیامز په دې اړه وویل چي د حجاب په اغوستلو دا د نقد پروا نه لري، خو دا اندیښمنه په دې ده چي په فرانسوي ټولنه  کي اسلامي لباس ته ښکنځل کیږي، پر اغوستونکو یې رنګا رنګ احکام صادریږي، او په مختلفو نومونو نومول کیږي.

او زیاته یې کړه: کله چي ما اسلام قبول کړ، او ددې تر مخه چي حجاب پر سر کړم، ما به له ځانه پوښتنه کول، چي ایا واقعا به زه خپل سر او وریښتان د اسلامي احکاماتو په رڼا کي پټ کړای سم… یو ځل د سمندر پر غاړه تنها ګرځېدم، له ځانه سره مي وویل: چي ددې لوی سمندر او د لمر پیدا کونکی خالق په حجاب امر کړی، نو یې څرنګه امر نه منم، او ددې فکر وروسته می دستي د حجاب اغوستلو پرېکړه وکړه.

د خپل نوي ژوند په اړه یې وویل چي د کال څخه د څه زیاتي مودې راهیسي یې واده کړی، د څو میاشتي څخه مور شوې هم ده، او ډیر خوشحاله او خوندر ژوند تیروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x