نظــر

څوارلس کلونه وروسته د افغانستان وضعيت

لیکوال: م : نجم الرحمن (فضلي)

پوره څوارلس کاله تير شول چې امريکايان او متحدين يې افغانستان ته راغلي، له راتلو مخکې يې ويل مونږ په افغانستان حمله کوو او هلته د دې لپاره ځو چې طالبان او القاعده به له منځه وړو، امنيت به راولو، او افغانستان به آباد کړو، دا ده څوارلس کلونه تير شول خو امريکايانو او متحدينو يې نه طالب او القاعده ختم کړل، نه يې امنيت راووست او د ابادي پر ځای يې افغانستان نور هم تباه برباد کړ.

د طالبانو حال خو دا دی تاسو په خپلو سترګو وينی او ومو ليدل چې ختم شوي که ډير شوي، په تيره يوه نيمه اونی کې يې چې د هيواد په شمالي ولايتونو کې څومره سيمې ونيوې ټوله نړۍ ورته حيرانه ده، د کندز نيولو خو بيا د امريکايانو او افغان حکومت ټول اميدونه له خاورو سره خاورې کړل.

د کندر په نيولو طالبانو امريکايانو او افغان حکومت ته ثابته کړه چې دوی په افغانستان کې په څومره اندازه قوت او نفوس لري، او له دې سره دا يې هم ثابته کړه چې افغان حکومت په هيواد واک نلري.

بل دا هم ثابته شوه چې د افغان حکومت هيڅ ځواک او قوه نشي کولای چې له طالبانو سره مقابله وکړي، ځکه دوی په خپله ومنله چې په کندز کې په طالبانو بمباري د دوی په غوښتنه ترسره کيږي.

همدغه ټول حقيقتونه دا خبره په ډاګه کوي چې افغان حکومت د دې توان نلري چې دوی په هيواد کې امن راولي، ځکه چې د دوی صلاحيتونه ډير وروسته پاتې دي.

د حيرانتيا خبره خو دا ده چې امريکايان د کومې پاليسي له مخې وايي چې افغان حکومت به په افغانستان کې امن راولي.

اصلي خبره دا ده چې امريکايانو او متحدينو ته يې د افغانستان په حالاتو نظر ثاني پکار دی، او په افغانستان واکمنو طالبانو ته د يوه ستر نظامي، سياسي، منظم او د يوه قوي قوت په نظر کتل پکار دي.

د طالبانو وروستيو برياوو ثابته کړه چې افغان حکومت د افغانانو نماينده نه دی، هغه ته هومره وزن ورکول پکار دي څومره يې چې حيثيت دی، که چيرته امريکا او نړيوال ملګري يې افغان حکومت ته د هغه له حيثيت سره برابر نظر وکړي، او د طالبانو قوت په خپل ثابت حيثيت سره ومني اميد شته چې حالات ښه شي، او که همداسې ونشي زما په ګمان ټولې معاملې به له دې نورې هم خرابې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x