شهید او شهادت ( اته دیرشمه برخه )

لومړی دا چې الله جل جلاله د خپلې ځانګړې مهربانۍ له مخې په یو مسلمان پېرزوینه کوي، لکه انبیاء علیهم الصلاة و السلام، ځینې شهیدان او ځینې صالح مومنان، دا یو الهي فضل او مهرباني ده، او یوازې تر مسلمان پورې تړاو لري، غیر مسلمان له دې ځانګړنې څخه بې برخې دی.

دوهم دا چې ځینې ځمکې او خاورې یو ځانګړی خاصیت لري، د انسان جسد نه پکې خرابېږي، که څه هم چې کلونه کلونه بلکې سوونه کلونه پکې پروت وي، په دې کې د مسلمان او کافر، نیک عمله او بد عمله توپیر نه کېږي، ویل کېږي چې یوه له هغو سیمو څخه چې خاورې یې دا ډول خاصیت لري، د فرانسې ځینې سیمې دي، هلته مړي بالکل نه خاورې کېږي، تر کلونو کلونو، بلکې سوونو کلونو پورې همداسې روغ رمټ پراته وي.

دیسکفري تلویزیون تقریبا لس کاله وړاندې د لومړي ناپلیون ز۱۷۶۹ م. و۱۸۲۱ م.  په اړه د مستند پروګرام برخه کې یو پروګرام جوړی کړی و، ما خپله دا پروګرام نه دی لیدلی خو ویل کېږي چې کله یې د نابلیون قبر را وسپړلو تر څو له سر نه یې د طبي معاینانو لپاره یو څه وېښته را واخلي، چې معلومه کړي نوموړی په رښتیا د ورپېښې ناروغۍ له امله په طبیعي مرګ مړ شوی او یا لکه چې ویل کېږي په زرنیخو [1] وژل شوی، نو هلته وايي ښکاري چې د نوموړي جسد بالکل روغ رمټ دی، او لامل یې د نوموړي په جسد کې د زهرو شتون دی. والله اعلم.

نوموړي تلویزیون همدا رنګه د یوې راهبې ( دیني عیسوۍ مشرې ) په اړه پروګرام جوړ کړی و، ویل کېږي چې نوموړې ۲۰۰ کاله مخکې مړه شوې وه، خو کله یې چې قبر را وسپړلو  روغه رمټه پرته وه.

همدا ډول د یو مصري مشهور ډم ( په اصطلاح هنرمند ) عبد الحلیم حافظ وراره وايي چې د خپل تره قبر یې را وسپړلو، تر څو سم کلک یې جوړ کړي؛ ځکه له شاوخوا اوبه پرې راغلې وي، وايي کله یې چې قبر راو سپړلو، که ګوري تره یې په خپل حال پروت و، نه و خراب شوی.

دا ټولې هغه خبرې دي چې په انټرنېټ کې یې خلک ښکته پورته کوي، دا چې  حقیقت لري او که نه، والله اعلم. که حقیقت ولري هم، ددې تثبیتول چې دا ډول فلمونه تر کومه د باور وړ دي، آیا رېښتیا دي که درواغ؟ بله غیر یقیني خبره ده.

د یادونې ده چې د موسمونو او سیمو له طبیعي اغیزو سترګې نشي پټېدی، ټول ویني چې د ژمي موسم د اوړي له موسم سره لوی توپیر لري، په ژمي کې په عام ډول خوراکي توکي زر نه خرابېږي، ځکه چې هوا سړه وي، او په اوړي بیا د هوا د تودوالي له امله زر خرابېږي، له همدې امله خو د تازه میوو لپاره سړې خونې جوړېږي، تر څو تر ډېره پورې روغې پاتې شي، همدا ډول په کورونو  کې یخچالونو ته اړتیا ځکه پېښېږي چې خوراکي توکي زر خراب نشي، آن په ورځني ژوند کې د انسانانو بدنونه په ژمي کې تر ډېره بدبويي نه کوي، خو په اوړي کې د ژمي په پرتله زر د بدبویۍ احساس کېږي؛ ځکه په ژمي کې بدن نه خولې کېږي، او په اوړي کې خولې کېږي.

همدا ډول نور ورځني ژوند ته که پام وشي همدا پایله په لاس راځي، په اوړي کې باید کوڅې، کور، او ښار زر زر پاک کړل شي؛ ځکه چې په لږ وخت کې بدبويي رامنځ ته کېږي، خو په ژمي کې بیا داسې نه وي.  نو له دې څخه ښه درک لګي چې سیمه، هوا او موسم لکه څه رنګه چې په ژوندیو انسانانو، حیواناتو، او نباتاتو  اغیز کوي، دا رنګه په مړو انسانانو بې اغیزې نه دي.

په دې اړه د خاورو نوعیت او څرنګوالی هم مهم رول لرلی شي، لکه سره خاوره، سپینه خاوره، توره خاوره، زېړه خاوره، ریګزاره خاوره، شګلنه خاوره، مټه خاوره، نمجنه خاوره، وچه

دریم دا چې د انسان په مړه جسد موم او یا څه نور کیماوي مواد ووهل شي، په دې توګه دمړي جسد له خرابېدو ساتل کېدی شي. لکه د فرعون د جسد په اړه چې ویل کېږي تر ننه همداسې روغ دی. د یادونې ده چې یو توپیر شته، د نوموړي ګېډه خالي کړل شوې ده، او نور دا ډول جسدونه هم چې څوک یې ساتي ګېډې یې خالي کوي،  خو لیرې نه ده چې داسې مواد دې شتون ولري چې که د مړي ګېډه خالي نشي هم د ځانګړو موادو په مټ یې د خرابېدو مخه ونیول شي؛ ځکه په ننۍ پرمختللې او د خیالي پرمختګ نړۍ کې دا ډول چارې شونې دي.

په دې دریو حالاتو کې د مسلمان لپاره یوازې لومړنی حالت د کرامت نښه ګڼل کېدای شي، یعني نه په داسې ځمکه کې وي چې مړی نه پکې خاورې کېږي، او نه څه کیمیاوي مواد پرې استعمال شوي وي.

د شهید نه خاورې کېدل په حقیقت کې د هغه لپاره یو الهي کرامت دی، خو دا حتمي نه ده چې د ټولو شهیدانو کرامت دې یو ډول وي، لکه څه رنګه چې په مخکنیو برخو کې تېر شول، شهیدان مختلفې درجې لري، نو کرامات یې هم د همدې درجو او مرتبو له مخې دي.

په عام ډول د شهیدانو کرامات ددوی داخلاص او رېښتینولۍ تر کچې پورې تړاو لري، د هر شهید چې اخلاص زیات وي، کرامات به یې هم زیات وي.

اوس به راشو هغو نصوصو او تاریخي پېښو ته چې د شهید د نه خاورې کېدو ګواهي وايي:

په صحیح بخاري کې روایت دی: ( عَنْ جَابِرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ لَمَّا حَضَرَ أُحُدٌ دَعَانِي أَبِي مِنْ اللَّيْلِ فَقَالَ مَا أُرَانِي إِلَّا مَقْتُولًا فِي أَوَّلِ مَنْ يُقْتَلُ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَإِنِّي لَا أَتْرُكُ بَعْدِي أَعَزَّ عَلَيَّ مِنْكَ غَيْرَ نَفْسِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَإِنَّ عَلَيَّ دَيْنًا فَاقْضِ وَاسْتَوْصِ بِأَخَوَاتِكَ خَيْرًا فَأَصْبَحْنَا فَكَانَ أَوَّلَ قَتِيلٍ وَدُفِنَ مَعَهُ آخَرُ فِي قَبْرٍ ثُمَّ لَمْ تَطِبْ نَفْسِي أَنْ أَتْرُكَهُ مَعَ الْآخَرِ فَاسْتَخْرَجْتُهُ بَعْدَ سِتَّةِ أَشْهُرٍ فَإِذَا هُوَ كَيَوْمِ وَضَعْتُهُ هُنَيَّةً غَيْرَ أُذُنِهِ )[2]

ژباړه: له حضرت جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وايي کله چې د احد ورځ شوه، پلار مې د شپې له خوا ور وغوښتم، ویل: سبا ته مې ځان نه وینم، مګر د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغو ملګرو کې چې لومړی به وژل کېږي. او له  رسول الله صلی الله علیه وسلم پرته، تا پر ځان تر ټولو ګران کس پرېږدم، په ما څه پور دی هغه ور کړه، او له خویندو سره دې ښه چلن کوه.

سبا شو، که ګورم پلار مې لومړنی شهید و، په قبر کې یو بل هم یو ځای ورسره ښخ کړل شو، بیا مې زړه نه منله چې له بل کس سره یې په یو قبر کې پرېږدم، نو له شپږو میاشتو وروسته مې را وایست، که ګورم داسې و لکه په کومه ورځ مې چې ايښی و. پرته له غوږ نه یې. چې لږ خراب شوی و.

په همدې اړه امام مالک رحمه الله په خپل موطأ كې د همدې جلیل القدره صحابي یوه بله کیسه چې د حضرت معاویه رضی الله عنه په وخت کې پېښه شوې ده، په دې دول راوړې: ( عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِى صَعْصَعَةَ أَنَّهُ بَلَغَهُ أَنَّ عَمْرَو بْنَ الْجَمُوحِ وَعَبْدَ اللَّهِ بْنَ عَمْرٍو الأَنْصَارِيَّيْنِ ثُمَّ السَّلَمِيَّيْنِ كَانَا قَدْ حَفَرَ السَّيْلُ قَبْرَهُمَا وَكَانَ قَبْرُهُمَا مِمَّا يَلِى السَّيْلَ وَكَانَا فِى قَبْرٍ وَاحِدٍ وَهُمَا مِمَّنِ اسْتُشْهِدَ يَوْمَ أُحُدٍ فَحُفِرَ عَنْهُمَا لِيُغَيَّرَا مِنْ مَكَانِهِمَا فَوُجِدَا لَمْ يَتَغَيَّرَا كَأَنَّهُمَا مَاتَا بِالأَمْسِ وَكَانَ أَحَدُهُمَا قَدْ جُرِحَ فَوَضَعَ يَدَهُ عَلَى جُرْحِهِ فَدُفِنَ وَهُوَ كَذَلِكَ فَأُمِيطَتْ يَدُهُ عَنْ جُرْحِهِ ثُمَّ أُرْسِلَتْ فَرَجَعَتْ كَمَا كَانَتْ وَكَانَ بَيْنَ أُحُدٍ وَبَيْنَ يَوْمَ حُفِرَ عَنْهُمَا سِتٌّ وَأَرْبَعُونَ سَنَةً.  )  [3]

ژباړه: له عبد الرحمن بن ابي صعصعه څخه روایت دی، چې داسې خبر ورته رسېدلی، چې عمرو بن الجموح او عبد الله بن عمرو  چې دواړه انصارو او بیا د سلیم له قبیلې څخه وو، سیل یې قبر ژور کړی و، ځکه قبر یې سیل ته لنډ و، او دواړه په یو قبر کې وو، او دواړه له هغو کسانو څخه وو چې د احد په ورځ شهیدان شولو، نو قبر یې راوسپړل شو تر څو ځای یې بدل شي، که ګوري هېڅ تغیر یې نه دی کړی، داسې ګواکي چې پرون مړه شوي دي، او یو یې ټپي شوی و، بیا یې په ټپ خپل لاس اېښی و، او همداسې ښخ کړای شوی و، نو یو کس یې لاس له ټپ څخه لیرې کړی بیا یې پرېښی که ګوري لاس یې لکه څه رنګه چې و همغسې بېرته ټپ ته ورغلی، او دا نو د احد او ددوی د قبر د راسپړو تر منځ شپږ څلوېښت کلونه تېر شوي و.

م. محمد نعیم.

نور بیا…

[1] – زرنیخ یو کمیاوي عنصر دی، ذروي وزن یې: ۹۲۱۶،۷۴ دی، او ذروي شمېره یې: ۳۳ ده، او ذروي رمز یې: AS  دی. ریګي رنګ لري.

[2] – صحيح بخاري. باب هل يخرج الميت من القبر.

[3] – موطأ امام مالك رحمه الله. باب الدفن في قبر واحد.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د