عمر خضر ، چې په ګوانتانامو کې ستر شو

عمر خضر ، چې امریکایان یې ( ماشوم تروریست  ) بولي داسلامي امت  هغه  کمکی زلمکی دی ، چې لا دماشومتوب له  پړاوه نه وو وتلی ، چې دامریکایانو لخوا ونیول شو او د ګوانتانامو قفس ته ولوېد .

دغه عرب ماشوم چې له مصري پلار او سعودۍ مور څخه زیږیدلی او اوس  دکاناډا تابعیت لري ، په ۲۰۰۲ کال کې په افغانستان کې له هغه وروسته ونیول شو، چې دلاسي بم  په ګوزار سره یې  یو امریکایي  ضابط کریستوفر سپیېر  وواژه او څو نور امریکایي عسکر یي ټپیان کړل .

 

نوموړی له دې تاریخي کارنامې وروسته امریکایانو  ونیو ، دګوانتانامو زندان ته یې نقل کړ، او هلته پرې دوژل شوي امریکایي عسکر کونډې  د قتل دعوه وکړه ، ماشوم خضر څوځله لاستړلی  دامریکایي عدالت میز ته ودرول ، او وروسته پرته له دې چې  خپل مدافع وکیل ولري ، د ۴۰ کاله  زندان حکم پرې وشو .

دغه کوچنی غازي چې یوازي د دیني غیرت او مسؤلیت اداکولو په  تور زنداني وو ، له الله تعالی پرته یې هیڅ غمخور ونه موند او نه یي په تیرو لسوکلونو کې چا نوم قدرې په خوله یاد کړ .

دکاناډا هیواد چې نوموړی یې تابعیت درلود ، یو اعشاریه دری میلیون ډالره په دې ولګول چې نوموړی په ګوانتانامو کې زنداني پاته شي ، او دامریکایانو داخبره یې نه قبولوله چې نوموړی پاته زندان په کاناډا کې تیر کړي  .

په دې وروستیو کې امریکایي محکمې دنوموړي قید له  ۴۰ کلونو څخه  راکم کړ ، دغه راز دتیرې یک شنبې په ورځ نوموړی  په ناڅاپي توګه دیوي پوځی الوتکې په توسط له  ګوانتانامو څخه دکاناډا  ( اونتاریو ) ښار ته نقل شو ترڅو پاته ۸ کاله زندان هلته تیر کړي  .

ماشوم خضر  په ګوانتانامو کې زلمی شو ، خو دماشومانو له صندوق  یونیسیف نیولې دعفوې ترسازمانانو پورې هیڅ کومې ډلې  دا ونه ویل چې ایا ماشومان زنداني کیدلای یا په جنګي جزم مأخوذ کیدلای شي ، دغه راز دمعاصر اسلامي امت له منځه هم  چا ددغه کمکي په غم کومه اوښکه تله نه کړه ، او نه یې په ملاتړ غږ پورته کړ ، نه پوهیږو زموږ دخپل منځي خواخوږۍ حس به په کومه ورځ رابیداریږي !!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د