نظــر

امریکا او روسیه

لیکوال: صفي الله سیدي

لکه څرنګه چې په یو شمېر ټولنیزو ویب پاڼو کې د زیاتو خلکو له نظریاتو څخه دا په ډاګه کیږي چې دوی له امریکا څخه زیات د روسیې هېواد ته ډېر لیواله دي.
اکثره خلک دا ادعا کوي چې روسیه د امریکا په نسبت ښه هېواد دی، د مسلمانانو سره خواخوږي او همدردي لري او هیڅکله نه غواړي چې پر مسلمانانو دې ظلم او تېری وشي، همدارنګه اکثره خلکو په ټولنیزو ویب پاڼو کې د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین انځورونه پورته کړي وي او هغه یې په کې په ډېرو ښو الفاظو سره ستایلی وي، بعضې خو د پوتین په مینه کې دومره ډوب دي چې ان تر دې چې په فېسبوک کې یې د خپل پروفایل انځور ګرځولی وي.

دغه ادعاوې زما په آند هغه خلک کوي چې د اوسني دیپلوماتانو او د پخوانیو کمونستانو د فکري استعمار لاندې راغلي وي.

ډېر وړاندې نه ځو، که چېرې تاسو د روسیې تیر تاریخ ته نظر وکړﺉ نو دا به درته په ډاګه شي چې کومه روسیه چې دوی یې حمایت کوي، د حمایت کولو وړ نه بلکې روسیې چې د بشر پر ضد کوم ظلمونه کړي چې په اورېدو یې انسان حیرانیږي.

د مثال په توګه د افغانستان او د روسیې په جنګ کې همدې روسانو شاوخوا یو نیم میلیون افغانان شهیدان کړل، په لکونو مهاجر شول او په زرګونو نور هم معیوب شول، امریکا او روسیې په افغانستان کې پر عامو خلکو د کلسټر بمونه راوغورځول کوم چې د دویمې نړیوالې جګړې راپدېخوا بند شوي وو، زمونږ په ګران هېواد کې شاید داسې کورنۍ ډېره په سختۍ پیدا شي چې د روسانو په وخت کې یې د کورنۍ کوم غړی له لاسه نه وي ورکړی.

روسیې یوازې پر دې بسنه ونه کړه، په افغانستان کې د روسیې له ماتې وروسته روسانو له افغانستانه د تللو پر مهال افغانانو ته یو داسې پټ دښمن پرېښود چې افغانان اوس هم ورسره لاس او ګریوان دي، زما منظور له ماینونو او چاودېدونکو توکو څخه دی چې د روسیې له تګ وروسته یې بې شمېره افغانان مړه او په زرګونو نور یې معیوب کړل.

ددې سربېره د روسیې حکومت په روسیه کې په یو شمېر زیاتو مسلمانانو ظلمونه تر سره کړي او په روسیه کې یې زیات شمېر جوماتونه له منځه وړي.

همدارنګه بل ښه مثال یې سوریه ده، له یو طرفه امریکا د سوریې د دولت مخالفت کوی او له بله پلوه روسیه د سوریې د دولت ملاتړې ده او د بشرالاسد په بې ساري ظلمونو پرده اچوي او وایي چې دغه دولت یو مشروع دولت دې او بشرالاسد باید پخپل حال پرېښودل شي، ددې دواړو هېوادونو دغه پلان دې ته لاره هواروي چې په سوریه کې جنګ جاري وساتل شي او دواړه هېوادونه په کې خپلو موخو او اهدافو ته ورسیږي.

روسیې او امریکا دواړو تر خپله وسه پر مظلومو مسلمانانو ظلمونه کړي او لا تر اوسه یې خپل ظلم او وحشت ته دوام ورکړی، که هغه امریکا وي او که روسیه، بریتانیا ده او که اسراییل، د عقیدې له لحاظه مونږ ته ټول کفار دي چې په هیڅ صورت زمونږ دوستان نشي کېدلای.

په پای کې معلومه شوه چې دواړه هېوادونه او ددوی ولسمشران یو له بله بدتر دي او همدارنګه د بعضې دوستانودغه خبره سل په سلو کې غلطه ده چې له اوباما څخه پوتین غوره او د مسلمانانو خواخوږی دی، ددې خبرې په کولو سره نه یوازې دا چې سهوه کوي بلکې د افغانستان له هغو شهیدانو سره ظلم کوي کوم چې د روسیې په جګړه کې په شهادت رسېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x