fbpx

د نړۍ تر ټولو زیات خرڅ شوی موبایل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۶مه ۱۳۹۴ل): په دې وروستیو کې د نړۍ یو شمیر مشهورې کمپنۍ توانیدلي په زیاته کچه خپل تولید شوی سمارټ فون خرڅ کړي خو د تر ټولو زیات خرڅ شوی موبایل ریکاډ بیا هم د نوکیا د یوې ساده مبایل په نوم ثبت دی.

د اپل کمپنۍ وتوانید یوازې د دریو میاشتو په اوږدو کې ۷۰ میلیونه ایفون ۶ خرڅ کړي خو اوس هم د نوکیا د ۱۱۰۰ نومې موبایل څخه ډیر زیات وروسته پاتې. نوکیا کمپنۍ توانیدلی و چې خپل د ۱۱۰۰ نومې موبایل ۲۵۰ میلیونه دانې خرڅې کړي.

هو د نوکیا ۱۱۰۰ نومې موبایل کوم چې د لومړی ځل لپاره له څراخ او د غبار ضد کیبورډ سره معرفي شوی و د پنځو کلونو په موده کې ۲۵۰ میلیونه دانې خرڅې شوي او په دې ډول د نړۍ تر ټولو زیات خرڅ شوی موبایل لقب يي خپل کړی.

نوکیا کمپنۍ د ۱۱۰۰ نومې موبایل په مرسته په ۲۰۰۵ زیږیدیز کال کې وتوانید د خرڅو شوو موبایلونو شمیر یو میلیارد ته ورسوي او په نایجیریا هیواد کې يي د یوې غونډې په ترڅ کې دغه لاسته راوړنه د خپل کمپنۍ په تاریخ کې ثبت کړ.

کله چې د نوکیا کمپنۍ ۱۱۰۰ نومې سمارټ فون نړیوالو بازارونو ته وړاندې شو نو بیه يي ۱۰۰ امریکايي ډالره وه خو وروسته بیه يي له ۳۰ ډالرو هم ټیټه شوه.

د نوکیا کمپنۍ دغه ساده موبایل یوازې د ۵۰ پیغامونو د ثبتولو یا ساتلو وړتیا درلود خو د دغې موبایل تر ټولو غوره ځانګړتیا د څراغ او غبار ضد کیبورډ لرل و.

نوکیا کمپنۍ په ۲۰۰۹ زیږیدیز کال کې د دغې موبایل تولید بند کړ خو کاروونکو ته يي زیری ورکړ چې د دغې موبایل نوې بڼه به د انډرایډ له اپریټنګ سیسټم سره معرفي کوي خو د نوکیا کمپنۍ د مایکروسافټ سره لاسلیک کړې تړون پر بنسټ باید تر ۲۰۱۶ زیږیدیز کال پورې صبر وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د