
جهاد پاکستان ته مه منسوبوئ!
لیکوال: لطف الله خيرخوا
له هر ډول محدوديته پاک فکر، برداشت، مشاهده او مطالعه د الله جل جلاله له سترو نعمتونو څخه دي. له همدې ډول وضعيت څخه بې شايبې قناعت زيږي.
ستونزه دا ده، چې کوم موضوعات له هر ډول شخصي، تنظيمي، قومي، سمتي او نژادي محدوديته لوړ دي، موږ يې د وړولو کوښښ کوو او خپلې محدودې پورې يې ايساروو. همدلته د دې کاږه مېتود کارولو کې زموږ عقل و زړه تضاد ته لويږي.
مثلا جهاد داسې موضوع ده، چې هيڅ شخصي، تنظيمي، سمتي، قومي، نژادي او دولتي چوکاټ کې نه ځاييږي، بلکې خپل احکام او خپل اصول لري، چې فرض شي، په شخص هم لازم دی، په تنظيم، قوم، دولت هم…په ټولو لازم دی. داسې نه شي کېدی، چې جهاد فرض وي، تنظيم دې موقف ونيسي، چې جهاد نه کوو او د تنظيم غړي دې له مسئوليته ورسره خلاص شي. همدا ډول هره محدوده د دا ډول احکامو د تعديل او تعطيل واک نه لري. دا چې موږ د جهاد مطالعې ته افاقيت نه لرو او ډول ډول محدوديتونو زموږ ذهنونه نيولي، نو څوک وايي، چې دا د پاکستان کارونه دي!! څوک وايي دا يوه نړيواله پروژه ده!! څوک وايي دا…
دا خبرې څو ډوله خلک کوي. په سر کې يې هغه جنايتکاران دي، چې يرغلګرو دولتونو ته د خپلې غلامۍ او چوپړ جنايت پټوي. ورپسې هغه ډله ده، چې خپل کاږه منهج ته د برائت دليل لټوي او درېيم هغه خلک دي، چې ساده فکر کوي او په پټو سترګو خپلو سرلارو پسې روان دي.
دا خلک دې لږ فکر وکړي، چې څه وايي؟ او ولې يې وايي؟ له دې فکره وراخوا يې زه داسې جنايتونو ته پام وراړوم، چې هيڅکله به يې مسلمانان ورته ونه بښي. دوی به نه پوهيږي، خو پوه دې شي، چې دا د دوه عقيدو جګړه ده، درېيم ځای نه لري، خو که دوی بيا هم د خپلو جناياتو د پټولو په موخه دا جهاد پاکستان ته منسوبوي او د دې لپاره چې عاطفي خلک يې زر ومني، نو ياد دې لري، چې دا خلک څو عظيم جنايتونه کوي :
د جهاد حکم پټوي
دوی فکر کړی، چې دا جهاد څه وخت عيناً فرضيږي؟ يو کافر چې په زور او تغلب ستا په کور د لمبو او بارودو غلبله کې درننوځي او همغه خلک وژني، نيسي او سپکوي، چې د دوی د عقيدې او کار مخالف وي، د جهاد حکم دا مهال څنګه څوک تعطيلولی شي؟
د جهاد په اړه شرعي مکلفيت که اوس نه وي متوجې، نو څه وخت دی؟ هغه حالت څوک تشريح کولی شي، چې جهاد په کې فرضِ عين ګرځي او دا مهال د افغانستان مسلمانان ورسره مخ نه وي؟
زه خو هغو نيمه اسلامپالو ته حيران يم، چې افغانستان کې د امريکا د دايمي اډو خلاف دي، په حرمت کې يې تر ټولو مخکې فتواوې صادروي، خو د همدې خلکو پر ضد جهاد پردۍ دسيسه او کار ګڼي!!
دا خلک د اسلام پر ضد فکري يرغل کې هغو خلکو سره مستقيما شريک دي، چې د جهاد د احکامو تعطيل په دې کوي، چې دا جهاد پاکستان ته منسوب کړي. څه خبر چې دا خلک په څه قانع دي؟ په دې قانع دي، چې د دوی «دعوتي منهج» د دا ډول کارونو اجازه نه ورکوي؟ دا ضمير او وجدان هم دوی ته څه نه وايي؟ دوی د لمونځ، زکات يا بل فرض په اړه د خپل خاص منهج خبره کولی شي؟ که يې کولی شي، د ټولو فرضي عباداتو په اړه دې خپل ځانګړی منهج راوښيي او که يې ناروا بولي، نو فرضِ عين جهاد کې څنګه ځان ته د خپل ځانګړي منهج اجازه ورکوي؟ دوی د هغو نصوصو په ايينه کې ځان څنګه ويني، چې د احکامو د پټوونکو په اړه غږيږي؟
د يرغلګرو حکم پټوي
په شريعت کې د هغو خلکو حکم صاف سوتره معلوم دی، چې کفر يې بواح وي، خپلې سلاح او قوت سره د مسلمانانو په حرمتونو هر مهال او هر ځای تېری کوي.
دا خلک چې د يرغل ټولو جنايتونو کې ورسره شريک دي او دا خلک چې د يرغل پر وړاندې له مېړانې بې برخې دي، کوښښ کوي، چې د يرغلګرو حکم پټ کړي.
ښکاره خو نه شي ويلی، چې دا امريکايان او اروپايان نه دي يا يې يرغل نه دی کړی يا يې افغانستان کې خپل شوم اهداف نه شته يا دا کفار نه دي، مګر همدا خبره په بلې خبرې پټوي، چې دا جګړه پاکستان کوي!!
زه دوی ننګومه، ځواب دې راکړي؛ که تاسې د کافرو يرغلګرو کار نه توجيه کوئ يا يې حکم نه پټوئ، نو د دوی د يرغل پر وړاندې جهاد ولې بل چا ته منسوبوئ؟ که تاسې په داسې حيلو د کفر سلطه توجيه کوئ، ځانونونه مسلمانان څنګه بولئ؟ همدا رضا په کفر نه ده؟
څه کوښښ کوئ، چې ګوندې دا دعوه به تاسې وطندوستان معرفي کړي؟ تاسې ته چې په څڼور لوټ د شپې خوب در نه شي، خدای خبر که د وطن په مينه ارام احساس کړئ. ګورئ هر يو ځان ښه پېژني، ځان سره محاسبه وکړئ،چې تاسې د وطن مينې دې خبرو ته مجبور کړي ياست که کوم مادي احتياج؟ يا بې ننګۍ؟ که نن خبره پټوئ، خبر ياست، چې تاسې کومې محاسبې سره مخامخ کېدونکي ياست؟ داسې محاسبه، چې د زړه رازونه راباسي، پټ نيتونه ښکاروي او له ادمه تر دې دمه او تر قيامته مخلوق مخکې به ولاړ ياست!
د ولس په حافظه ملنډې وهي
د وطندوستۍ تر پردې لاندې او په هغه طريقه، چې کوم ساده يې ومني، کوښښ کوي تاريخ له خلکو هېر کړي!! دوی څه فکر کوي،چې دا ولس دومره بې حافظې دی؟ څه وايي، چې دې ولس خپل افتخارات، غزوات او سوبې هېرې کړي؟ په همدومره ساده حرکت، چې دا کار پاکستان کوي؟ د دې خاورې هره مورګه او کږلېچ د دښمنانو د شرمساره تېښتو شاهدي نه ورکوي؟ دې خلکو ميرويس، غزنوي، ابدالي، ايوب خان او …هېر کړي؟
هغه وخت پاکستان چېرته و؟ هغه وخت چا دې ولس ته ويلي وو، چې تاسې مسلمانان ياست، يرغلګر مه پرېږدئ. هغه وخت استخبارات چېرته ول؟ کوم جنرال دې ولس ته ويلي وو، چې هلئ ډيلی ووهئ! هلئ پاني پت ته لاړ شئ! هلئ اصفهان ونيسئ! چا ورته ويلي وو؟ پيسې چا ورکولې؟
تر ټولو مهمه؛ فکر کوئ،چې شاه شجاع به دې ولس هېر کړی وي؟ هغه که په دې دليل «شاه شجاع» شو، چې د ګاونډيو د مخنيوي په دليل يې قوي دوستان (انګرېزان) هېواد ته راوستل، تاسې په کوم دليل ځان له دې شرمه پاکوئ، چې د ګاونډيو د مخنيوي په دليل مو قوي دوست(امريکا) سره لاسليک وکړ؟ څه فکر کوئ، ولس ويده دی؟ تاسې د خپل تاريخ پاڼې لږې واړوئ، چې شاه شجاع د خپلې کارنامې لپاره څه دليل وايه؟
ای ستاسې د قوي دوست په شتون او حاکميت کې ستاسې دا خبره څه معنا لري، چې دا جګړه پاکستان کوي؟ ځان مسخره کوئ، که ولس؟ د دومره ستر شرموونکي حالت په اړه درته دا خپل ولس دومره بې ارادې بريښي؟ دومره درته له ځانه ناخبر ښکاري؟ اصلا تاسې د دې ولس په منځ کې د دې ولس د دښمن په ژبه غږېږئ او کوښښ کوئ خپلې دښمنۍ ته پرده ولټوئ، مګر دا پرده به درنه د تل لپاره پورته وي او د تل لپاره به د دې ولس تاريخ تاسې لوڅ لپړ محاکمې ته ودروي!
افغانان بې ثقافته ګڼي
داسې ښکاروي، چې ګوندې افغانان هيڅ ثقافت نه لري. تاسې خپل ادبيات وګورئ، چې په کومه اندازه د رزمي نفسياتو ښکارندوی دي. ستاسې نيکه امير کروړ په څه وياړي؟ د ځان د ساتلو لپاره د کوم زورور سيوري ته ځان پټول ورته ښه ښکاري او که يې د کومې جونې په محبت کې قصيدې ويلي؟ او که يې حماسه او ننګ خپل افتخار ګڼلی؟ څه وايي :
زه يم زمری په دې نړۍ له اتل نه شته
بل په زابل نه شته
په هند وسند په تخار و په کابل نه شته
له ما اتل نه شته
تاسې دا شعر ټول لوستی؟ دا دپښتو ژبې تر ټولو لرغونی شعر دی. دې شعر کې امير کروړ خپلې جهادي کارنامې يادوي، د دښمن راپرزول يادوي، خپلې تورې او مېړانې يادوي. دا خو پرېږده تاسې خوشال خان په کومو سترګو مطالعه کوئ؟ د هغه دېوان ته په کومو سترګو ورګورئ؟ د هغه دا بيتونه مو کله لوستي؟
د فساد فکر مې نه شته خدای حاضر دی
خپل ساعت به تېروم عمر اخر دی
اطاعت د اولو الامر ځکه نه کړم
خليفه د زمانې په زړه کافر دی
که نه کوښښ کوئ، دې ملت ته نوی ثقافت جوړ کړئ؟ نوي ارزښتونه ورته پيدا کړئ؟ د ژوند نوې فلسفه ورته جوړوئ؟
ګورئ دا ولس تاريخ لري، اصيل ثقافت لري او دا صلاحيت لري، چې په عملي ميدان کې خپل ثقافت وتاريخ ترجمه او تفسير کړي. تاسې که له دې برخې محروم ياست، مهرباني وکړئ، ځان دې ولس ته مه منسوبوئ او د دې ولس د محبت په دليل د دې ولس په تاريخ وثقافت ملنډې مه وهئ. دا جرم به درته هيڅوک ونه بښلی شي. تاسې که د علم په نوم دا ولس «جاهليت» ته ټېل وهئ، نو ياد لرئ، چې دا ولس د ايمان په اړه هر «جاهلي» فکر په لغته وهي. کوښښ مه کوئ، چې په پرديو ارزښتونو د دې ولس ثقافت واړوئ. شرم دی!
د افغانانو افتخار تروړي
افغانان د خپل شريعت په حکم او د خپل تاريخ وثقافت په تسلسل دې مېړانې ته ولاړ دي. دې مېړانه کې له الله جل جلاله پرته د هيچا احسان او منت پر ځان نه مني. هغه خلک، چې ځانونه د افغان دوستۍ جامه کې تېرباسي، څنګه به يې دا ولس وبښي، چې د دوی افتخار مفتو کې بل ته ورکوي؟
هغه خلک چې د خپلې غلامۍ او د کفر د خدمت جنايت پټوي، په ډېر مهارت د ځان د سپينولو کوښښ کوي، مګر نه دي پوه، چې د تاريخ ذره بينې سترګې به يې رسوا کړي…نه دي پوه، چې د هغه شاه شجاعخېلو کتار ته به ولويږي، چې کړوسي به يې له شرمه نسب پټوي.
تاسو ځان پوښتلی، چې ولې دا کارنامې پاکستان ته منسوبوئ؟ ولې هغه چا ته دا کرِډِټ ورکوئ، چې تاسې يې خپل دښمن ګڼئ؟ څنګه يې د ځان په مقابل کې فاتحين معرفي کوئ؟ تاسې همغه وظيفه نه کوئ، چې مجاهدين پرې تورنوئ؟ شاوخوا وينئ، چې دا خبره څه ډول خلک تکراروي؟ خپلې خبرې هم لري؟ روزي يې حلاله ده، که د نړېوالې کفري غَلبَلې له فنډه يې خوري؟ او په همدې يې خوري، چې د مُرجِفينو کار وکړي؟
هغه د کاږه منهج اسلامپالي به څه کوي؟ دوی په داسې يوه معرکه کې د کفر تلې ته په تياره کې د کاڼي اچولو کوښښ وکړ، چې اخر يې هم مسلمانان فاتحان دي. وايه چې هغه مهال به ستا څه ځای وي؟ په کومو سترګو به ورسره مخامخ کېږې؟ د هغه شهيد بچي سره به په کوم ضمير د دې سوبې ترانې وايې، چې د پلار د شهادت پر مهال دې د هغه پر مېړانه اعتراف قدرې هم نه کاوه، بلکې د پلار شهادت دې ورته په نورو پلوره؟
په فلسطين، سوريه او مصر کې دې ده ورته مېړانه په هر چوک کې زمزمه کړه، مګر د خپل شهيد وينې پسې دې خندا وکړه..د دسيسې او لوبې قرباني دې وګاڼه!!
سر مو خلاصيږي، چې د کومو جناياتو مرتکبين ياست؟
په پښتو درته هیڅ د ستایلو وړ ویې نه لرم د الله کلام درته بس ده!
(رَبَّنا لا تُزِغْ قُلُوبَنا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنا وَهَبْ لَنا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ (۸) سورة ال عمران)
(وَعَدَ اللهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحاتِ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ (9) سورة المائدة)
په اسلامي نړۍ کې دې د دې خائنانو او مرجفينو دفکري جناياتو په اړه په انټرنټ کې د (الخونة أخس صفقة في التاريخ) کتاب وکتل شي نو لوستونکو ته به معلومه شي چې دغه د ډيموکراسۍ وايروس وهلي نيمه اسلامپال څنګه په خپلو شرمېدلو دريځونو په ټوله اسلامي نړۍ کې د اسلام د دښمنانو تله درنوي خو بيا هم په خوله د اسلام شعارونه پورته کوي؟
دا خو کټ مټ د افغانستان جمعیت اصلاح ښيي
خیرخواه صاحب، ژوند! ژوند! ژوند! ډیره مستدله ، معقوله او یوه عینی لیکنه ده. الله دې اجر درکړی او الله دی سیکولران، منکران او د لستوڼې ماران اصلاح کړی . نو هغوی نور څومره پاخه دلایل غواړي؟
الله ج دی اجر درکړی.دیری معقولی او په زړه پوری خبری دی. خو افسوس د هغو خلکو په حال چه اوس هم په دا کفری غلامانو اعتماد کوی. او په دوی ویاړی.او له دوی څخه د اسلام او وطن آبادی او امن غواړی.
الله ج دې په عمر ،علم مال اواولاد کې برکت واچوه عجیبه ده نن موږپه ډېره جذبه تاته خاص په دې وجهه دعاکوو چې تاخپل الهی مسؤلیت درک کړی حقائق دې بیان کړي اومعاندین دې هم دحقائقو منلو اودمسؤلیت درک کولو ته رابللی هو! نن همداسې کسان دګوتوپه شماردی څوګ چې له حقائقو آګاه دی اودالله ج له خاص فضل څخه برخمن دي هغوئ دالله ج په لارکې په خپل ټول توان سره قربانی ورکوي اوددې آیت کریمه په رڼاکې( يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لآئِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاء )دمعاندینو له تورونواوملامتی څخه نه ویریږي… نور لوستل »
خيرخواه صيب تاسو ته سلامونه او احترام په گوتو، فکر او قلم مو برکت شه، په ليکنه کی مو د خو زاي اصلا نشته، خو د یو خو اجازه غوارم، هغه دا چی سر په لاس کی غازيان او مجاهدین د فتحو په درشل کی هغو ته د عفوي او گذشت بشارت ورکيي چی عملا ورسره په قتال کی مخامخ دی نو مونژ او تاسو هم باید ورته پاليسي خپله کرو، کاش د خطاب ادرسونه مو نه وای مشخص کری لکه د نظامی ادو د مخالفت جبهه یا یا یا،، مونژ نباید خلک په تورو اوبو کی دريدلو ته مجبور… نور لوستل »
ښاغلی خیر خواه صاحب! سلام علیکم. زه یو څو پوښتنی لرم اوله پوښتنه: أیا جهاد د بعثت یا هجرت وروسته فرض شو او که د روسانو تر یرغل وروسته؟ دوهمه پوښتنه: آیا جهاد یوازی پر افغان او پښتون فرض دی او که پر ټول اُمت مسلمه؟ دریمه پوښتنه: آیا د مباح الدم په ډله کی د کوڅی او بازار یو عادی افغان هم شامل دی او که یوازی کافر او متجاوز؟ څلورمه پوښتنه: آیا ستاسی په یوازی امریکائیان متجاوزین دی او که انګریزان او د هغوی پاکستانی او سعودی مزدوران هم باید متجاوزین وبلل شی؟ پنځمه پوښتنه: د طالب یا… نور لوستل »
دیره مننه گرانه الله تعالی داجر عزیم درکری
تل ژوندی اوسی
الله الله الله! څومره خوندوره ليکنه، ستر خدای دې استقامت او پوخ ايمان نصيب کړه، د سر تاج مو يې
خیر خواه صیب ستا هم مذهب ندی مالوم، کله یی یو طرف ته دنگوی کله بل طرف ته.
وروڼو دالله لطرفه چه کوم ایاتونه په قران کریم کی دجهاد دفرضیت راغلی داد یوه قوم او سیمی یا زمانی لپاره محدود نه دی بلکی دالله دجهاد حکم عام دی .جهاد دخدای په لاره کی داعلی کلیمته الله لپاره هم هر څوک نه شی کولای جهاد دکفارو په مقابل کی قوی ایمان او د الله په وحدانیت قوی عقیده غواړی.جهاد هغه مسلمانان کوی چه الله اودالله رسول او دین له خپله ځان اولاد کورنی څخه ورته ګران وی .کله چه کفار په مسمانانو یرغل وکړی کورونو ته یی ورننوزی عزت یی لوټوی علمایی وروژنی اودیو ه اسلامی اوشرعی نظام دجوړولو… نور لوستل »
خیرخوا صیب ته نیکې هیلې او احترامات وړاندې کوم!! لیکنه ښه لیکنه ده اګر د تحلیل او مثالونو له لحاظه کمزورې ده. غ.حضرت صیب ښې پوښتنې کړي چې له خیرخوا صیب توند ځواب غواړي. خو زه له خیرخوا صیب څخه یوه پوښتنه لرم چې: آیا که دا جهاد د امریکا په راتلو فرض شوی وي نو له دې وړاندې (د روس له وتلو څخه وروسته) ۱۲ کاله جنګ او جهاد ته په کومه سترګه ګورئ؟ که هغه جهاد وي نو هلته خو نه روسی و او نه امریکایی!! هلته هم همدغه خلک (مجاهدین) و. بله دا چې دا جهاد دوو… نور لوستل »
ښاغلی غ.حضرت صاحب! السلام علیکم و رحمة الله وبركاته هيله ده روغ به ياست. ستاسو د پوښتنو لنډ ځوابونه په لاندې ډول دي: اوله پوښتنه: أیا چهاد د بعثت یا هجرت وروسته فرض شو او که د روسانو تر یرغل وروسته؟ ځواب: الله مو خوشاله لره ډيره پرځای او معقوله پوښتنه ده. همدغه پوښتنه ستاسې د سليم فطرت زېږنده ده او ضمنا د نن مهال يوې خطرناكي شبهې ځواب هم دی. جهاد د بعثت یا هجرت وروسته فرض شو. نه د روسانو تر یرغل وروسته، ليكن نن مهال يو تعداد داسې امريكايي مفتيان راولاړ شوي دي، چه د ډالرو په… نور لوستل »
که جمعیت اصلاح او نورو ورته تنظیمونو خپل اصلیت د کندز په پېښه کې ټولو ته ښه څرګند شو. کله چې طالبانو په کندز کې پرمختګ کاوه، تر ټولو پرې دوی خفه و، بیا چې دولت بېرته ونیولو، دوی دومره خوشحاله وو چې یو بل ته یې مبارکۍ ورکولې، حالانکې چې کندوز امریکایي کمانډو ځواکونو د بمبارۍ په زور ونیولو او افغان ځواکونو تر پایه د نیولو توان نه درلودلو. چې کله امریکایانو بمبارۍ پیل کړې، طالبانو تاکتیکي شاتګ وکړ، دغه شاتګ ته تر ټولو زیات جمعیت اصلاح خوشحاله وه، آن د دوی د ګوند د یوې ډلې ویاند یې… نور لوستل »
زه خو صرف دونه درته وایم
چي الله تعالي دي په دغه یوه لیکنه باندي جنت الفردوس درنصیب کړي
مونږ ته د خیر خواه صاحب د لیکنو فطرت معلوم وو ، مونږ یی ددی لیکنی عنوان لوستلو له عنوان څخه یی پوهیدلو چه د هغه لیکنه د اسلام او ایمان سره برابره لیکنه ده ، د نور وخت په شان دعا مو ورته کوله چه خپله ایمانی او جهادی دنده تر سره کوی . همدا اوس می تصادفی د دی لیکنی تبصرو ته می پام شو ، او دده د لیکنو په تبصره کونکو کی می مخلص او څو مخی پکی ولیدل زه نه غواړم نومونه یی واخلم او حتی د هغو څو مخو بیهوده نیوکی او پوښتنی د… نور لوستل »
استاد بیانزی صیب
تاسو ته سلامونه او ارادت
ستاسو تبصره/تعلیق خورا تکمیلي او مفید ده.
ستاسو دا فرموده سمه ده چې وایی د مطمین صیب نوم نه ده یاد شوی، اصل کې زه لږ شارټ-کټ ولاړم او د اشغالګرانو د اډو د مخالفینو څخه می مطمین صیب د مثال په توګه یاد کړل.
د خیرخواه صیب له لیکنو زه ډېره زده کړه کوم دا چی یګان تعلیق پری لیکم مطلب می بحث، مناقشه او مزید پوهاوي ته لاره هوارول دي.
لطف اله خانه! عقل د خدای داد دی، نه په عُمر دی او نه هم په تعلیم، ته چه پس له څه کم څلویشتو کلو تر اوسه هم د درواغو جهاد چیغی وهی او په خپله په کوم ښار کی ارام پروت یی نو ستا غوندی احمق وطن پلرونکو نه دی ملت ډیر لیدلی دی او نور به یی هم ووینی. ستاسی خبری اوس هیڅ اهمیت نلری. د پاکستان د ملایانو لاس پوڅی یی نور نو نه اسلام دی او که دی ولی یی په لاهور منصوره کښی نه کوی.