جهاد پاکستان ته مه منسوبوئ!

لطف الله خیرخوا، لیکوال

لیکوال: لطف الله خيرخوا

له هر ډول محدوديته پاک فکر، برداشت، مشاهده او مطالعه د الله جل جلاله له سترو نعمتونو څخه دي. له همدې ډول وضعيت څخه بې شايبې قناعت زيږي.

ستونزه دا ده، چې کوم موضوعات له هر ډول شخصي، تنظيمي، قومي، سمتي او نژادي محدوديته لوړ دي، موږ يې د وړولو کوښښ کوو او خپلې محدودې پورې يې ايساروو. همدلته د دې کاږه مېتود کارولو کې زموږ عقل و زړه تضاد ته لويږي.

مثلا جهاد داسې موضوع ده، چې هيڅ شخصي، تنظيمي، سمتي، قومي، نژادي او دولتي چوکاټ کې نه ځاييږي، بلکې خپل احکام او خپل اصول لري، چې فرض شي، په شخص هم لازم دی، په تنظيم، قوم، دولت هم…په ټولو لازم دی. داسې نه شي کېدی، چې جهاد فرض وي، تنظيم دې موقف ونيسي، چې جهاد نه کوو او د تنظيم غړي دې له مسئوليته ورسره خلاص شي. همدا ډول هره محدوده د دا ډول احکامو د تعديل او تعطيل واک نه لري. دا چې موږ د جهاد مطالعې ته افاقيت نه لرو او ډول ډول محدوديتونو زموږ ذهنونه نيولي، نو څوک وايي، چې دا د پاکستان کارونه دي!! څوک وايي دا يوه نړيواله پروژه ده!! څوک وايي دا…

دا خبرې څو ډوله خلک کوي. په سر کې يې هغه جنايتکاران دي، چې يرغلګرو دولتونو ته د خپلې غلامۍ او چوپړ جنايت پټوي. ورپسې هغه ډله ده، چې خپل کاږه منهج ته د برائت دليل لټوي او درېيم هغه خلک دي، چې ساده فکر کوي او په پټو سترګو خپلو سرلارو پسې روان دي.

دا خلک دې لږ فکر وکړي، چې څه وايي؟ او ولې يې وايي؟ له دې فکره وراخوا يې زه داسې جنايتونو ته پام وراړوم، چې هيڅکله به يې مسلمانان ورته ونه بښي. دوی به نه پوهيږي، خو پوه دې شي، چې دا د دوه عقيدو جګړه ده، درېيم ځای نه لري، خو که دوی بيا هم د خپلو جناياتو د پټولو په موخه دا جهاد پاکستان ته منسوبوي او د دې لپاره چې عاطفي خلک يې زر ومني، نو ياد دې لري، چې دا خلک څو عظيم جنايتونه کوي :

د جهاد حکم پټوي

دوی فکر کړی، چې دا جهاد څه وخت عيناً فرضيږي؟ يو کافر چې په زور او تغلب ستا په کور د لمبو او بارودو غلبله کې درننوځي او همغه خلک وژني، نيسي او سپکوي، چې د دوی د عقيدې او کار مخالف وي، د جهاد حکم دا مهال څنګه څوک تعطيلولی شي؟

د جهاد په اړه شرعي مکلفيت که اوس نه وي متوجې، نو څه وخت دی؟ هغه حالت څوک تشريح کولی شي، چې جهاد په کې فرضِ عين ګرځي او دا مهال د افغانستان مسلمانان ورسره مخ نه وي؟

زه خو هغو نيمه اسلامپالو ته حيران يم، چې افغانستان کې د امريکا د دايمي اډو خلاف دي، په حرمت کې يې تر ټولو مخکې فتواوې صادروي، خو د همدې خلکو پر ضد جهاد پردۍ دسيسه او کار ګڼي!!

دا خلک د اسلام پر ضد فکري يرغل کې هغو خلکو سره مستقيما شريک دي، چې د جهاد د احکامو تعطيل په دې کوي، چې دا جهاد پاکستان ته منسوب کړي. څه خبر چې دا خلک په څه قانع دي؟ په دې قانع دي، چې د دوی «دعوتي منهج» د دا ډول کارونو اجازه نه ورکوي؟ دا ضمير او وجدان هم دوی ته څه نه وايي؟ دوی د لمونځ، زکات يا بل فرض په اړه د خپل خاص منهج خبره کولی شي؟ که يې کولی شي، د ټولو فرضي عباداتو په اړه دې خپل ځانګړی منهج راوښيي او که يې ناروا بولي، نو فرضِ عين جهاد کې څنګه ځان ته د خپل ځانګړي منهج اجازه ورکوي؟ دوی د هغو نصوصو په ايينه کې ځان څنګه ويني، چې د احکامو د پټوونکو په اړه غږيږي؟

د يرغلګرو حکم پټوي

په شريعت کې د هغو خلکو حکم صاف سوتره معلوم دی، چې کفر يې بواح وي، خپلې سلاح او قوت سره د مسلمانانو په حرمتونو هر مهال او هر ځای تېری کوي.

دا خلک چې د يرغل ټولو جنايتونو کې ورسره شريک دي او دا خلک چې د يرغل پر وړاندې له مېړانې بې برخې دي، کوښښ کوي، چې د يرغلګرو حکم پټ کړي.

ښکاره خو نه شي ويلی، چې دا امريکايان او اروپايان نه دي يا يې يرغل نه دی کړی يا يې افغانستان کې خپل شوم اهداف نه شته يا دا کفار نه دي، مګر همدا خبره په بلې خبرې پټوي، چې دا جګړه پاکستان کوي!!

زه دوی ننګومه، ځواب دې راکړي؛ که تاسې د کافرو يرغلګرو کار نه توجيه کوئ يا يې حکم نه پټوئ، نو د دوی د يرغل پر وړاندې جهاد ولې بل چا ته منسوبوئ؟ که تاسې په داسې حيلو د کفر سلطه توجيه کوئ، ځانونونه مسلمانان څنګه بولئ؟ همدا رضا په کفر نه ده؟

څه کوښښ کوئ، چې ګوندې دا دعوه به تاسې وطندوستان معرفي کړي؟ تاسې ته چې په څڼور لوټ د شپې خوب در نه شي، خدای خبر که د وطن په مينه ارام احساس کړئ. ګورئ هر يو ځان ښه پېژني، ځان سره محاسبه وکړئ،چې تاسې د وطن مينې دې خبرو ته مجبور کړي ياست که کوم مادي احتياج؟ يا بې ننګۍ؟ که نن خبره پټوئ، خبر ياست، چې تاسې کومې محاسبې سره مخامخ کېدونکي ياست؟ داسې محاسبه، چې د زړه رازونه راباسي، پټ نيتونه ښکاروي او له ادمه تر دې دمه او تر قيامته مخلوق مخکې به ولاړ ياست!

د ولس په حافظه ملنډې وهي

د وطندوستۍ تر پردې لاندې او په هغه طريقه، چې کوم ساده يې ومني، کوښښ کوي تاريخ له خلکو هېر کړي!! دوی څه فکر کوي،چې دا ولس دومره بې حافظې دی؟ څه وايي، چې دې ولس خپل افتخارات، غزوات او سوبې هېرې کړي؟ په همدومره ساده حرکت، چې دا کار پاکستان کوي؟ د دې خاورې هره مورګه او کږلېچ د دښمنانو د شرمساره تېښتو شاهدي نه ورکوي؟ دې خلکو ميرويس، غزنوي، ابدالي، ايوب خان او …هېر کړي؟

هغه وخت پاکستان چېرته و؟ هغه وخت چا دې ولس ته ويلي وو، چې تاسې مسلمانان ياست، يرغلګر مه پرېږدئ. هغه وخت استخبارات چېرته ول؟ کوم جنرال دې ولس ته ويلي وو، چې هلئ ډيلی ووهئ! هلئ پاني پت ته لاړ شئ! هلئ اصفهان ونيسئ! چا ورته ويلي وو؟ پيسې چا ورکولې؟

تر ټولو مهمه؛ فکر کوئ،چې شاه شجاع به دې ولس هېر کړی وي؟ هغه که په دې دليل «شاه شجاع» شو، چې د ګاونډيو د مخنيوي په دليل يې قوي دوستان (انګرېزان) هېواد ته راوستل، تاسې په کوم دليل ځان له دې شرمه پاکوئ، چې د ګاونډيو د مخنيوي په دليل مو قوي دوست(امريکا) سره لاسليک وکړ؟ څه فکر کوئ، ولس ويده دی؟ تاسې د خپل تاريخ پاڼې لږې واړوئ، چې شاه شجاع د خپلې کارنامې لپاره څه دليل وايه؟

ای ستاسې د قوي دوست په شتون او حاکميت کې ستاسې دا خبره څه معنا لري، چې دا جګړه پاکستان کوي؟ ځان مسخره کوئ، که ولس؟ د دومره ستر شرموونکي حالت په اړه درته دا خپل ولس دومره بې ارادې بريښي؟ دومره درته له ځانه ناخبر ښکاري؟ اصلا تاسې د دې ولس په منځ کې د دې ولس د دښمن په ژبه غږېږئ او کوښښ کوئ خپلې دښمنۍ ته پرده ولټوئ، مګر دا پرده به درنه د تل لپاره پورته وي او د تل لپاره به د دې ولس تاريخ تاسې لوڅ لپړ محاکمې ته ودروي!

افغانان بې ثقافته ګڼي

داسې ښکاروي، چې ګوندې افغانان هيڅ ثقافت نه لري. تاسې خپل ادبيات وګورئ، چې په کومه اندازه د رزمي نفسياتو ښکارندوی دي. ستاسې نيکه امير کروړ په څه وياړي؟ د ځان د ساتلو لپاره د کوم زورور سيوري ته ځان پټول ورته ښه ښکاري او که يې د کومې جونې په محبت کې قصيدې ويلي؟ او که يې حماسه او ننګ خپل افتخار ګڼلی؟ څه وايي :

زه يم زمری په دې نړۍ له اتل نه شته

بل په زابل نه شته

په هند وسند په تخار و په کابل نه شته

له ما اتل نه شته

تاسې دا شعر ټول لوستی؟ دا دپښتو ژبې تر ټولو لرغونی شعر دی. دې شعر کې امير کروړ خپلې جهادي کارنامې يادوي، د دښمن راپرزول يادوي، خپلې تورې او مېړانې يادوي. دا خو پرېږده تاسې خوشال خان په کومو سترګو مطالعه کوئ؟ د هغه دېوان ته په کومو سترګو ورګورئ؟ د هغه دا بيتونه مو کله لوستي؟

د فساد فکر مې نه شته خدای حاضر دی

خپل ساعت به تېروم عمر اخر دی

اطاعت د اولو الامر ځکه نه کړم

خليفه د زمانې په زړه کافر دی

که نه کوښښ کوئ، دې ملت ته نوی ثقافت جوړ کړئ؟ نوي ارزښتونه ورته پيدا کړئ؟ د ژوند نوې فلسفه ورته جوړوئ؟

ګورئ دا ولس تاريخ لري، اصيل ثقافت لري او دا صلاحيت لري، چې په عملي ميدان کې خپل ثقافت وتاريخ ترجمه او تفسير کړي. تاسې که له دې برخې محروم ياست، مهرباني وکړئ، ځان دې ولس ته مه منسوبوئ او د دې ولس د محبت په دليل د دې ولس په تاريخ وثقافت ملنډې مه وهئ. دا جرم به درته هيڅوک ونه بښلی شي. تاسې که د علم په نوم دا ولس «جاهليت» ته ټېل وهئ، نو ياد لرئ، چې دا ولس د ايمان په اړه هر «جاهلي» فکر په لغته وهي. کوښښ مه کوئ، چې په پرديو ارزښتونو د دې ولس ثقافت واړوئ. شرم دی!

د افغانانو افتخار تروړي

افغانان د خپل شريعت په حکم او د خپل تاريخ وثقافت په تسلسل دې مېړانې ته ولاړ دي. دې مېړانه کې له الله جل جلاله پرته د هيچا احسان او منت پر ځان نه مني. هغه خلک، چې ځانونه د افغان دوستۍ جامه کې تېرباسي، څنګه به يې دا ولس وبښي، چې د دوی افتخار مفتو کې بل ته ورکوي؟

هغه خلک چې د خپلې غلامۍ او د کفر د خدمت جنايت پټوي، په ډېر مهارت د ځان د سپينولو کوښښ کوي، مګر نه دي پوه، چې د تاريخ ذره بينې سترګې به يې رسوا کړي…نه دي پوه، چې د هغه شاه شجاعخېلو کتار ته به ولويږي، چې کړوسي به يې له شرمه نسب پټوي.

تاسو ځان پوښتلی، چې ولې دا کارنامې پاکستان ته منسوبوئ؟ ولې هغه چا ته دا کرِډِټ ورکوئ، چې تاسې يې خپل دښمن ګڼئ؟ څنګه يې د ځان په مقابل کې فاتحين معرفي کوئ؟ تاسې همغه وظيفه نه کوئ، چې مجاهدين پرې تورنوئ؟ شاوخوا وينئ، چې دا خبره څه ډول خلک تکراروي؟ خپلې خبرې هم لري؟ روزي يې حلاله ده، که د نړېوالې کفري غَلبَلې له فنډه يې خوري؟ او په همدې يې خوري، چې د مُرجِفينو کار وکړي؟

هغه د کاږه منهج اسلامپالي به څه کوي؟ دوی په داسې يوه معرکه کې د کفر تلې ته په تياره کې د کاڼي اچولو کوښښ وکړ، چې اخر يې هم مسلمانان فاتحان دي. وايه چې هغه مهال به ستا څه ځای وي؟ په کومو سترګو به ورسره مخامخ کېږې؟ د هغه شهيد بچي سره به په کوم ضمير د دې سوبې ترانې وايې، چې د پلار د شهادت پر مهال دې د هغه پر مېړانه اعتراف قدرې هم نه کاوه، بلکې د پلار شهادت دې ورته په نورو پلوره؟

په فلسطين، سوريه او مصر کې دې ده ورته مېړانه په هر چوک کې زمزمه کړه، مګر د خپل شهيد وينې پسې دې خندا وکړه..د دسيسې او لوبې قرباني دې وګاڼه!!

سر مو خلاصيږي، چې د کومو جناياتو مرتکبين ياست؟

تبصرې (19)

  • په پښتو درته هیڅ د ستایلو وړ ویې نه لرم د الله کلام درته بس ده!
    (رَبَّنا لا تُزِغْ قُلُوبَنا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنا وَهَبْ لَنا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ (۸) سورة ال عمران)
    (وَعَدَ اللهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحاتِ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ (9) سورة المائدة)

  • په اسلامي نړۍ کې دې د دې خائنانو او مرجفينو دفکري جناياتو په اړه په انټرنټ کې د (الخونة أخس صفقة في التاريخ) کتاب وکتل شي نو لوستونکو ته به معلومه شي چې دغه د ډيموکراسۍ وايروس وهلي نيمه اسلامپال څنګه په خپلو شرمېدلو دريځونو په ټوله اسلامي نړۍ کې د اسلام د دښمنانو تله درنوي خو بيا هم په خوله د اسلام شعارونه پورته کوي؟

  • خیرخواه صاحب، ژوند! ژوند! ژوند! ډیره مستدله ، معقوله او یوه عینی لیکنه ده. الله دې اجر درکړی او الله دی سیکولران، منکران او د لستوڼې ماران اصلاح کړی . نو هغوی نور څومره پاخه دلایل غواړي؟

    • الله ج دی اجر درکړی.دیری معقولی او په زړه پوری خبری دی. خو افسوس د هغو خلکو په حال چه اوس هم په دا کفری غلامانو اعتماد کوی. او په دوی ویاړی.او له دوی څخه د اسلام او وطن آبادی او امن غواړی.

  • الله ج دې په عمر ،علم مال اواولاد کې برکت واچوه عجیبه ده نن موږپه ډېره جذبه تاته خاص په دې وجهه دعاکوو چې تاخپل الهی مسؤلیت درک کړی حقائق دې بیان کړي اومعاندین دې هم دحقائقو منلو اودمسؤلیت درک کولو ته رابللی هو! نن همداسې کسان دګوتوپه شماردی څوګ چې له حقائقو آګاه دی اودالله ج له خاص فضل څخه برخمن دي هغوئ دالله ج په لارکې په خپل ټول توان سره قربانی ورکوي اوددې آیت کریمه په رڼاکې( يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لآئِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاء )دمعاندینو له تورونواوملامتی څخه نه ویریږي اونه له معاندینوسره دمناظرې لپاره وخت لري هغوئ ته دا کوم ارزښت نلري چې ابن الوقت سیاف یې فرون په اړه څه قضاوت کاوه اونن ورباندې دچا احکام جاری کوي ډیری کسان په حقائقواګاه دی خوهغوئ بیادلومة لائم له ویرې په دې لاره له مزل کولو څخه ډډه کوي نوستاسې په شان محدود کسان په ډېرڅه ارزی الله ج دې له موږ سره استقامت په شریعت درنصیب کړي .ربنا لاتزغ قلوبنا بعداذهدیتنا وهب لنا من لدنک رحمة انک انت الوهاب .

  • خيرخواه صيب

    تاسو ته سلامونه او احترام

    په گوتو، فکر او قلم مو برکت شه،

    په ليکنه کی مو د خو زاي اصلا نشته، خو د یو خو اجازه غوارم، هغه دا چی سر په لاس کی غازيان او مجاهدین د فتحو په درشل کی هغو ته د عفوي او گذشت بشارت ورکيي چی عملا ورسره په قتال کی مخامخ دی نو مونژ او تاسو هم باید ورته پاليسي خپله کرو، کاش د خطاب ادرسونه مو نه وای مشخص کری لکه د نظامی ادو د مخالفت جبهه یا یا یا،،

    مونژ نباید خلک په تورو اوبو کی دريدلو ته مجبور کرو، تا هم وسلوال جهاد نه ده کری ما هم نه ده کری، منکرين یی هم لله الحمد نه یو نو پس هر سبب چی دی د هماغو اسبابو شک په نورو کور ناستو هم باید وکوو، خصوصا په داسي مرحله کی چی د جهاد او مجاهدينو موقف برلاسي او فاتحانه ده.

    زما له نظره که د مطمئن صيب قلمي خدمت تر تاسو زيات نه ده نو کم یی هم نشو بللاي، هغه د هغو په نه رتلو مه نيسه چی په دوی محاط دی، هغه به تاسو په هفو نه نيسي چی د خپل مکان په لحاظ ورسره محطاط ياست،،،

    نور بیا که خدای کول

  • ښاغلی خیر خواه صاحب! سلام علیکم.
    زه یو څو پوښتنی لرم
    اوله پوښتنه: أیا جهاد د بعثت یا هجرت وروسته فرض شو او که د روسانو تر یرغل وروسته؟
    دوهمه پوښتنه: آیا جهاد یوازی پر افغان او پښتون فرض دی او که پر ټول اُمت مسلمه؟
    دریمه پوښتنه: آیا د مباح الدم په ډله کی د کوڅی او بازار یو عادی افغان هم شامل دی او که یوازی کافر او متجاوز؟
    څلورمه پوښتنه: آیا ستاسی په یوازی امریکائیان متجاوزین دی او که انګریزان او د هغوی پاکستانی او سعودی مزدوران هم باید متجاوزین وبلل شی؟
    پنځمه پوښتنه: د طالب یا ستاسی خبره مجاهدینو! د عسکرو په سلو کی د څو کسانو د جهاد د کلمې په مفهوم پوهېږی او په سلو کی د څو کسانو کامل او یا ناقص لمونځ زده دی؟
    ته دې پوښتنو ته د ځواب په لټه کی شه او زه به یو وړوکی تحلیل وکړم ،
    د اسلام په حقانیت کی هیڅ شک نشته او د اټوم نه نیولی تر کهکشانونو پر دې حقانیت باندی شهادت ورکوی خو اصله خبره زما نه واوره:
    هیچا ندی ویلی او نه باید څوک دومره احمق وی چه ووائی چه دا روانه جګړه د پاکستان جګړه ده، بلکه نن ورځ هر څوک پوهیږی چه دا انګریز او امریکا تر منځ او همدارنګه د انګریز او روس جګړه ده. تر منځ ئی تا غوندی احساساسی کسان غولولی دی چه دې جګړو ته لمن ووهی. نه سوې پوه.

  • الله الله الله! څومره خوندوره ليکنه، ستر خدای دې استقامت او پوخ ايمان نصيب کړه، د سر تاج مو يې

  • خیر خواه صیب ستا هم مذهب ندی مالوم، کله یی یو طرف ته دنگوی کله بل طرف ته.

  • وروڼو دالله لطرفه چه کوم ایاتونه په قران کریم کی دجهاد دفرضیت راغلی داد یوه قوم او سیمی یا زمانی لپاره محدود نه دی بلکی دالله دجهاد حکم عام دی .جهاد دخدای په لاره کی داعلی کلیمته الله لپاره هم هر څوک نه شی کولای جهاد دکفارو په مقابل کی قوی ایمان او د الله په وحدانیت قوی عقیده غواړی.جهاد هغه مسلمانان کوی چه الله اودالله رسول او دین له خپله ځان اولاد کورنی څخه ورته ګران وی .کله چه کفار په مسمانانو یرغل وکړی کورونو ته یی ورننوزی عزت یی لوټوی علمایی وروژنی اودیو ه اسلامی اوشرعی نظام دجوړولو مخه نیسی نو دلته یوازی همدا ډله مسمانان چه خپل ځان او اولاد دنیا او دارایی هرڅه دالله ددین څخه قربانوی دجها ډګر ته راوځی .دارنګه مسمانان ددنیا د ژوند پروانلری .سرمایه موټر اود تعمیرونو اشتها نلری .په افغانستان کی د امریکانو په مقابل کی جهاد فرض دی .دلته یو اسلامی شرعی نظام حاکم وو امریکایانو ددنیا له هغه سره دداخلی نوکرانو سره یو ځای یی په مسلمانانو وحشت بمباری وکړه محبسونه یی له مسلمانانو ډک کړل رنګارنګ عذابونه یی ورته ورکړل کورونو ته ننوتل شځی او ماشومان یی ووژل په ودونو او مدارسو یی بمباری وکړی داظلم اووحشت تر اوسه لا روان دی .په یو داسی حالت کی به کوم مسلمان بی احساسه ورته ګوری داتنها هغه تش په نامه مسلمانان دی چه ایمانونه یی ضعیفه دی دوی تنها دنیا غواړی .تنها ارام ژوند غواړی داورته مهمه نه ده چه له ښځی سره یی څوک په بازار کی منظری کوی داهم ورته ارزښت نلری چه لور یی له امریکایانو سره ترجمانه ده او میاشت په میاشت دالر ورته راوړی ځکه ودی مسمان ته خو دنیا ډیر ارزشت لری . دهمدا رنګه تش په نامه مسلمانانو (له غربیانو سره د همکاری په وجه )نن ټول مسلمانان دامریکایانو تر اسارت او محکومیت لاندی ژوند
    کوی .دمسمانانو دجهاد په وړاندی همدا ډله مسمانان دی چه منفی تبلیغات کوی کله یو نوم ورکوی اوکله بل نوم .
    همدا ضعیفالایمان تش په نامه مسمانان دی چه په هر طرف کی یی شخصی تنظیمی او قومی ګټی وی په هغه طرف کی واقع کیژی فرق ورته نلری چه قران څه وایی او د اسلام ددین تقاضا څه ده. په افغانستان کی هر وخت پشتانه وروڼه د شکیلاک ګرو په وړاندی جنګیدلی دی چه خیرخوا صاحب یی مثالونه راوړی دی . اوسنی جهادی حرکت ته هم پشتون اولس په تنهایی سره اوږه ورکړی ده او دامریکا دشومو پلانونو په وړاندی مبارزه کوی . دانور قومونه خو هغه دی څه چه کوی ټول ملت معلوم دی .
    د ټولو مجاهدینو او دالله دلاری مخلیصینوته سلام

  • خیرخوا صیب ته نیکې هیلې او احترامات وړاندې کوم!!
    لیکنه ښه لیکنه ده اګر د تحلیل او مثالونو له لحاظه کمزورې ده.
    غ.حضرت صیب ښې پوښتنې کړي چې له خیرخوا صیب توند ځواب غواړي.

    خو زه له خیرخوا صیب څخه یوه پوښتنه لرم چې: آیا که دا جهاد د امریکا په راتلو فرض شوی وي نو له دې وړاندې (د روس له وتلو څخه وروسته) ۱۲ کاله جنګ او جهاد ته په کومه سترګه ګورئ؟ که هغه جهاد وي نو هلته خو نه روسی و او نه امریکایی!! هلته هم همدغه خلک (مجاهدین) و.
    بله دا چې دا جهاد دوو عقیدو ترمنځ نه دی بلکې دا جهاد د ظالم او مظلوم ترمنځ دی. مونږ او تاسې اسلام ته په همدې ضرر ورسولو چې دا جهاد مو عقیدې پورې تړلی دی. د کافر شتون په افغانستان یا بل ځای کې باک نه لري کله چې هغه ظلم ونکړي او اسلامي اصولو او احکامو ته په ټیټه سترګه ونه ګوري!

  • ښاغلی غ.حضرت صاحب! السلام علیکم و رحمة الله وبركاته
    هيله ده روغ به ياست.
    ستاسو د پوښتنو لنډ ځوابونه په لاندې ډول دي:

    اوله پوښتنه: أیا چهاد د بعثت یا هجرت وروسته فرض شو او که د روسانو تر یرغل وروسته؟

    ځواب: الله مو خوشاله لره ډيره پرځای او معقوله پوښتنه ده. همدغه پوښتنه ستاسې د سليم فطرت زېږنده ده او ضمنا د نن مهال يوې خطرناكي شبهې ځواب هم دی.

    جهاد د بعثت یا هجرت وروسته فرض شو. نه د روسانو تر یرغل وروسته، ليكن نن مهال يو تعداد داسې امريكايي مفتيان راولاړ شوي دي، چه د ډالرو په مينه كې دومره غرق تللي، چه آن دشرعي بعضو هغو احكامو به تحريفولو او مسخ كولو پسې دي، چه د دوی غربي باداران ځان ته خطر ګڼي. د بېلګې په توګه دوي د امريكايي اشغال وروسته داسي يوه شبهه اختراع كړې چه موږ لا تراوسه په مكي دور كې قرار لرو، نو منتظر اوسئ چه مدني دور راشي بيا به چهاد فرض شي. دا شبهه څو اړخه لري. اول دا چه مكي او مدني دورونو(پېرونو) د وختونو تحديد او تعيين حتى د پېغمبر او امين وحي (جبريل) په شمول د هيڅ انسان ملك يا جن كار نه دی. دا يوازې د الله كار دی. له دې امله پېغمبر عليه السلام د اله العالمين له اجازې پرته حتى د هجرت به نيت له مكې د وتلو تصور او تكل هم نه كوي، ځكه د پېغمبر له هجرت سره سم د قرآن مكي او مدني برخې او ورسره يي د چهاد سربېره زيات شمېر احكام هم بدلون مومي چه البته دا كار پخپله د الهي استازي له صلاحيت هم بهر دی، مكر د نن مهال امريكايي مفتيان د دې صلاحيت او اختيار مدعيان ځان ګڼي، چه كله مونږ درته اعلان وكړ نو بيا به مكي او مدني پېرونه جدا او چهاد به فرض شي او دا كار هغه مهال ممكن دی چه كله د سپينې ماڼۍ دارالافتاء فتوى صادره كړه چه اوس نو په افغانستان كې البته د چين يا كوم بل هيواد پر خلاف چهاد فرض شو او افغانانو ورځئ پرې . دوهم دا چه چهاد د وخت پديده او يو زود ګذر موقت حكم بولي نه يوه دائمي او محكمه فريضه چه دا تصور بيا له كفر سره مرادف دی ځكه الله عزوجل فرمايي وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ

    دا شبهه نور خطرناك اړخونه هم لري

    دوهمه پوښتنه : آیا چهاد یوازې پر افغان او پښتون فرض دی او که پر ټول اُمت مسلمه؟ ځواب:جهاد یوازې پر افغان او پښتون نه بلكه پر ټول اُمت مسلمه فرض دی

    البته د فقهاوو به اند يې د فرضيت حكم هغه مهال تشديديږي او هم مهال يې ورسره عينيت هم پر هغو خلكو سختيږي چه دښمن عملا يرغل وكړي. ددې مثال داسې دی لكه د اوبو ديو حوض په مينځ كې چه كاڼی پرېوځي د اوبو امواج د پرېوتو ځاي ته نږدي ډير زيات قوي وي او بيا تدريجا يې قوت كميږي ترڅو امواج د حوض په څنډو (پولو) را تم شي. همدغه مثال د جهادي فريضي هم دی چېرته چه دشمن عملا يرغل وكړي فريضه شديده او څومره چه دحملې له ځايه نور اسلامي هيوادونه ليرې كيږي هومره دفريضې شدت كميږي ترڅو تول امت ته شامله شي .

    دریمه پوښتنه: آیا د مباح الدم په ډله کې د کوڅې او بازار یو عادي افغان هم شامل دی او که یوازې کافر او متجاوز؟

    ځواب: يو څوك چه سربكف ددشمن په مقابل كې ودريږي هغه تر بل چا د خپل هدف تشخيص ښه كولای شي هيڅكله هم عام او بې ګناه وګړي خپل هدف نه ګرځوي. كه زما په څير يو عادي شخص د يوې لحظې لپاره هم خپل ځان د همدغه ايثارګر پر ځاي تصور كړي نو له عادل ذات نه به يې په زړه كې سخته وېره راپيدا شي او هره شېبه به په دې فكر وي چه همدا اوس به مرم او د خپلو اعمالو حساب به راسره كيږي ځكه نوموړی هره ثانيه د مرګ له خطر سره مخامخ دی نو نظر يې تر هر بل سړي خورا تېز او دورانديش وي. الله يي په هكله فرمايي وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا له دې امله بايد په دې هكله د ابن الوقت عناصرو شبهاتو ته د وخت په دې حساس پړاو كې كومه پاملرنه ونه شي ځكه نن او پرون د حق او حقيقت دشمنانو تل دغسې پوچو او زهرآګينو تبليغاتو ته لمن وهلې او دا كومه نوې خبره نه ده.

    څلورمه پوښتنه: آیا ستاسی په اند یوازې امریکائیان متجاوزین دي او که انګریزان او د هغوی پاکستاني او سعودي مزدوران هم باید متجاوزین وبلل شي؟

    ځواب: څوك چه زمونږ د دين او خاوري دشمن وي له تبعيض پرته بايد دشمن تلقي شي چه البته اوس مهال مو په بهرنيو ميلمنو ؟؟ تر هر چا زياته دغه فورموله Applyكيداي شي. له پاتي نورو سره به د ثبوتونو ، سوابقو او وخت سره سم افغان ملت چلن وكړي .

    پنځمه پوښتنه: د طالب یا ستاسې خبره مجاهدینو! د عسکرو په سلو کې د څو کسانو د جهاد د کلمې په مفهوم پوهېږي او په سلو کی د څو کسانو کامل او یا ناقص لمونځ زده دی؟

    ځواب :د نفير عام پر مهال هغه وخت چه دشمن عملا حضور ولري د جهاد د فرضيت لپاره په شرعي احكامو پوره پوهيدل ددي فريضي له شرايطو څخه نه دي هيڅ يو فقيه هم داسي كوم شرط نه دی وراندي كری. په نبوي عهد كي د (اسيرم) په نوم يو صحابي سهار څاښت مهال اسلام قبول او د ماسپښين د لمانځه د وخت تر داخليدو د مخه شهيد شو او حتى يوه سجده يې هم نه وه کړي. كه د کلمې په مفهوم او احكامو پوره پوهيدل شرط واي شايد چه پيغمبر عليه السلام ورته به جهاد كې د شركت اجازه نه وای وركړي. دا هم هغه خطرناك پروپاګند دی چه ددشمن رسنۍ او ورسره يې په چوپړ كې پراته د قرآن په اصطلاح مدني مرجفين د يوې خطرناكي توطيې په څير كاروي.

  • که جمعیت اصلاح او نورو ورته تنظیمونو خپل اصلیت د کندز په پېښه کې ټولو ته ښه څرګند شو. کله چې طالبانو په کندز کې پرمختګ کاوه، تر ټولو پرې دوی خفه و، بیا چې دولت بېرته ونیولو، دوی دومره خوشحاله وو چې یو بل ته یې مبارکۍ ورکولې، حالانکې چې کندوز امریکایي کمانډو ځواکونو د بمبارۍ په زور ونیولو او افغان ځواکونو تر پایه د نیولو توان نه درلودلو. چې کله امریکایانو بمبارۍ پیل کړې، طالبانو تاکتیکي شاتګ وکړ، دغه شاتګ ته تر ټولو زیات جمعیت اصلاح خوشحاله وه، آن د دوی د ګوند د یوې ډلې ویاند یې دغه نیولو ته د «فتحې» توری استعمال کړی و.
    وخت به راشي، تور به تور او سپین به سپین کړي خو دغه منافقین به خدای تر هر چا ډیر وشرموي.

  • زه خو صرف دونه درته وایم
    چي الله تعالي دي په دغه یوه لیکنه باندي جنت الفردوس درنصیب کړي

  • مونږ ته د خیر خواه صاحب د لیکنو فطرت معلوم وو ، مونږ یی ددی لیکنی عنوان لوستلو له عنوان څخه یی پوهیدلو چه د هغه لیکنه د اسلام او ایمان سره برابره لیکنه ده ، د نور وخت په شان دعا مو ورته کوله چه خپله ایمانی او جهادی دنده تر سره کوی . همدا اوس می تصادفی د دی لیکنی تبصرو ته می پام شو ، او دده د لیکنو په تبصره کونکو کی می مخلص او څو مخی پکی ولیدل زه نه غواړم نومونه یی واخلم او حتی د هغو څو مخو بیهوده نیوکی او پوښتنی د دی وړ نه دی چه وخت پری ضایع شی ، د هغو د پو ښتنو کفر او حماقت د هغوی پوښتنی او نیوکی خپله ځوابوی ، ماته پکی د یو مخلص ورور ( غوربندی صاحب ) د تبصری او د جمعیت اصلاح د دریز په اړه څه یادونی اړه شوه چه څه یی په اړه ولیکم :
    لمړی : جهاد ، جد وجهد ته ویل کیږی ، له حق څخه دفاع په ویلو ، لیکلو ، مال ، ځان او اولاد په تاوان ټول جهاد دی ، یعنی د انسان ژوند په هره ثانیه او هره لحظه کی جهاد جریان لری یا په بل عبارت جهاد د هغه الهی ازموینی بل نوم دی چه انسان پکی د الهی او شیطانی لارښودنو تر منخ قرار لری او خپلواکی ورکړی شوی چه هره لیار او هره لار ښودنه غوره کوی ، د هر مرحلی او حالاتو سره مطابق به عمل کوی لکه اوس وخت کی چه افغانستان کی چه د نورو ټولو جد و جهد سربیره د وسلوال جهاد فرضیت دی او څوک هلته وی ، روغتیا او وړتیا ولری جهاد نه کول کبیره ګناه او نه منل یی کفر دی . په دی اړه همدومره کفایت کوی ، د خیر خوا صاحب یا د غوربندی صاحب له حقه دفاع کول د جهاد یوه برخه ده ، که کمزوری هم ده مګر د جهاد په اړخ کی قرار لری او کیدی شی همدی کمزوری جهادی اړخ کی یی الله ج د لوی جهاد اغیزه واچوی ( نیتونه هم باید مخلص وی )
    دا چه جمیعت اصلاح ولی د جهاد سره اړیکی نه نیسی ، زه یی په ی سل په سلو کی نه ګرمووم ولی دا چه د جهاد او مجاهدینو سره په مخالف قطب کی ځان وشمیری دا یی د منلو وړ نه ده ، که دا کار یی غیر شعوری وی ( چه د جمیعت اصلاح په کچه ورته لاشعوری نه شو ویلای ) باید هغه اسلامی شعور تر لاسه کړی چه له امله یی ځان په کبیره ګناهونو کی اچولی او که شعوری وی د دوی نور ملګری لکه سیافان ، حزبیان او ربانیان هم شته که هغوی د مجاهدینو په جهادی کچه کی کموالی راوستی وی دوی به یی هم راولی او د الله ج دوزخونه تر دی ډیرو کسانو د پاره خپل بطن کی کافی ځای لری ، که یی د ا کار د څو ډالرو یا راتلونکی حکومت د ترلاسه کولو په خاطر وی دای ډیر تاوانی تجارت دی ګټه ورته نه لری خاتمه یی د تباهی سره مخ ده . او که دا کار د یو مصلحت له مخی کوی چه اوس وخت د دننه د پاره هم د اصلاح ده که دوی نه وی دجالی سیستم به دنننه معاشره او ځوان نسل بی لیاری کړی دا هم جد وحهد او عملی جهاد دی په دی شرط چه د نورو مجاهدینو سپکه او ښکته ونه وایی ، د هغوی سره مونږ له نزدی کتلی او خبری اتری مو ورسره کړی ماته ښه خلک معلومیږی د نیتونو مالک الله ج دی .
    د مطمن صاحب په اړه چه زما نزدی ملګری او زمونږ یی ډیره میلمه پالنه کړی الله ج دی اجرونه ورکړی ، دا چه هغه ورسره په تماس کی دی همدا کار زه د مطمن صاحب مثبت عمل شمیرم یعنی مطمن صاحب هغه څوک دی چه که زه بی لیاری کیږم ما به بی لیاری توب ته پری نه ږدی او مزمل صاحب او حاجی فرید صاحب هغه کسان دی چه مونږ پری ویاړو ، الله ج دی اجرونه ورکړی ، ځنی وختونه ځینی کارونه باید وشی ( د مصلحت یا اسلامی حکمت له مخی ) زه یی تاییدووم او اسلام ورته جواز ورکړی او حتی ثواب یی شمیرلی د غوربندی صاحب خبره د مطمن صاحب په اړه فکر کوم نیمګړی پاتی شوی چه خیرخواه صاحب خو نه د جمیعت نوم یاد کړی او نه یی د مطمن صاحب نوم یاد کړی . مونږ یی لیکنه ولوستله داسی څه می پکی ونه موندل چه غوربندی صاحب دی ورباندی د نیوکی کولو ته اړه شی
    په اخر کی یو ځل بیا د خیر خوا صاحب له قلمی جدوجهد مننه کوم او دعا ورته کوم چه الله ج دی مونږ ټولو ته د هغه په شان د هر ډول جد وجهد وړتیا ، پیاوړتیا او زړورتیا راکړی مننه

  • استاد بیانزی صیب

    تاسو ته سلامونه او ارادت

    ستاسو تبصره/تعلیق خورا تکمیلي او مفید ده.

    ستاسو دا فرموده سمه ده چې وایی د مطمین صیب نوم نه ده یاد شوی، اصل کې زه لږ شارټ-کټ ولاړم او د اشغالګرانو د اډو د مخالفینو څخه می مطمین صیب د مثال په توګه یاد کړل.

    د خیرخواه صیب له لیکنو زه ډېره زده کړه کوم دا چی یګان تعلیق پری لیکم مطلب می بحث، مناقشه او مزید پوهاوي ته لاره هوارول دي.

  • لطف اله خانه! عقل د خدای داد دی، نه په عُمر دی او نه هم په تعلیم، ته چه پس له څه کم څلویشتو کلو تر اوسه هم د درواغو جهاد چیغی وهی او په خپله په کوم ښار کی ارام پروت یی نو ستا غوندی احمق وطن پلرونکو نه دی ملت ډیر لیدلی دی او نور به یی هم ووینی. ستاسی خبری اوس هیڅ اهمیت نلری. د پاکستان د ملایانو لاس پوڅی یی نور نو نه اسلام دی او که دی ولی یی په لاهور منصوره کښی نه کوی.