خبرتیاوی او پیغامونه

د «څوارلس کاله ترور او وحشت» کمپاين پيل شو!

د حزب التحریر مطبوعاتي اعلاميه

د اکتوبر اوومه په هېواد کې د امريکا او ناټو د ترور او وحشت ۱۴مه کليزه ده، د همدغه دردوونکي مناسبت له امله د حزب التحرير ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر په هېواد کې د «څوارلس کاله ترور او وحشت» تر نامه لاندې سياسي کمپاين پيلوي، ترڅو د افغانستان د مسلمانانو د ژوند په بېلابېلو برخو کې د کفري نظام ډيموکراسۍ د تطبيق ناوړه پايلې، له هغې څخه زيږېدلي ناورينونه او د اشغال او استعمار ناوړه پلانونه لا څرګند او بربنډ کړي.
دغه کمپاين به د افغان مسلمانانو ناوړه واقعيت، له کافرو صليبي ښکېلاکګرو سره د ناروا ستراتيژيک او امنيتي هوکړه ليکونو پايلې، له ولس سره د لاسپوڅي حکومت خيانتونه، ناروا تقنين، د تعليم او تربيې، بې وزلۍ، بېکارۍ، د رسنيو په واسطه د فساسدو غربي مفکورو ترويج، فحشا او … برخو کې کره حقيقتونه څرګند او د اسلامي عقيدې له مخې به دغه حالت ته يوازنۍ حل لارې وړانديز کړي.
د حزب التحرير ولايه افغانستان رهبري د پخوا په څېر د خپلو اعلاميو، تحليلونو او کتابونو له لارې د هېواد مجاهد ولس، علماوو، مخورو، ليکوالانو، ژورناليستانو او چارواکو ته د اشغال او د هغه د پاليسيو او پروګرامونو واقعيت بربنډ کړی و، اوس يې يو پراخ کمپاين په لاره اچولی دی، ترڅو خلک تر دې زيات د يرغلګرو له خوا ونه غولول شي او د استعمار ټولو پروګرامونو او پروسو ته د رد ځواب ووايي.

د کمپاين فيسبوک پاڼه:
https://www.facebook.com/۱۴-سال-ترور-و-وحشت-732580973422405/

د کمپاين هشتګ:

‫#‏۱۴کاله_ترور_او_وحشت‬

‫#‏۱۴سال_ترور_و_وحشت‬

د حزب التحرير – ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x