نړۍ

ایران کې د صرافۍ بازارونه وتړل شول

وروسته له هغه چې  د ایرانی ریال قیمت   دامریکایي ډالر په مقابل کې  ترټولو ټیټي کچې ته راوغورځیده او دیوه ډالر بیه  ۳۵۰۰  ایراني ریاله شوه ، ایراني صرافانو او مالي مسؤلینو په مالي بحران  دکنټرول لپاره  دوروستۍ هڅې په دود په وټه  ( صرافۍ ) بندیز ولګاوه .

په ایران کې صرافانو  رسنیو ته ویلي ، چې بحران خورا پیچلی دی ، د طلا  او ډالر نرخونه مشخص نه دي او هره شیبه  په نا اټکله توګه  ښکته پورته کیدلای شي  ، له همدې امله یې ترنامعلومې نیټه  دصرافۍ بازار ونه تړلی دی .

ویل کیږي چې  ایران ریال دتیرکال په پرتله  دامریکایي ډالر په مقابل کې  دری برابره بي ارزښته شوی ، په ایران کې ددې مالي بحران لوی عامل ددې دهیوادپه نفتي صادراتو بندیز بلل کیږي  ، دغه راز  په ایرانی توکو او بانکونو باندې نړیوال بندیزونه هم ددې لامل شوی چي ددې هیواد سکه بي ارزښته کړي .

په داسې حال کې چې په ایران کې دصرافي رسمي مارکيتونه تړل شوي دي ، دپیسو دلالانو ته  لاره خلاصه شوې ترڅو له دې مالي بحراني حالت نه په استفاده ، ډیره ګټه ترلاسه کړي ، بي بي سي وایي چې دپیسو دلالان په  کوڅو او عامه بازارانو کې ګرځي او پیسي اخلي او خرڅوي  .

باید وویل شي  چې په تیر کې په افغانستان کې هم  داسې کړکیچن مالي بحرانونه رامنځته شول چې افغانۍ به په نااټکله توګه  ښکته او پورته تلې ، دپروفیسیور صبغت الله مجددي په دوران کې دپیسو په همداسې  یوه  ډراماټیک  بحران کې ډير صرافان دپولۍ ټک ته کیناستل  خو ځیني نور په کې ناڅاپه مالداران شول  .

ایرانی دولت تراوسه  ددې مالي بحران په اړه کومه مشخصه حل لاره نه ده وړاندیز کړې ، چې له همدې امله له سختو ولسي اعتراضونو سره مخامخ دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x