ورزش

په یوه سخته لوبه کې پاکستان استرلیا ته په ۳۲منډو ماته ورکړه

دکولمبو په ښار کې ترسره کیدونکې دشل اوریزو لوبو په لړ کې نن دپاکستان او استرلیا ترمنځ لوبه ترسرشوه چې پاکستان په ۳۲منډو وګتله استرلیایی کپتان پچه وګټله خو پاکستان ته یې دلوبې پیل کولو دعوت ورکړ پاکستان لوبه پیل کړه او دشپږو لوبه غاړو په سوځولو سره یې استرلیا ته ۱۵۰ هدف وټاکه اسټرلیا لوبه پیل کړه خو په لومړی سر کې لا ترفشار لاندي وو ځکه پاکستاني لوبه غاړو نن ورځ دنورو وخت خلاف ډیره په زړه پوري لوبه وکړه او په ځانګړي ډول توپ ټولنه یې ډیره ښه وه، پاکستاني لوبغاړو سیداجمل درې حفیظ او حسن رضا دوه دوه استرلیایی لوبغاړي وسوځول ،

استرلیا داوو لوبغاړو په سوځولو یوازي  ۱۱۷ منډې جوړې  کړې  او له ټاکلي هدف نه ۳۲ منډې پاته  شو.

استرلیا دلوبی په بیللو سره بیاهم دښه رن ریټ په وجه په سیمی فاینل کې پاته دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x