fbpx

کندز: مشهور اربکی قومندان په تېښتې له آمو سینده پورې ووت

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې په کندز ولایت کې د طالبانو بریدونو او پرمختګونو زور اخیستی، د دې ولایت په هغو اربکي قومندانانو کې وېره خپره شوې چې ولسي خلک یې د طالب په نامه ځورولي او شکنجه کړي.nabi_gechi

د کندز ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ مشهور اربکی قومندان چې تر ۴۰۰ زیاتې شخصي ملیشې یې لرلې، اوس په تکي تنها ډول له سیمې تښتېدلی. نن ټکی اسیا ته د رارسیدلو معلوماتو پر اساس، د طالبانو په لاس د قلعه ذال ولسوالۍ د سقوط نه وروسته قومندان «نبي ګیچي» د آمو سیند څنډو ته پرتې سیمې پر لور وتښتېد، خو د طالبانو د تعقیب له وجې نوموړی له سینده پورې وتو ته اړ شو.

نن ټکی اسیا د قومندان «نبي ګیچي» د تېښتې مهال هغه انځورونه ترلاسه کړي چې نوموړی په کښتۍ کې په داسې حال کې له آمو سینده پورې اوزي چې د ستړیا او ستومانۍ نښې نښانې پرې ښکاري.

څه موده وړاندې قومندان نبي ګیچي خپلو ملیشو ته اعلان کړی و چې که ژوندی طالب یې ونیو، سل زره افغانۍ، د زخمي طالب پر سر دیرش زره افغانۍ او د وژل شوي طالب د جسد په راوړلو به شل زره افغانۍ ورکوي.

د قلعه ذال ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې قومندان ګیچي به د طالب په نامه ځورول او د رنګارنګ پلمو او تهدید په زور یې ترې پیسې اخیستې.nabi_gechi1

نوموړي به له خلکو څخه په ودونو کې د نکاح پولې په نوم پیسې اخیستې. د سیمې اوسیدونکي وايي چې کله به د واده مراسم پیل شول قومندان نبي او ملیشه به یې له وسلو سره راغلل او د نکاح پولې په نوم یې له هرزوم څخه ۴۰۰۰ افغانۍ اخېستې.

نوموړي به د طالب په پلمه او د پیسو اخیستو په موخه د سیمې خلک ونیول او بیا به یې له ۶ څخه تر ۱۰ ساعتونو پورې په دیوال کښینولي وو او په پښو به یې ورته اووه منه وزن تړلی و، چې له کبله یې ډیر خلک د پښو په لا علاجه ناروغیو اخته شوي.

د وروستیو معلوماتو پر بنسټ، قومندان ګیچي دا مهال د آمو سیند پورې غاړه په «کلوخ تپې» کلي کې پټ دي او ګومان کیږي چې ښايي نوموړی د طالبانو د تعقیب له وېرې مزار شریف ته وتښتي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

ګیچی میچی خو هسی لکه د مردارو مچانو یا ګیدړانو ته ورته د نور او دوستم غاښورو ملحدینو او پلورل شوو څمڅی دی هغوی تر هغی جنګ کوی چه له هغو څه تر لاسه کوی او هغوی یی تر هغه نازوی چه د هغوی د حکومت او قدرت لرلو او کارولو هیلی ولری . دا چه هغوی او د هغو باداران تر اخری کچی بی هیلی شوی ، ( لکه داخله وزیر علومی چه ویل چه طالبان یواځی ولسوالی نیولی شی ولایتونو نیولو ته یی ډیر وخت پاته دی ) برخلاف د والایتونو نیولو ته ډیر وخت پاتی نه وو… نور لوستل »