افغانستان

طالبان: د کندوز فتحې د بهرنیانو د ناسمو اطلاعاتو دوکه بازي رسوا کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): طالبان وايي چې په دې وروستیو کې ددوی د جنګیالیو له اړخه د کندوز نیوني د افغان ولس هیلي را ژوندۍ کړې، او بل اړخ ته یې د اشغالګرو ځواکونه هک پک حیران کړل.

باید وویل شي چې طالبان د تیرو ۱۱ ورځو څخه د کندوز ولایت د مرکزي ښار په اکثریت سیمو کې واکمن دي او ویل کیږي چې تر اوسه یې له ښاره د دولتي ځواکونو څخه نیول شوي اکثره غنیمتونه له ښاره څخه نورو ولسوالیو ته انتقال کړي.

د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په کندوز د طالبانو د واکمني د ټینګېدو سمدستي وروسته عمومي عفوه اعلان کړه، او وې ویل چې دوی په انتقام اخیستلو باور نه لري.

طالبانو په خپل وروستۍ اونیزي تبصره کې ویلي، چې ددوی له خوا د کندوز نیوني د ناټو سازمان د مشرانو دروغجني څیرې رسوا کړې، ددوی خیانت او ناسمو اطلاعاتو دوکه بازي یې رسوا کړه.

د طالبانو په اونیزه تبصره کې راغلي: «د مجاهدینو دې سترې فتحې اشغالګر هک پک حیران کړل، د ناتو سازمان مشرانو د دروغژنو څېرو نه یې پرده پورته کړه، د خپلو خلکو سره یې د دوی خیانت او د ناسمو اطلاعاتو دوکه بازي رسوا کړه، د ایتلافي قواوو د بدي ماتي او ناکامۍ خبرونه یې د دوی د ولسونو تر غوږونو ورسول، د کابل کاواکه دوه سرې اداره یې هم له شرم او وارخطایۍ سره مخ کړه، ځکه له یوه لوري د کندوز ښار په زرګونو امنیتي ډالري او د پرديو ګټو ساتونکو وحشي ځواکونو د تیښتې لاره ونیوله، بل خوا د کندوز مسلمان او غیور ولس د مجاهدینو تود هرکلی وکړ.»

طالبانو ویلي چې د کابل اوسنۍ اداره هیڅ راز مشروعیت او محبوبیت په افغانستان کې نه لري، او مات شوی پوځ یې تل د اشغالګرو مرستو په تمه وي.
طالبانو په خپلي تبصرې کې په کندوز کې د امریکايي ځواکونو له خوا د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون باندي بمباریو ته هم اشاره کړې، او ویلي چي: «اشغالګرو د ړندو بمباریو له لاري وحشت ته مخه کړه، د ولسي خلکو کورونه او روغتونونه یې ړنګ کړل، ملکي خلک او ډاکتران یې په اور کباب کړل؟!!.»

په اونیزه تبصره کې راغلي چې دوی په کندوز کې خپل لویی اخلاقي وړتیا ولس ته څرګند کړ، د صبر او زغم څخه یې کار واخیست، د عمومي عفوې اعلان یې وکړ، او د ولس مال او عزت ساتنه یې وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبیر احمدي

الحمدلله !

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x