افغانستان

اشرف غني د څلورو نا امنه ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر اشرف غني د څلورو ولایاتونو لپاره چې په دې وروستیو کې په کښي امنیتي وضعیت د دولت له کنټروله وتلی، نوي والیان ټاکلي دي.

د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکي ادارې ویلي چې دغه والیان ددوی له خوا ارګ ته معرفي شوي وه، چې وروسته د ولسمشر اشرف غني له خوا تایید شول او په خپلو دندو باندي وګمارل شول.

د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د ویناپاڼي سره سم محمد یاسین ضیا د تخار ولایت د والي په حیث، ظاهر وحدت د سرپل، سید انور سعادت د فاریاب او عبد الستار بارز د بغلان ولایت لپاره د والیانو په حیث ټاکل شوي.

محمد یاسین ضیا ددې تر مخه د ملي امنیت درئیس د مرستیال په توګه دنده تر سره کړې، ظاهر وحدت د بلخ ولایت د مرستیال والي په توګه دنده اجراء کړې، او همداسي عبد الستار بارز د فاریاب ولایت د مرستیال په حیث دنده اجراء کړې، سید انور سعادت په ولسي جرګه کې د سرپل ولایت نماینده پاته شوی.

باید وویل شي چې د طالبانو په لاس د کندوز ولایت د مرکز په شمول په شمالي ولایتونو کې د ولسوالیو سقوط او د عسکرو تیښتي مرکزي دولت د وار خطائي سره مخ کړی او په عاجلو پریکړو یې لاس پوری کړی، تر څو د نورو ولایتونو دسقوط د مخنیوي لپاره هلي ځلي وکړي.

د کندوز پخوانی والي چې په خیانت او نورو تورونو متهم شو، له خپلي دندې وشړل شو، او پر ځای یې نوی والي وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

دا فاسدین خوشې خپل وخت ضایع کوي ! هغه دغلو معاونین اوس پخله دغلا په چوکۍ کشېنا ستل!
دوی به دوچنده غلا وې کوي!

الحاج استا ذ بیانزی

خبره دا مهمه ده چه :
دغه ولایتو ته خو طالبانو هم والیان په نښه کړی د چا والیان به ورته ژر ورځی ، که دغه څلور مخکی شی نو د تیښتی هیواد به یی هماغه وی کوم ته چه عمر صافی ( د قندوز مجترم والی صاحب ) وتښتید ، هغه والی چه ویل به یی چه چیری مو طالب ونیولو هماغلته یی اخری چاره وکړی . ، طالبان لا د قندوز نیولو مخکی دی یوه هفته مخکی تشتیدلی وو .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x