دیني، سیرت او تاریخ

مسيح دجال په استانبول کې دی (لومړی برخه)

istambolد پیل خبرې:
په دې برخه کې د اسلامي سرچینو له مخې د دجال د ځای په اړه بحث کوم. دده د ځای په اړه خپل بحث د رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو اصحابي تمیم الداري رضی الله عنه د سترګو لیدلي حال څخه پيلوم چې د حضرت فاطمه بنت قیس رضی الله عنها له خولې را نقل شوی دی. دغه مبارک حدیث ډير مشهور دی او د صحيح مسلم تر څنګ په یو لړ نورو کره سرچینو کې هم رانقل شوی دی خو زه د صحیح مسلم عبارت را اخلم. وروسته بيا هغه جزياتو نه ننوزم چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم په پوره تفصيل د دجال د ځای، د هغه د حرکت، د راوتلو وخت او راوتلو د ځای په اړه ورکړي دي او دامسئله موږه هغه ځای ته بیايي چیرته چې دجال هماغسې پرځای دی څنګه چې تمیم الداري رضی الله عنه لیدلی وو، خو توپیر يې دادی چې زموږ په پېر کې ټولې هغه نښې او شرایط برابر شوي دي چې د نبوي لارښونو ته په پام سره د دجال له راوتلو وړاندې باید تر سترګو شي.

همداراز په يوه بله برخه کې چې له دې وروسته به خپره شي د یهودانو له نظره به د دجال ځای وڅيړم چې دوی خپل مسیحا چيرته لټوي او دوی خو په دې وروستيو کې دا اعتراف هم کوي چې مسیحا يې راغلی دی خو نړۍ لا نه پيژني او دوی لګيا دي پر ټوله نړۍ ګرځي چې په تدريجي ډول يې نړۍ ته راوباسي. نو له دې معلومیږي چې نوموړی راوتلی او یوه داسې تګلاره يې غوره کړې ده چې له هرې مذهبي او نا مذهبي ډلې سره د دوی له دود سره سم وړاندې ځي چې خپله اصلي څيره تر هغه وخته له خلکو پټه کړي چې په نړۍ کې يې د څلويښت ورځني سير وخت راورسيږي. د دې مسئلې بيلابيلې برخې مو له اړتیا سره سم په بیلابیلو برخو کې څيړلې دي. خو تمیم الداري رضی الله عنه چې څه ډول لیدلی وو، په هغه وخت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا له مخې په يوه ټاپووزمه کې پر ځنځیرونو تړلی وو چې د الجساسة يا جاسوسو شیطانانو له خوا يې د ګردې نړۍ او په تيره بيا په منځني ختیځ او عربي نړۍ کې د رامنځته کيدونکو حالاتو معلومات ترلاسه کول او په څنګ کې لکه چې حضرت تمیم الداري رضی الله عنه يې نکل کوي د لمر پريوتو پر مهال په عبادت خانه کې پر عبادت بوخت و چې ښايي د شیطان عبادت به يې کاوه.

دجال داسې  یوه فتنه خپروي چې د له منځه وړلو او وژلو لپاره يې د حضرت مریم علیها السلام زوی حضرت عیسی علیه السلام د الله پاک په امر یو ځل بیا مځکې ته راښکته کیږي او د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د يوه امتي په توګه د مسلمانانو زعامت پر غاړه اخلي او د دجال په وژلو بریالی کیږي. په دې توګه الله تعالی له مسلمانانو سره مرسته کوي او د دجال فتنو ته د پای ټکی کیښودل کبږي او يو اسلامي خلافت پر ټوله نړۍ حاکميږي.
د دجال فتنه دومره ستره ده چې هر پیغمبر علیه السلام چې راليږل شوی دی خپل امت يې د دجال له فتنې څخه ویرولی دی.

ددې بحث پاته برخه په لاندي (PDF) فایل کي چي د نن ټکی آسیا په ډاونلوډ پاڼه کي هم پروت دی، کښته کولای شئ، د لاندي لینک څخه:

icon مسيح دجال په استانبول کې دی (1.86 MB)

 

که د PDF پروګرام کمپیوټر کي نه لرئ، د لاندي لینک څخه یې کښته کولای شئ:

http://get.adobe.com/reader/

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x