نظــر

د کندوز پر هسپتال بمبار: امریکا په تېرو پنځو ورځو کښې پنځه ځلې کیسه بدله کړه

له رسنیو څخه، پرته له لاسوهني – اسدالله مبارز

د اکتوبر دریمه

په افغانستان کښې د امریکایې ځواکونو ویاند کلونل برین ټرابس

(امریکایې ځواکونو په ډیري میړانې سره د شپې په ۲:۱۵ بجو د کندوز په ولایت کښې د هغو کسانو پر خلاف د AC-130 ګنشف الوتکي په واسطه هوایې بمباري وکړه چې امریکایې او ناټو ځواکونه یې تهدید کړي وو ددې تر څنګ په بمبار کښې په تصادفي ډول د بې پولي هسپتال هم په نښه شوی دی)

د امریکا ولسمشر بارک اوباما

(په کندوز ولایت کښې د امریکایې ځواکونو له لوري د بې پولي هسپتال په نښه کول په تېرو څوارلسو کلونو کښې له درده ډک او بدتر خبر دی)

د اکتوبر څلورمه

په افغانستان کښې د امریکایې ځواکونو ویاند کلونل برین ټرابس

(امريکایې ځواکونو د شپې په ۲:۱۵ بجو په کندوز ولایت کښې د یاغیانو پر خلاف هوایې بمباري وکړه کومو چې مستقیماً په امریکایې ځواکونو برید کول غوښتل، زمونږ په هوایې بمبار کښې د هدف تر څیرمه بې پولې هسپتال هم په تصادفي ډول لګیدلی)

د اکتوبر پنځمه

جنرال کیمپبل، افغانستان کښې د امریکایې او ناټو ځواکونو قومندان

د اکتوبر په دریمه د کندوز ولایت په هوایې بمبارۍ کښې مونږ ته افغان ځواکونو د ولایت د بېرته نیولو په خاطر مشوره راکړي وه چې کوم ځایونه په نښه کړو، د هوایې برید له امله طالبانو ولایت پریښود او ډیرۍ ځایې خلک په تصادفې ډول د برید ښکار شول، زمونږ لومړي معلومات له اوسنیو معلوماتو سره متفاوت دي چې د برید پړه مو په خپله غاړه اخیستي وه)

د اکتوبر شپږمه

جنرال کیمپبل، افغانستان کښې د امریکایې او ناټو ځواکونو قومندان

د امریکا د کړنلاري سره سم مونږ د ځمکي له لاري پر برید ټینګار کول هماغه وو چې زمونږ یوي ځانګړي قطعي هم پکې برخه اخیستي وه حال دا چې افغان ځواکونو راڅخه د هوایې بمبارۍ غوښتنه هم کړي وه، برید کښې د بې پولي هسپتال هم په نښه شوی دی چې د لسو ډاکټرانو او دریو ماشومانو په شمول ۲۲ کسان پکې مړه شوي دي)

د اکتوبر اوومه
جنرال کیمپبل، په کندوز کې د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون د بمبارۍ پریکړه د امریکا د ځواکونو په مرکزي قومندانۍ کې شوې وه، امریکا په قصدي ډول روغتونونه نه په نښه کوي. د پيښي د څیړني په موخه تحقیقات روان دي.

د اکتوبر اتمه

که څه هم اشرف غني د بخښني غوښتني او یا داسي غلطي د نه تکرارولو غوښتنه له امریکا څخه نه ده کړې، خو بیا هم د امریکا ولسمشر باراک اوباما د ولسمشر اشرف غني څخه بخښنه وغوښتل. او د نه تکرار وعده یې وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x