افغانستان

په شمال کې د وروستیو پېښو په تړاو د بهرنیو اډو پر ضد د ملي يووالي جبهې اعلامیه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یو والي جبهې نن د کابل په ښار کې د یوه خبري کانفرانس جوړولو وروسته د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل چې د ګډحکومت د تشکېل وروسته په هیواد کې نا امني په بې ساري ډول زیاته شوې، او د سولي بهیر ټکنی شوی دی.

د دغه جبهې د اعلامیې سره سم پخواني او اوسني حکومت دا ادعا کول چې افغانستان ته سوله یوازي د افغانانو په رهبري سره راتلای شي، خو د خپلو وعدو په خلاف یې د سولي بهیر پاکستان ته وسپاره، د چین په اورومچي او د پاکستان په اسلام اباد کې د مشکوکو کسانو سره بې ګټي مذاکرات وکړل او له ماتي سره مخامخ شول.

په ورته وخت کې دغه جبهې د کندوز په ولایت کې په جګړه بوختو ټولو اطرافو باندي غږ کړی چې د ولسي وګړو ژوند خوندي کړي، د ړندو بمباریو او ړندو ډزو څخه دي لاس واخلي، دوی همدا راز زیاته کړې چې باید د کندوز اوسیدونکي پرېښودل شي چې د جګړو له ساحو څخه لیري خوندي سیمو ته ځان وباسي.

د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یو والي جبهې له لوري نن ټکی آسیا ته را لیږل شوې اعلامیه په لاندي ډول ده:

په شمال کې د وروستیو پېښو په تړاو د بهرنیو اډو پر ضد د ملي يووالي جبهې اعلامیه

نېټه
۱۶ تله ۱۳۹۴ / ۸ اکټوبر ۲۰۱۵

د ۲۰۰۱م کال په وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو په مرسته په هېواد کې نوی نظام رامنځته شو، چې په افغانستان کې يې د سولې او امنیت په اړه ډېرې ژمنې وکړې؛ مګر نن له څوارلسو کلونو وروسته هغه ژمنې پلې نه شوې. له امریکا او ناټو سره د امنیتي تړونونو لاسلیک د دې پر ځای چې په هېواد کې د امنیت د ستونزې حل وي، د سولې پر لار یې نور خنډونه هم رامنځ ته کړل.

د بهرنیو اډو پر ضد د ملي يووالي جبهې له خپل تاسیس راهیسې تیاری ښودلی و چې له خپل وس او توان سره سم، تیاره ده چې د بهرنیانو له لاسوهنې لرې، په هېواد کې د بین الافغاني خبرو اترو او د جوړجاړي د فضا رامنځ ته کولو په هیله د ښکېلو اړخونو ترمنځ د یوه ناپېيلي منځګړي په توګه رول ولوبوي؛ مګر پخواني او اوسني حکومت، دواړو ادعا کوله چې سوله به د افغانانو په رهبرۍ ترلاسه کېږي، په عمل کې يې د مذاکراتو مشري پاکستان ته وسپارله. په تېره بیا د ملي يووالي حکومت چې ارومچي او اسلام اباد ته څېرمه مري کې له مشکوکو او بې ګټې مذاکراتو له دوو دورونو وروسته د خپل سلف په څېر په دغه ډګر کې له ماتې سره مخامخ شو.

د ۱۳۹۴ل کال له پيله، د “ملي يووالي” په نامه د ایتلافي حکومت له رامنځ ته کېدو سره، په شمال کې ناامنۍ په بې سارې ډول زیاتې شوې او د افغانستان په ختیځ کې د نوو ډلو راپورته کېدا د سولې اړتیا تر پخوا زیاته کړه؛ مګر د دې حکومت مشران په دې کشمکشونو کې اخته وو چې د حکومت، ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون او برېښنايي پېژندپاڼو پر څوکیو خپل کسان وګوماري او سوله یې د پاکستاني چارواکیو رحم و کرم ته وسپارله.

جګړه د هرې ورځې په تېرېدو سره سختېږي او پېچلې کېږي. د کندوز جګړې ډېری تلفات ملکي وګړي دي او زرګونه کسان یې اړ ويستي چې کډوالۍ ته مخه کړي. د جګړې ښکېل اړخونه د غیرنظامیانو ځان ته پاملرنه نه کوي، چې په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمبارد یې ښه بېلګه ده. ښايي ټول اړخونه په دې جګړه کې د جنګي او بشریت ضد جنایتونه مخنیوی وکړي.

موږ غوښتنه کوو چې ښکېل اړخونه داسې شرایط رامنځ ته کړي چې په جګړه کې ګیر پاتې غیرنظامیان خوندي ځایونو ته ولېږدول شي، د قربانیانو د جسدونو خاورو ته سپارلو فرصت ورکړل شي او ټپیان روغتیايي مرستو ته لاسرسی ومومي. دواړه غاړې، په تېره بهرني ځواکونه باید په دې جګړه کې د غیرنظامیانو ځان خوندي ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي.

د جګړې یو له بدو اغېزو داسې هڅې دي چې توکمیز او ژبني تاوتریخوالي ته لمن وهل کېږي. دا هغه پروګرام و چې د ډاکټر نجیب د حکومت په وروستیو میاشتو کې ترسره شو او زموږ هېواد یې د کورنۍ جګړې ګړنګ ته ورټېل واهه. دا تجربه ښايي تکرار نه شي.

موږ ټینګار کوو، چې طالبان پښتنو پورې تړل او ملت د پښتنو او غیرپښتنو پر دوو جبهو وېشل که له یوې خوا له حقایقو سره په ټکر کې دی، له بلې خوا دغه وړ تمایلاتو ته لمن وهل د ملي يووالي پر ضد او د هېچا په ګټه نه دي.

د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهه په افغانستان کې په جګړه کې د توکمیزو او ژبنیو مسئلو مطرح کول، د دې خونړۍ جګړې د دوام او د سولې د هڅو پر ضد ګڼي او په کلکو ټکو یې غندي. موږ له افغان ولس څخه غواړو چې خپل یووالی وساتي او د هېواد د دښمنانو له خوا د دغه وړ دسیسو په تړاو ويښ واوسي او خپل غږ له جګړې سره د مخالفت او د سولې په دفاع کې اوچت کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر عبدالحی نیازی

د لویی جرګې د جوړیدو په لور د ګډحکومت دجوړیدو وروسته په هیواد کې نا امني په بې ساري ډول زیاته شوې، او د سولي بهیر ټکنی شوی دی . نن داناشونې ښکاری چې ګډحکومت د افغانانو په سیاسي ، ټولنيز او اقتصادي ژوند کې په ژوره توګه سمون او بدلون راوړي او په افغانستان کې سوله او امنیت ټنګ کړي . نو افغانانو لره په کار ده چې لویی جرګې له لارې د یو نوی موقتې حکومت د جوړیدو به فکر کې شي. د شمال تلوالې ملیشیی دا ګد حکومت ټینګولې نشي دا ملیشیی نور سیاسی حساسیتونه راپاروي او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x