نظــر

(Nursing home) غرب زده ګان غربي کلتور تکمیلوي

afghan eldersپه دې وروستیو کې رسنیو راپور ورکړی چې دکرزي درژیم دسرې میاشتې چارواکو اعلان کړی چې په کابل کې دافغان سپین روبو او سپین سرو ( بوډاګانو او بوډیو ښځو ) لپاره د اوسیدنې یو ځای جوړوي ، ترڅو ددوی په ژبه دافغان  عمرخوړلیو عزت په کې خوندي شي .

دوی دغې پلان شوې ودانۍ ته د ( مشرانو کور ) نوم ورکړی دی ،  چې  په اوریدلو کې دښه جالب او عزتمن نامه خوند کوي .

خو ددې پروژې عنوان که هرڅومره  شرین او دروند دی ،  هدف او محتوا یې خورا ناولي  او غیرافغاني دي چې زموږ  دمسلمان اولس له  ارزښتونو سره  په هیڅ ډول اړخ نه لګوي .

په اصل کې د ( بوډاګانو کور  یا  Nursing home ) یو غربي رواج دی ، چې له بنسټه له ټولو اسلامي او افغاني اساساتو سره په ټکر کې دی ، په لویديځ کې چې ښځینه یا نارینه سپین ږیري شي ، نو خپل زامن او لمسیان یې ددې په ځای چې د پلار توب ا و مورولۍ  حق ورپه ځای کړي او دضعف په حالت کې یې خدمت وکړي ، یو اضافه داوږو بار یي بولي ، او دساتنې مسؤلیت یې په غاړه نه اخلي ،  له همدې  امله سپین ږیري او سپين سرې  د بوډاتوب په حالت کې  همدې مراکزو ته پناه وروړي او دژوند وروستۍ شپې خورا د تنګدستۍ ، پردیسۍ او ذلت  په حالت کې په همدې مراکزو ( دبوډاګانو کور ) کې تیروي .

افغان واکمن غرب زده ګان چې ډیره موده له خپل سپیڅلي اسلامي او افغاني کلتور څخه لرې پاته شوي ، اوس یې اراده کړې چې دلته هم غربي ارزښتونه  قدم په قدم رواج او پیاده کړي ، دوی چې په خبرو کې مسنون سلام په  ( سهار په خیر ) باندې اړولی ، دواټ دسر رپ او جاز  کنسرتونو ته  یې رواج ورکړی ، دښځو او نارینه وو لپاره یې بیلابیل دموسیقۍ او خوشګزرانۍ  تالارونه  جوړ کړي ، اوس یې دادی وروستي پاته غربي رواج  ( دبوډاګانو کور ) هم راڅرګند کړ ، ترڅو یې په افغانانو وتپي .

غرب زده ګان له دې ناخبره دي ، چې په مؤمنو افغانانو باندې خپلې درانه والدین  داسې پیټی نه دي لکه په بې  تهذیبه او لچرو  غربیانو ،  افغانان دخپلو والدینو ژوند او خدمت دالله تعالی له نعمتونو څخه ستر نعمت بولي ،مؤمن  افغانان دخپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم  دارشاد په مقتضی د الله تعالی رضا  دخپلو والدینو په رضاء کې لټوي ، دمؤمنو افغانانو په باور  جنت  دمور ترقدمونو لاندې دی ، او دموراو پلار  دعاء د هر مرض دوا بولي .

 چې په داسې حال کې به هیڅ مؤمن افغان هم دې ته حاضر نه شي چې دضعف په حالت کې خپل مور او پلار له ځانه جلا کړی او دکفر په راشن چلیدونکي پالنځای ته یې وروسپاري .

افغان غرب زده ګان داغربي رواج په داسې حال کې افغانستان ته راوړي  ، چې اوس په ټوله نړۍ کې دا کلتور یو ناکام او فضیحت بار کلتور بلل کیږي ، چې سپین ږیرو ته هوسایي نه بلکې یو عالم بدني او روحي مشکلات او امراض ورپیښوي  ،  په داسې حالت کې سپین ږیري  دتنهايي او بې غمخوارۍ احساس کوي ، خپل قریبان او دوستان نلري چې سات یې ورسره تیر شي ، او له همدې امله له یوعالم تشویشونو او روحی مشکلاتو سره مخامخ وي  .

خو له دې ټولو ستونزو سره سره چې غرب زده ګان دغربي مسخره ارزښتونو پلي کولو ته اړم  دي  معلومیږي چې دوی بله هیڅ موخه نه لري پرته له دې چې خپله ورسپارل شوې وظیفه  ( دغربي کلتور انتقال ) سرته ورسوي ، دوی بایدپه دې باور ولري چې داسې هڅې له دې پخوا هم شوې دې ، خو داډول پردۍ مردارې خټې کله هم دافغانانو په دیوال نه دي سریښ شوي نو ځکه دې له دې کښت څخه  دحاصل تمه نه کوي  .

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x