ټکنالوژي

د مایکروسافټ سمارټ فونونه د دسمبر په میاشت وینډوز ۱۰ ته اپګریډ کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۶مه ۱۳۹۴ل): که څه هم د مایکروسافټ کمپنۍ نوي سمارټ فونونه لومیا ۹۵۰ (Lumia 950) او لومیا ۹۵۰ ایکس ایل (Lumia 950 XL) او همداراز لومیا ۵۵۰ (Lumia 550) به راتلوونکی میاشت له وینډوز ۱۰ سره کاروونکو ته وړاندې شي خو د دغې کمپنۍ پخواني سمارټ فونونه به د دسمبر په میاشت وینډوز ۱۰ ته اپګریډ شي.

که غواړئ خپل وینډوز فون د مایکروسافټ وروستۍ اپریټنګ سیسټم یعني وینډوز ۱۰ ته اپګریډ کړئ نو باید د دسمبر تر میاشتې صبر وکړئ. د مایکروسافټ کمپنۍ په رسمي ډول اعلان وکړ چې د دغې کمپنۍ پخواني سمارټ فونونه به د دسمبر په میاشت وینډوز ۱۰ ته اپګریډ شي.

د مایکروسافټ کمپنۍ دغه څرګندونې خپل رسمي پاڼې کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې کله به لومیا ۹۴۰ (Lumia 940) او لومیا ۹۴۰ ایکس ایل (Lumia 940 XL) وینډوز ۱۰ ته اپګریډ شي وکړې.

مایکروسافټ کمپنۍ اعلان کړی چې له وینډوز ۸.۱ (Windows 8.1) څخه وینډوز ۱۰ (Windows 10) ته اپګریډ کیدلو لپاره لږ تر لږه ۸ ګیګابایټه فایل ثبتونې وړتیا ته اړتیا ده. له دې څخه معلومیږي چې لومیا ۵۳۰ (Lumia 530) وینډوز ۱۰ ته د اپګریډ کیدو وړتیا نه لري.

هیره دې نه وي چې وینډوز ۱۰ د مایکروسافټ کمپنۍ وروستی اپریټنګ سیسټم دی او دغې کمپنۍ اعلان کړی چې له دې څخه وروسته نور اپریټنګ سیسټم بازار ته نه وړاندې کوي.

د کمپیوټر او لیپ ټاپ په برخه کې د مایکروسافټ کمپنۍ دغه اپریټنګ سیسټم د کاروونکو له تود هرکلی سره مخ شوی خو د وینډوز فون کاروونکي باید د دغې اپریټنګ سیسټم ښکته کولو لپاره دوه میاشتې نور هم صبر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x