نظــر

د دوستم یو ناڅاپي مريضي په پخوانۍ شمالي ټلواله کې وېره خپره کړې

لیکوال: نور رښتیاپال

له ارګ څخه د یوې باوري سرچينې د معلوماتو له مخې دوستم اوس مهال په هند کې تر تداوي لاندې ده ، ویل کيږي نوموړي ته د کندوز له نيولو دمخه یو ناڅاپه سخته مریضي پېښه شوې، دغه مريضي د جلد یا پوستکي ناروغي ده ، ویل کيږي دنوموړي په پوستکي یو ناڅاپه سرې لړمۍ راوختلې چې اول د علاج لپاره ترکې ته ولاړ او بیا له ترکې څخه هند ته تللی .

د دوستم په پلويانو او د پخواني شمالي ټلوالې په مشرانو کې داسې ګنګوسه ده چې نوموړي ته په ارګ کې شاید کوم ډول پرمختللي زهر ورکړل شوي وي ، ویل کیږي د نوموړي ناروغي خطرناکه ده او بدن يې سرو لړميو دومره نیولی چې آن جامې هم نشي په تن کولای.

دیادونې وړ ده چې د پخواني ولس مشر د لومړي مرستيال مارشال قسیم فهيم مرګ هم تراوسه د پخوانۍ شمالي ټلوالې چارواکي عادي او طبعي مرګ نه تسليموي ، بلکه قوي شک لري چې د پرمختللو زهرو په توسط وژل شوی .

دوستم ته مريضي داسې مهال پيښيږي چې خپله اشرف غني هم د ځيګر ، معدې او په مثانه کې د پرستداد د غدې له التهاب یا پړسوب نه کړيږي او څو ځله يې حالت ډیر وخيم شو .

د دوستم د مريضي خبر سرچينې په داسې حال کې ورکوي چې د طالبانو په لاس د کندوز له سقوط راپه دې خوا په رسنيو کې د جنرال دوستم کوم غبرګون مخ ته نه ده راغلی . او داناشونې ده چې د کندوز په څېر د يوې لويې پېښې په اړه دې دوستم کوم غبرګون ونه ښيي او چوپه خوله دې پاته شي .

یوه بله سرچينه زياتوي چې د شمالي ټلوالې مشران داسې فکر کوي چې ښايي دوستم ته زهر د سي آی اې په اشاره د حنيف اتمر په مشرۍ د سي آی اې د افغاني ټيم له لوري د دې لپاره ورکړل شوي وي چې په راتلونکې کې د کومې پېښې په صورت کې واک ته د ده د رسېدو مخه ونيسي .

خو د استخباراتي چارو کار پوهان بیا په دې باور دي چې دوستم ته که په رښتيا زهر ورکول شوي وي دابه د امريکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې له لوري وي ځکه امريکا وروسته له هغې چې له روسانو سره یې د اوکراین او سوريې په سر اړیکې خرابې شوې په افغانستان کې يې هم د هغو خواوو د ځواک او زور په کمزوري کولو اوله سياسي صحنې څخه د دوی په شړلو پام راټول ده کوم چې له روسانو سره نږدې اړيکې لري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نور

هم دا اوس دلغمان ولایت دالینگار ولسوالی و پړوایی په سیمه کی د طالبانو او دولتی عسکرو تر مینځ دیر شدید چګړه روان دی او دری کسان مړ شویدی.

Gul

دلته په غرب كى راسنيو ليكلى وه چى قاتل دوستم چيچنيا ته تللى او دچيچنيا له جمهور ريس سره يي كتلى ، مگر دخبرو اجندا يي معلومه نده.

ساپي

درنوليدونكوپه سلامونوموهركلي كوم . داتيرتاريخ په رڼوټكوليكلي اودپښتومتل يي په ځان كي رانغښتي دي چي : پردي كټ ترنيموشپووي . په نړئ كي ډيرې بيلگي لروكه چيرته دلنډتاريخ پاڼي راواړواودايران دپاچا رضاشاه نه يي راشروع كړاوپه كارمل يي ودرونوغوړچاڼ يي روښانه دي چي امريكايانودرضاشاه مړي ته پخپله خاوره كي اجازه ورنه كړاوهم دهغوپه څير روسانوخپل هغه نازولي ببرك كارمل ته چي كومي به په هغه چغواوناروچي ويل به يي :اتحادشوراها،شوروي كبير……….اونور. ړومبي يي دقدرت څخه ليري كړاوبيا كله چي ناروغه شودويزي دوركولويي ډډه وكړه اودهمغي ناروغئ له كبله ومړ. اوس راگرزم اصلي مطلب ته دغه گوډاگيان چي امريكايانودقدرت په گدئ… نور لوستل »

عمروردګ

هاغه د یاسر صاحب رحمه الله له خولی نه مو حدیث شریف ندی اوریدلی چی مفتی ایساف ته وایی
څوک چې له ظالم سره همکاری الله همغه ظالم په ته باندی مسلط کوي

waheedullah

واه ماشاالله څومره په زړه پوری خبر دی الله پاک خو یی دی په خپل عذاب ګرفتار دا دی انسانانو قاتل چی په دی نړی خو لکه دوزخ لیدلی غوندی شی انشاالله .

الحاج استا ذ بیانزی

ساپی صاحب ، ډیره مننه ، تاسی هم د امریکا د رضاشاه او هم د روسانو د ببرک ښه مثالونه لیکلی ډیر می خوښ شول په هغو سربیره ، د ترکی مرګ د وفادار شاګرد په واسطه او بیا هماغه شاګرد روسانو لمړی په زهرو وپړساوو ، ددی د پاره چه ښه باوری شی بیا یی په توپو ټوټه ټوټه کړو . همدارنګه د ظاهرشاه بی وسی ( چه امریکا افغانستان ته راوستله ) مګر هغه ته یی یوآخی د پلار په خوا کی د یوه قبر ځای ایله ورکړو . اصل مطلب ، تر ټولو لمړی دغه غلامان چه… نور لوستل »

قاری حسیب

ورورونو ولی داسی گمان کوو چی دی مجریمینو ته زهر ورکړل شوی ولی مو دا یقین ندی جی دوی د الله په عذاب اخته شوی هغه عذاب چی تر دی مخکی یی نور و کفارو او ظالمانو ته ورکری لکه نمرود ابو جهل او داسی نور دوی بیشکه د الله په ګرفت واقع شوی او دیر ژر به ان شا الله ورسره هغه معامله وشی کوم چی تر دوی مخکنی ظالمانو شوی

امین کندهاری

بس خدای دی مردارکری. آمین

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x