نظــر

د پښتانه په کور کي جنګ دی

لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي
لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي

لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي

د ۱۳۵۷ کال د ثور د میاستی را هسی د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو او ولسواليو کی خلګ په بیلا بیلو نومونو وژل کیږی اوله وطنه څخه کډه کولو ته اړ کیږي هر نظام چی را غلی دی خلګو ته یی ویلی چی تا سی ته سوله، کار او ښه ژوند برا بروو، خو د وخت په تیر یدو سره نه کار وی نه ژوند او نه هم هغه وعدی چی سوی وی د عملی کیدو امکان دی ولری.

هر واکمن کوښښ کوی چی ولس یی ارام او حکومت یی پر قراروی خو کله نا کله داسی پیښی را منځ ته سی چی د خلګو فاصله د حکومت سره پیدا سی بیا نو هغه وی چی دولت د خلګو او خلګ له دولت سره اړیکی رالنډي کړي.

دولت فکر کوی چی سیسټم د کار نه دی ، راسی د سره پر سیسټم کار وکړو په نظام کی ښځو ته حق ور کړو، چی اصلاحات راسی ، بیا وایی چی ځوانانو ته به وزارت جوړ کړو بل ځای بیا وایی چی د نشيی توکو د مخنیوی په خاطر به یوه بله اداره یا وزا رت جور کړوخو مشکلات ورځ تر بلی زیاتیږی.

زه فکر کوم چی اصلا پښتون نا ارامه دی که یو پښتون پر ارامه وي، په اصل کي ۴ ښځی مطمین کیږی، چي (خور،لور،میرمن او مور) ده که یو ځوان پښتون بندی وی یا ورک وی یا معتاد وی نو ۴ ښځی دی نا ارامه کړی دی.

دولت ته په کار ده چی د خپلو خلګو د غوښتنی سره سم حرکت وکړي ځکه زموټولنه یوه ستنی ټولنه ده پر ملا ، ملک، خان او پیر باندی زما عام ولس ډیر باوری دی دا به ډیره مشکله خبره وی چی موږ یوشمیرخلګ چی ددوی تر اسارت لاندی دی دبی علمی بی کاری او له تمدون څخه د لیری والی له امله ځان له دې اسارت څخه خلاص کړي.

دا ټول ددی باعث کیږی چی زما خوار ولس سر ګر دانه او د بل د اهدافو په خاطر وجنګیږی خو دولت ته په کار ده چی د وخت سره سم د خپلو خلګو د غوښتونو سره یوځای حرکت وکړي، ترڅو هم مو خلک په ارام او هم مو حکومت هغه تبعی حرکت يه مخ بیولی وی، چي دوی يې غواړي.

ږموږ ښه په یاد دی چی د نور محمد تره کی فرمانونه ولی عملی نه سول ؟ داځکه چي زموږ خلګ ددغو فرمانونو عملي کیدو ته برابر نه وو.

د روسانو راتګ ته هم خلګ نه وه برابر همدا سبب ؤ، چي بیا ورسته دا کتر نجیب هر ډول د روغي جوړي خبري کولی خو خلګو غوږ نه پر نیوی.

د طالبانو کا میابی په دې کي وه چي ولس ور سره همږغی ؤ، داسمه ده، چي طالبانو بهر نی سیا ست نه وزده خو په دا خل کی یی خلک له ځانه ډیر خوشحاله کړي وو، د کرزی صاحب په نظام کی ټول خلګ سره را ټول سول ښه امنیت را غلی خو بهر نیانو د القاعدی په نا مه عام ولس او د طالب په نامه ډیر خلګ له ځانه خوابد ی کړل خو دولت نه سوای کولی چی دا ټول همږغی کړی اخر خلګ ناهیلي او خوابدي سول او ناراضه سول .

اوس هر څوک د حکومت د کړنو څخه شکا یت کوی یو نظام هلته کا میاب وی چی د خلګو په زړنو حکومت وکړۍ نه په سرونو، که ولس د حکومت سره یو ځای سی تا سی باور وکړی، چی دولت به کرار ناست وی خلګ به د نظام څخه د فاع کوی، لیکن اوس هره ورځ زما عسکر وژل کیږی ما مورمعلم، دولتی کار مند له منځه ځي خو خلګ کرار ناست دی.

له خوا بیا ددولت د مخالفیو په نا مه هر ورځ تر ۱۰۰ ډیر کسان وژل کیږی نه دولت سر خلاصوی چی دا ولی او نه هم ولس دا فکر کوی چی دا یو پښتون بچی مری چی د مرګ وروسته يې کونډه، یتم بی وسه پلاراو مور یی ددی دولت له غاړی وي.

فکر وکړئ، چی په بازار کی دادومره زیات فقیران څوک دی، یتمان څه کوی او بی وسه پلار مور شپه څنګه تیروی؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

هوکی په پاکستان کی هم پشتانه وزل کیژی .وزیریستان ته وګوری .وزیریستانیان یا وزیرقومونه هغه غیرتی قوم دی چه انګلسان یی تر اوسه له نوم څخه ویریژی .بنجابیان یی له ویری پخپل کور کی ناارامه دی .اما همداغیرتی قوم اوس دمجاهد په نامه له هری خوا ځپل کیژی اما هیچا دهغوی دحال پوشتنه ونکړه په افغانستان کی هم دامریکایانو او ړانده نامتحد حکومت لخوا صرف پشتانه وژل کیژی یا په یوه اوبل نامه سره له کوره اوله ژونده ایستل کیژی أه تعلیم او نورو څقه حقوقو څخه محرومیژی .طالبان هم چه زیاتره یی پشتانه دی خو په هر ځای کی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x