ټکنالوژي

د سامسنګ ګټه ۸۰ سلنه زیاته شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۶مه ۱۳۹۴ل): سامسنګ کمپنۍ خپل مالي فعالیت په اړه معلومات ورکولو سره وویل چې د دغې کمپنۍ ګټه په تیرو دریو میاشتو کې یعني جولایي، اګست او سپتمبر میاشتو کې ۷۹.۸ سلنه زیاته شوې.

سامسنګ کمپنۍ وویل چې د دغې کمپنۍ ګټه د جولايي څخه تر سپتمبر پورې ۶.۲۴ میلیاردو ډالرو ته رسیدلې کوم چې د تیر کال په پرته ۷۹.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ له ۲۰۱۴ زیږیدیز کال څخه وروسته د لومړی ځل لپاره د دغې کمپنۍ په ګټه کې دومره زیاتوالی لیدل شوی. د بلومبرګ د ټکنالوژي یو کارپوه لیکلی چې د تیرو اوو کلونو په اوږدو کې دا لومړی ځل دی چې د سامسنګ کمپنۍ دومره زیاته ګټه ترلاسه کوي.

د سامسنګ کمپنۍ ګټه په داسې حال کې د تیر کال په پرتله زیاتوالی ښيي چې د ټکنالوژي ځینو کارپوهانو په وینا د دغې کمپنۍ د ایس (S) لړۍ سمارټ فونونو خرڅلاو له خنډ سره مخ شوي او د سامسنګ کمپنۍ له همدې امله خپل د دغو سمارټ فونونو بیه ټیټه کړې.

یو له هغو لاملونو څخه چې د سامسنګ د کمپنۍ د زیاتو ګټو ترلاسه کولو لامل ګرځیدلی د نیمه هادي تولیداتو تولیدول دی. سامسنګ روان کال یو له هغو دوو کمپنیو څخه و چې د اپل په سمارټ فون کې کاریدوونکی اې ۹ (A9) نومې چیپونه تولیدول.

بلومبرګ په دې باور دی چې سامسنګ کمپنۍ توانیدلی یوازې د چیپونو د تولید له لارې ۳ میلیارده ډالره وګټي کوم چې د تیر کال په پرتله ۵۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ټکنالوژي برخې ځینو کارپوهانو په نظر د ایفون ۶ ایس (iPhone 6S) او ایفون ۶ ایس پلس (iPhone 6S Plus) غوره خرڅلاو هم له سامسنګ سره د ګټې ترلاسه کولو کې مرسته کړې ځکه چې د ایفون په دغو سمارټ فونونو کې د سامسنګ کمپنۍ جوړ شوي چیپونه کارول شوي.

د ټکنالوژي یو شمیر کارپوهانو په وینا د سامسنګ کپمنۍ دوه سمارټ فونونه ګیلیکسي ایس ۶ (Galaxy S6) او ګیلیکسي ایس ۶ ایج (Galaxy S6 Edge) هم وتوانیدل د زیات شمیر کاروونکو توجه جلب کړي او د دغې سمارټ فون د خرڅلاو څخه هم دغه کمپنۍ د نورو کلونو په پرتله ډیره زیاته ګټه ترلاسه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Qahir

دی سمسنګ معلومات په پره توګه غواړم او دی سمسنګ s6 agidمعلمات راکړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x