د ناټو مشر: زمونږ عسکرو په افغانستان کي مورال بایللی
نن ټکی آسیا: د ناټو عمومي منشي (راسموسن) نن د برتانوی رسنۍ سره په خبرو کي وویل چي د طالبانو وروستی استراتیژي زمونږ د عسکرو د مورال په کښته کولو کي کامیابه شول، او احتمال یې څرګند کړ چي کیدای شي دغه ځواکونه د افغانستان څخه تر ټاکلي مودې مخکي وایستل شي.
راسموسن د ګارډین ورځپاڼي څخه سره په مرکه کي ویلي: مونږ اوس څیړني پیل کړي، او کیدای شي پایله یې په راتلونکو درو میاشتو کي جوته شي، کیدای شي مونږ خپل د فوځونو په انتشار کي بدلون راولو، کیدای شي د هغوی د کار لپاره نوري لاري ولټوو، او حتی کیدای شي چي د افغانستان څخه یې وباسو، او شمېر یې کم کړو.
او زیاته یې کړه: د اوس څخه بیا تر کال 2014 پوري امنیتي وضعی ته په کتو سره د مختلفو پریکړو اعلان وکړو، کیدای شي د وخت تر مخه خپل عسکر د ځینو سیمو څخه وباسو، کیدای شي د یوه ځای څخه یې وباسو، او بل ځای ته یې انتقال کړو.
راسمون اعتراف وکړ چي د بهرنیو ځواکونو تر پنځوس زیات سرتیري چي د طالبانو سره د لاس یو کړيو افغاني عسکرو له خوا ووژل شول، د ناټو او افغاني ځواکونو تر منځ فاصله زیاته کړه، او د هغوی تر منځ یې علاقاتو ته ډیر زیان ورسوی.
راسموسن وویل چي داخلي بریدونه د طالبانو د استراتیژي یو جز دی، چي غواړي په دې توګه په غربي هیوادو کې دننه د جګړې خلاف د عامو خلګو احساسات را وپاروي، او په هغوی کې د جګړې ضد شعور تقویه کړي.
راسموسن د خپل قناعت له مخي وویل چي د افغانستان څخه به د ناټو د ځواکونو ایستل په دې مانا نه وي چي ګواکي د ناټو غړي هیوادونه د شکست له وجي یو تر بل مخکي پښي سپکوي.
که څه هم د ناټو ویاند د راسموسن ددې مرکې په اړه چي ګارډین ورځپاڼي نشر کړې، خپل په تبصره کې ویلي چي ناټو هیڅ پلان نه لري چي د کال 2014 تر مخه د افغانستان څخه خپل عسکر وباسي، خو هغه هم د راسموسن د قول په تایید سره ویلي چي دا ټول پلانونه د هري سیمي د امنیتي وضعیت سره ارتباط لري.