افغانستان

فاریاب: طالب ځواکونو د «خواجه موسی» ولسوالۍ ونیوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د هیواد په شمالي ولایت فاریاب کې د خواجه موسی ولسوالۍ سقوط کړی. نوموړې ولسوالۍ له تېرې ورځې راهیسې تر بریدونو لاندې وه چې نن د طالبانو لاس ته ولوېده.

طالبان تاییدوي چې نوموړې ولسوالۍ یې د دولت له واکه ایستلې او وايي چې د دوی ځواکونو د خواجه موسی ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او نورې ټولې سیمې په بشپړه توګه تر خپل واک لاندې راوستلي دي.

طالبانو په جګړه کې دولتي عسکرو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر هم ورکړی.

فاریاب یو له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبان په کې ځواکمن پوځي شتون لري. څه موده مخکې د فاریاب د ولایتي شورا رییس سید عبدالباقي هاشمي اندیښنه څرګنده کړې وه چې د فاریاب ټول ولایت د سقوط له ګواښ سره مخ دی. نوموړي مرکزي دولت په «دروغژنو وعدو» تورن کړ او ویې ویل چې «د دولت دروغو ولس بې باوره کړی، ممکن په راتلونکو ورځو کې ولسوالۍ یو پر بل پسې سقوط وکړي، چې بالآخره د ولایت مرکز به هم ورسره سقوط کوي».

ګډحکومت تر دې دمه د خواجه موسی ولسوالۍ د سقوط په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

د یو تازه ترلاسه شوي خبر له مخې شېبه وړاندې د فاریاب ولایت د «ګرزیوان» ولسوالۍ هم سقوط کړی او د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. په دې اړه د نورو جزئیاتو لپاره نن ټکی اسیا څارئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی

سلامونه

عبدالولی

دنن.تکی‏ ‏اسیا‏ ‏کار‏ ‏کونکواوکتونکو‏ ‏صادقانه‏ ‏سلامونه‏ ‏وراندی‏ ‏کوم‏ ‏زه‏ ‏عبدالولی‏ ‏وردگ‏ ‏په‏ ‏ایران‏ ‏کی‏ ‏مسافر‏ ‏یم‏ ‏گرانو‏ ‏هیواد‏ ‏والو‏ ‏الحمدلله‏ ‏مجاهدینو‏ ‏په‏ ‏دی‏ ‏ورستیو‏ ‏کی‏ ‏کامیابه‏ ‏عملیات‏ ‏وکرل‏ ‏شی‏ ‏لاسته‏ ‏راورنی‏ ‏یی‏ ‏درلودی‏ ‏‏ ‏داشرف‏ ‏غنی‏ ‏دفساد‏ ‏ایداره‏ ‏به‏ ‏انشاالله‏ ‏ورانیژی‏ ‏اسلامی‏ ‏امارت‏ ‏به‏ ‏کامیاب‏ ‏شی‏ ‏موژ‏ ‏دفساد‏ ‏حوکمت‏ ‏ن‏ ‏غوارو‏ ‏دادامریکی‏ ‏جور‏ ‏شوی‏ ‏حوک‏ ‏مت‏ ‏دی‏ ‏‏ ‏امیرالمؤمنین‏ ‏ملا‏ ‏اختر‏ ‏محمد‏ ‏منصو‏ ‏ر‏ ‏زنده‏ ‏باد‏ ‏

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x