ادبي لیکني

په شعر کې رديف راوړنه

durani ghazalد رومانتسيزم په مکتب کې يوازې د شعر مفهوم نوښت نه دی کړی، بلکه توريو هم ورسره د نوښت پړاوونه وهلي دي.

د پښتو ادب د کلاسيزم مخکښانو يوازې په شاعري کې معنوي ښکلاوې نه غوښتلې د توريو ښکلی اوډون هم ورته د پام وړ ؤ، خو معاصرې شاعرۍ که د معنويت له اړخه په ښه پراخه پېمانه کشفونې کړې دي او له فرديت جوړونې ټوليزو ارزښتونو ته ترجيح ورکړل شوې ده يوه نيمګړتيا چې کله ناکله ليدله کېږي دا ده چې د توريو ښايست له پامه غورځول شوی دی، داسې هم بايد ونه شې چې د شعرمانيز اړخ کمزوری کړو او يوازې پام توريو ته ور واړوو،موږ چې کله د کلاسيک ادب مطالعه کوو دې دواړو لوريو ته ښه پاملرنه شوې ده.

په اوسنۍ شاعري کې لانوې خبرې شته خو د شعر سلاست او يا د رديف راوړلو ته توجه په هغه انداز نه کېږي لکه څومره چې ضرور ده.

ډېر کله موږ اورېدلي چې ځينې وايي چې د کره کتنې يا د شاعري او ليکوالي په اړه تيوريکي بحثونو د ډېرو پنځونو مخه ډب کړې، خو دا خبره تر ډېره حده سمه نه ده، چېرته چې کره کتنه شته هلته هنرونه قوي دي، اپلاتون ويلي دي ” کوم څوک چې حقيقت پټوي هغه قاتل دی“.

زموږ موضوع په شعر کې رديف راوړنه ده، د پښتو ادب په اوسنۍ دوره کې د پخوا په پرتله د رديف کارول زيات شوي دي، چې د ښکلا پيدا کولو تر څنګ يې بدرنګۍ هم زېږولې دي.

په ننګرهار کې په ځينو بهيرونو کې چې کله ما ګډون کړی دی داسې ډېر غزلونه اورول کېږي چې له قافیې وروسته خورا اوږد رديف لري،چې ځينې خواږه او ځينې کاږه وي. اوس خبره دا ده چې که رديف کارونه سمه نه وي شوې او د نيم بيتي سره يې پخلاينه نه وي يوازې دا نه چې هنريت ته يې زيان اوړي بلکه سړی باالکل ستړی کوي.

رديف داسې نه دی چې يوازې يې سړی د بيت په پای پورې ور پينه کړي، د خوشال بابا، رحمان بابا او د هغوی د همعصرو په وخت کې (که څه هم زيات اشعار پکې په قافيه پای ته رسېدلي ؤ)هم د رديف راوړلو ته پام شوی ؤ لکه د رحمان بابا په دې کلام کې چې رديف يې مانا ته څومره شدت ور بښلی دی:

مخ د يار، شمس، و قمر، درې واړه يو دي

قد يې، سروه ، صنوبر، درې واړه يو دي

هغه دم چې سړی درومي له جهانه

تورې خاورې، سيم و، زر، درې واړه يو دي

غزا وشوه که ځان ستايې و رحمان ته

بې هنره، ګاو و، خر درې واړه يو دي

خوشال بابا رديف ته د نيم بيتي له نورې موضوع سره دومره مانيز ارتباط ورکړی چې تر هغو پورې سړی د بيت په مانا نه پوه کېږي څو يې رديف ونه لولي:

خوله مې غوښته له نګارې ، را يې نه کړه

په فرياد او په چغارې، را يې نه کړه

د يوې غمزې په تمه ورته ګورم

عمر تېر شو په دا لارې، رايې نه کړه

صبوري له جفا کاره ياره غواړم

را ځينې يې وکړې چارې، رايې نه کړه

په پورته شعرونو کې(درې واړه يو دي) او (رايې نه کړه) رديفونه دي چې د مانا تکميل پکې پروت دی.

د ښاغلي دروېش دُراني شاعري د خوږو رديفونو خزانه ده، هغه وايي:

زخم جوړ کاندي په زړه او بيا يې پرېږدي

وزر مات کړي د مرغه او بيا يې پرېږدي

خدای دې داسې څوک پيدا کړي، چې رقيب ته

کړي ور ماته په سوک خوله او بيا يې پرېږدي

زړه زاړه زخمونه پرېږدي نوي خپل کړي

بيا هغه کاندي زاړه او بيا يې پرېږدي

دلته (او بيا يې پرېږدي) د دې غزل رديف راوړل شوی چې هر ځل د نيم بيتي له تېرې خبري سره مستقيم تړاو لري.

که موږ د چا له شعره رديف حذف کړو او مانا يې نيمګړې شي دا رديف سم کارېدلی دی، خو که د رديف لرې کول اغېزه پرې ونه کړه نو مالومه ده چې خبره سمه نه ده.

داسې شعرونه به مو ليدلي چې کله يې کوم بيت تر رديفه را رسېږي مطلب يې پوره شي، بيا نو وروسته رديف هم په در وتپي.

دا ځکه چې رديف پخپله په همدې شاعر د وزن په زور ځان ورتپلی.

که مثلا د دروېش صيب د پورتني شعر له کوم بيته رديف لرې شي(په هغه صورت کې چې وزن په نظر کې ونه نيسو) نو مانا يې پوره ماتېږي.

په ځوانو شاعرانو کې د ډېرو اوږدو رديفونو شاعري جلال امرخېل کړې ده چې تر ډېره بريالی هم دی:

پاته شه شپه ده، دې کې سل رنګه خبرې راځي

ګوره! خطره ده، دې کې سل رنګه خبرې راځي

داسې به تل په نه خبر راسره سر نه نيسې

دا يارانه ده، دې کې سل رنګه خبرې راځي

په يوه ادبي خوځښت کې يو چا يو شعر واړندي کړ چې رديف يې(د خيرات په تمه) ؤ، په دې شعر کې رديف دومره بې تړاوه ؤ چې مخ کې به فرضاً که اسمان ؤ که ځمکه بيا به هم همدا رديف تکرارېده.

د استاد محمدصديق پسرلي صيب،دروېش دُراني صيب او پيرمحمدکاروان صيب شاعرۍ له پرېمانه او پر ځای رديفونو مالامالې دي.

دا ډول د ومان نيازي،مصطفی سالک، اجمل اند،عزيزمانيروال،سعدالله جان برق، سيدشاه سقيم، سيدشاه سعود، هجرت الله اختيار، جيلاني جلان، جلال امرخېل، مجيدالله قرار، هميم جلالزي او ځينې نورو په شعرونو کې هم ښايسته رديفونه ليدل کېږي.

رديف که شعر ښکلی کوي خورا توجه هم غواړي ځينې شاعران چې رديفونه يې کارولي، هغوی هم کله کله پکې پاته راغلي دي.

په دې موضوع ګمان کوم زياته څېړنه نه ده شوې هيله ده ځوان شاعران ورته ښه ځير شي.

ليکوال: نقيب احمدعزيزي

ننګرهارپوهنتون

۱۳۹۱-۷-۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x