افغانستان

د فارياب ګرزيوان ولسوالۍ هم طالبانو ونيوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۶مه، ۱۳۹۴ل):طالبانو د فارياب ولايت ګرزيوان ولسوالۍ او شاوخوا سيمې هم ونيولې.

راپورونه وايي، چې طالب جنګياليو نن د ولسوالۍ پر مرکز، امنيه قوماندانۍ او نورو اړوندو دولتي ودانيو پراخ ډله ييز بريدونه پيل کړل، چې تر مازديګره يې دوام وکړ او بالاخره دولتي ځواکونه د تازه دمو عسکرو د نه رارسېدو له امله د ولسوالۍ مرکز، امنيه قوماندانۍ او شاوخوا پراخې سيمې طالبانو ته پرېښودې.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی جنګياليو تېره ورځ د ګرزيوان ولسوالۍ تګاب ايشان بازار، ګنج، جر کلا او ګاوکي سيمې نيولې وې او او نن يې د خپل پرمختګ په ترڅ کې د ولسوالۍ مرکز، امنيه قوماندانۍ او شاوخوا سيمې هم ونيولې.

خبرپاڼه زياتوي، چې په دغه جګړه کې پنځه عسکر، وژل شوي او څلور نور ټپيان دي او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او نظامي وسايط هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

د ګرزيوان ولسوالۍ د سقوط خبر په داسې وخت کې ورکول کيږي، چې نن ماسپښين طالبانو د ياد ولايت خواجه موسی ستراتيژيکه ولسوالۍ هم په بشپړه توګه نيولې ده.

د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د ګډ حکومت د اول مشر اشرف غني لومړي مرستيال جنرال دوستم فارياب کې د طالبانو پر ضد د عملياتو اعلان کړی و او ګواښ يې کړی و، چې تر هغو به کابل ته ستون نه شي، تر څو يې چې فارياب او ټول شمال له طالبانو نه وي پاک کړی، مګر د څه مودې په تېرېدو څرګنده شوه، چې جنرال دوستم په خپل هوډ کې پاتې راغی، پيل شوي عمليات يې بې پايلې پرېښودل او کابل ته راستون شو.

د پېښو څارونکو وويل، چې طالبانو له دوستم سره تخنيکي جګړه وکړه، له ځينو سيمو ورته په شا شول او بيا يې په ډېر مهارت بېرته ونيولې.

فارياب يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې ګڼې سيمې يې د طالبانو په لاس کې دي، خلک خپلې دعوې او حقوقي مسايل د حکومتي قاضيانو پر ځای د طالبانو محکمو ته وروړي او پر هغوی يې حل و فصل کوي.

د فارياب ولايت چارواکي وايي، که مرکزي دولت ژر تر ژره فارياب ته بېړنۍ مرستې او نظامي تجهيزات راونه لېږي، نو کېدای شي دا ولايت هم د طالبانو له لوري سقوط وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

الحمدالله ، مبارکی ورته وایم ، زمونږ د ټولو دندی دوی تر سره کوی ، الله چ دی زمونږ د ټولو زور او وړتیا هم ور په برخه کړی ، زه باور لرم چه اخری بریاوی د دوی دی په دی شرط چه دوی رښتینی مومنان وی ، دا زما خبره نه د الله ج فرمان دی ( انتم الاعلون ان کنتم مومنین ) او دوی الحمدالله دغه د مومن بودن خصلیت ژوندی او ګړندی ساتلی ، نو بریاوی ضرور د دوی په اړخ دی ، مګر په النصر مبارکه سوره کی فرمایی چه کله د الله ج نصرت او… نور لوستل »

اتل

دغه په زړه پورې خبر او ورسره د استاذ بيانزي صیب خوندوره تبصره دواړه مې ولوستل الله تعالی دې د سنګر او قلم مجاهدين تل همداسې بريالي لري. مننه
او نن ټکي اسیا څخه هم مننه، له تازه خبرونو او حقایقو مو خبروي، او خپله خپلواکي او بې پرې توب يې ساتلی.

احمدزی لوګری

ډېره زیاته مننه کوم الله دې مجاهدین ژوندي لري
زنده باد اسلامي امارت

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x