شهید او شهادت (نهه دېرشمه برخه)

لیکوال: م. محمد نعیم

همدا روایت امام بیهقي په خپل کتاب ( دلائل النبوة ) کې دا ډول راوړی: ( حدثنا محمد بن عمر الواقدي ، عن شيوخه، في قصة عبد الله بن عمرو بن حرام، قالوا:  فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم يوم أحد : « ادفنوا عبد الله بن عمرو بن حرام ، وعمرو بن الجموح في قبر واحد »، ويقال : إنما أمر بذلك لما كان بينهما من الصفاء ، فقال : « ادفنوا هذين المتحابين في الدنيا في قبر واحد »، ويقال:  إنهما وجدا وقد مثل بهما كل المثل، فلم تعرف أبدانهما ، وكان عبد الله بن عمرو رجلا أحمر أصلع ليس بالطويل ، وكان عمرو بن الجموح رجلا طويلا ، فعرفا ، ودخل السيل  عليهما، وكان قبرهما مما يلي السيل، فحفر عنهما وعليهما نمرتان ، وعبد الله قد أصابه جرح في يده ، فيده على جرحه ، فأميطت  يده عن جرحه ، فانثعب الدم فردت إلى مكانها فسكن الدم، قال: جابر فرأيت أبي في حفرته فكأنه نائم ، فقيل له: أفرأيت أكفنته ؟ فقال : إنما دفن في نمرة خمر بها وجهه ، وعلى رجليه الحرمل ، فوجدنا النمرة كما هي ، والحرمل على رجليه على هيئته، وبين ذلك ست وأربعون سنة ، فشاورهم جابر في أن يطيب بمسك ، فأبى ذلك أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم. ويقال: إن معاوية لما أراد أن يجري الكظامة نادى مناديه بالمدينة: من كان له قتيل بأحد فليشهد، فخرج الناس إلى قتلاهم فوجدوهم رطابا يتثنون، فأصابت المسحاة رجل رجل منهم فانثعب دما، فقال أبو سعيد الخدري : لا ينكر بعد هذا منكر ، ووجد عبد الله بن عمرو ، وعمرو بن الجموح في قبر واحد، فحولا . وذلك أن القناة كانت تمر على قبرهما، ووجد خارجة بن زيد بن أبي زهير وسعد بن الربيع في قبر واحد ، فتركا. ولقد كانوا يحفرون التراب ، فحفروا نثرة من تراب ، ففاح عليهم ريح المسك )[1]

ژباړه: محمد بن عمر الواقدي[2] له خپلو شیوخو نه د عبد الله بن عمرو بن الحرام د کیسې په اړه وايي، چې هغوی ویلي: نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د احد په ورځ وویل: عبد الله بن عمرو بن حرام او عمرو بن الجموح په یوه قبر کې ښخ کړئ!

ویل کېږي رسول الله صلی الله علیه وسلم ځکه دا امر وکړ چې ددوی دواړو تر منځ ملګري وه، نو یې ویل: دا داوړه چې په دنیا کې یې مینه سره درلوده په یو قبر کې یو ځای ښخ کړئ! وايي دواړه د جګړې په ډګر کې په داسې حال کې موندل شوي وو چې پوره پوره مثله[3] شوي وو، له بدنونو څخه نه پېژندل کېدل، عبد الله بن عمرو سور او سخر سړی و، لوړ نه و، او عمرو بن الجموح لوړ سړی و، نو له همدې نه سره وپېژندل شول، ددوی په قبر سیل ورغلی و، قبر یې د سیل ځای ته لنډ و، کله یې چې را وسپړل په دواړو برګ ټوکر خور و، عبد الله په لاس ټپ خوړلی و، نو لاس یې په ټپ اېښی و، له ټپ نه یې چې کله لاس لیرې کړل شو، وینو سر را وکړ، بېرته یې لاس په خپل ځای کېښودل شو، او وینه یې ودرېده. جابر وايي: پلار مې په قبر کې داسې ولید لکه ویده چې وي، چا ورته وویل: آیا و دې لیدو؟ کفن ته دې ورته وکړ؟ ویل: په برګ ټوکر کې چې مخ یې پکې پټ و، ښخ کړی شوی و، او په پښو يې  سپېلني[4] پراته وو، هغه برګ ټوکر داسې و لکه همغه چې پکې ښځ کړل شوی و، او سپېلني یې هم په پښو په هغه خپل حالت کې پراته وو، او په دې منځ کې نو شپږ څلوېښت کاله تېر شوي وو.

جابر له صحابهء کرامو سره مشوره وکړه چې یو څه خوشبويي ور پورې کړي، خو صحابهء کرامو منع وکړه، وايي کله چې حضرت معاویه رضی الله عنه هوډ وکړ چې د اوبو سپرغه[5] وکېندي، ډنډوره چیانو یې په مدینه منوره کې ډنډورې ووهلې چې که په احد کې د چا شهید وي نو حاضر دې شي، له دې سره خلک خپلو شهیدانو ته راووتل، که ګوري داسې تازه او نرم دي چې اندامونه یې په آسانۍ سره یوې او بلې خوا ته کېږي، د یو شهید پښه په چارۍ یا بیلچه ولګېده[6] نو وینې ترې روانې شوې، ابو سعید خدري وویل: له دې وروسته هېڅ انکار کوونکی د شهیدانو له کرامت نه انکار نشي کولی.

عبد الله بن عمرو او عمرو بن الجموح په یو قبر کې و موندل شول، بیا سره جلا کړل شول، او دا ځکه چې دا ویاله ددوی په قبر تېرېده، او خارجه بن زید بن ابي زهیر او سعد بن الربیع په یو قبر کې وموندل شول، بیا همداسې په یو قبر کې پرېښودل شول، خلکو خاورې کېندلې، نو یوه برخه خاورې یې وکېندلې، که ګوري د مښکو بوی ترې راتلو.
د پورته یادو روایاتو  تر منځ یو ډول تعارض تر سترګو کېږي، هغه داسې چې د بخاري په روایت کې راځي چې جابر بن عبد الله رضی الله عنهما وايي دپلار قبر مې د احد له غزا شپږ میاشتې وروسته جلا کړ، او د امام مالک د موطا او د امام بیهقي د دلائل النبوة روایتونه وايي چې کله شپږ څلوېښت کاله وروسته د حضرت معاویه رضی الله عنه په وخت کې د احد د شهیدانو قبرونه د هغې ویالې د کیندلې له امله را وسپړل شول، نو عبد الله بن عمرو بن الحرام او عمرو بن الجموح رضی الله عنهما په یو قبر کې و موندل شول؟

په دې اړه امام ابن عبد البر المالکي د موطا په شرح فتح المالک بتبویب التمهید علی موطا مالک کې داسې وايي: (  هذا هو الصحيح – والله أعلم – انهم استخرجوا بعد ست وأربعين سنة لأن معاوية لم يجر العين إلا بعد اجتماع الناس عليه خليفة وكان اجتماع الناس عليه عام أربعين من الهجرة في آخرها وقد قيل : عام إحدى وأربعين وذلك حين بايعه الحسن بن علي وأهل العراق فسمي عام الجماعة وتوفي سنة ستين .

وقد روى أبو مسلمة سعيد بن يزيد عن أبي نضرة عن جابر أنهم أخرجوا بعد ستة أشهر فإن صح هذا فمرتين أخرج والد جابر من قبره وأما خروجه وخروج غيره في حين إجراء معاوية العين فصحيح وذلك بعد ستة وأربعين عاماً على ما في حديث مالك وغيره) [7] .

الله ښه پوهېږي همدا صحي خبره ده چې دوی له شپږ څلوېښتو کلونو وروسته را ایستل شوي؛ ځکه معاویه رضی الله عنه هغه ویاله هغه وخت وکیندله کله چې خلک د خلیفه په حیث پرې راټول شول، او د خلکو دا راټولېدل د هجرت د څلوېښتم کال په پای کې وو، داسې هم ویل شوي چې دهجرت په یو څلوېښتم کال و، او دا هغه وخت چې کله حسن بن علي رضی الله عنهما او د عراق خلکو بیعت ور سره وکړ، له همدې کبله دا کال د یووالي په کال و نومول شو، او د هجرت په شپېتم کال وفات شو. ( معاویه رضی الله عنه )

ابو مسلمه سعید بن یزید له ابي نضر او هغه له جابر څخه روایت کړی چې له ښخېدو شپږ میاشتې وروسته را ایستل شوي، که دا صحي شي، نو بیا د جابر رضی الله عنه والد حضرت عبد الله رضی الله عنه دوه ځله له خپل قبر څخه را ایستل شوی، او کوم چې د حضرت معاویه رضی الله عنه په وخت کې دده او د نورو د را ایستلو خبره ده دا صحي خبره ده، او دا له شپږ څلوېښتو کلونو وروسته وو، لکه څه رنګه چې د امام مالک او نورو په روایاتو کې راغلي.

یوه بل اشکال دا دی چې که دا روایات ټول سم وي، نو بیا خو لومړی ځل چې کله شپږ میاشتې وروسته را ایستل شوی، او په جلا قبر کې ښخ کړل شوی، لکه د بخاري روایت چې وايي، نو بیا د امام مالک او امام بیهقي روایتونه څنګه توجیه کېدی شي چې عبد الله بن عمرو بن الحرام او عمرو بن الجموح شپږ څلوېښت کاله وروسته بیا هم په یو قبر کې موندل شوي؟

ددې توجیه علمای کرامو داسې کړی چې جابر رضی الله عنه چې کله خپل پلار شپږ میاشتې وروسته را ایستلی بېرته یې ددې بل قبر  تر څنګ خښ کړی، نو د وخت په تېرېدو سره برسېره قبرونه سره یو شوي، او شپږ څلوېښت کاله وروسته یې چې کله بیا رایستلي دکيندلو پر مهال به ددواړو قبرونو تر منځ د خاورو هغه کمه فاصله د کیندلو له امله ړنګه شوې وي، نو کله چې را سپړل شوي چا چې لیدلي هغوی فکر کړی چې دواړه په یو قبر کې دي؛ ځکه چې څنګ په څنګ سره اېښودل شوي وو.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[1] – دلائل النبوة, باب ادفنوا عبدالله بن الحرام رضي الله عنه.

[2] – که څه هم چې د واقدي د روایاتو په اړه د احادیثو ځينې علمای کرام ډاډه نه دي، خو د فضائل الاعمال په باب کې په ضعیفو احادیثو هم استدلال کېدی شي، او دا پېښه په اصل کې د صحیحو روایاتو له مخې ثابته ده، نو که په دې اړه کوم ضعیف حدیث وي هم تاوان نه کوي؛ ځکه چې ثبوت یې صحیحو روایاتو شوی.

[3] – مثله دېته وايي چې له مرګ نه وروسته د مړي د بدن غړي د بدرنګۍ په نیت پرې کړل شي، لکه پزه، غوږونه، سترګې، ژبه اوداسې… د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې کفارو د مسلمانانو له شهیدانو سره دا ډول ظلمونه کول، چې مشهوره پېښه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دکاکا حضرت حمزه رضی الله عنه ده. او الله جل جلاله مسلمانان له دې ډول کړنو څخه منع کړي، یعني مسلمانان باید د هېڅ مړي سپکاوی ونه کړي، که څه هم چې ددښمن مړی وي. خو کفارو مخکې هم دا کار کاوه، اوس یې هم کوي، ټولو ته معلومه ده چې امریکې او ناټو زمونږ په هېواد کې  څو څو ځله د شهیدانو مبارکو جسدونو ته سپکاوی کړی. او لا لګیا دي، او ددوی په لاس روزل شوي هم دا ډول د انسانیت او اسلامیت خلاف کارونه کوي.

[4] – سپیلنی چې یو ډول شین بوټی دی، تقریبا ۶۰ سانتي متره لوړېږي، له بېخه جلا جلا ګڼې څانګې، او سپین ګل لري،  په عام ډول یې دانې زمونږ په سیمو کې د خلکو تر منځ د بد نظر د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره دودېږي، په ښارونو کې به ډېرو لیدلي وي چې ماشومانو او یا ځینو ځوانانو او حتی بوډاګانو په وړو وړو قوتیو کې اچولې وي، د خلکو مخ ته یې دودوي، تر څو له نظره نشي، او بدل کې یو څه پیسې غواړي، د پښتو ژبې د لغت په ځينو کتابونو کې سپېلنی او سپانده یو بوټی ښودل شوی، خو زمونږ په سیمو کې سپېلنی او سپانده جلا جلا بوټي دي، سپانده یو ډول شین بخون سپېره ټیټ او تیت بوټی دی، د پسرلي په موسم کې د غره په لمنو او غونډیو کې راشنه کېږي. خورا ګڼې او نازکې په یو ډول سپېره غوني یا پرخه، پوښلې ببرې څانګې، وړې وړې سپېرې اوږدې پاڼې او له لسو تر شلو سانتي مترو لوړوالی به لري، زمونږ د افغانستان په غرونو کې ډېر پیدا کېږي، کوم خلک چې مېږې او بزې لري، هغوی یې د پسرلي په وروستیو شپو ورځو کې چې د خلکو په ژبه پخه شوې وي، یعني شنه او خامه نه وي، کورونو ته راوړي، تر څو وچ شي، بیا یې ژمۍ مېږو او بزو ته له نورو بوټو سره ګډ ورکوي، لکه پښۍ، څکوري، ګنده او پاڼې يې، ګنده یو ډول لوړ سرېښناک بوټی دی، او بې خونده بوی لري.

[5] –  کله چې خلک کارېز کیندې یا یې جوړوي، د اوبو د اصلي سرچینې څخه تونل را شروع کړي، تونل کیندي او پاکوي یې بیا یې د پاسه پټوي،  تقریبا په سل یا دوه سوه مترۍ کې ځای ځای د پاسه یوه یوه خوله ورته پرېږدي، معمولا خوله په داسې ځای کې جوړوي چېرته چې د کارېز په تونل کې د اوبو چینه وي،همدې چینې ته سپرغه وايي، د کارېز تونل خو ډېر اوږد وي، کله کله په سوونو متره وي، تر ځمکه لاندې اوبه خپل ځانګړي اوږد رګ لري، ځکه چې اوبه له یوې چینې څخه نه، بلکې له څو یو په بل پسې پرتو چینو څخه راوزي؛  او بیا د هرې چینې پر سر یوه سپرغه جوړوي، تر څو که کوم وخت د کارېز تونل بندېږي، چې بیا یې له همدې پاسنیو خولو( سپرغو )څخه پاک کړی شي، او یا که غواړې په کومه چینه کار وکړي ژوره یې کړې، د همدې سپرغې له لارې یې کوي، د سپرغو بله ګټه دا وي چې کله که په تونل کې د لاندې کار کېږي، نو د ټول تونل د سر لوڅولو ته اړتیا نه پاتې کېږي، یوازې همدا خوله را خلاصه کړي، له یوې خوا کاریګر په ور کوزېدونکې رڼا کې خپل کار کوي، او له بلې خوا پاس ولاړ کس له لاندې تونل نه اضافې خاورې او تېږي د بوکې په مټ را وباسي، د لاندې یې کاریګر ورته برابروي، پاس یې دا بل کس را کشوي، کټ مټ لکه څاه. مخکې به خلکو په دې توګه له یو ځای نه بل ځای ته اوبه تېرولې،  او اوس د وسایلو له پرمختګ سره دا سیستم په ننیو نلونو بدل شوی.

[6] – په نورو روایاتو کې راځي چې دا شهید حضرت حمزه رضی الله عنه و، او شیعه ګان د حضرت ابو سعید الخدري له دې خبرې چې له دې وروسته څوک د شهیدانو له کرامت نه انکار نشي کولی، داسې معنی اخلي چې په دې کې حضرت معاویه رضی الله عنه ته اشاره ده، په دې معنی چې هغه خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له کورنۍ  سره جوړ نه و – العیاذ بالله – خو دا د شیعه ګانو ناسم برداشت دی، چې حقیقت نه لري. علمای کرام فرمايي چې د حضرت ابو سعید الخدري له خبرې داسې څه نه معلومېږي. بلکې په عام ډول د شهیدانو د کرامت په اړه ده.

[7] – فتح المالك بتبویب التمهيد على موطأ مالك 6/359

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د