غزل – نقيب احمد عزيزي

qafilaته لکه غزل ما ته زما په خوښه نه راځې
ته لکه برېښنا د کال په سر کې يوه شېبه راځې

ته لکه د قدر شپه په شپو کې پيدا کېږې نه
ته لکه قيامت له خلکو پټ په يوه ناره راڅې

ته لکه مرګی زما تر غېږې را روان نه یې
ته لکه د عمر زما مخې ته په تله راځې

ته لکه زموږ د آبادۍ راتلونکی نوم لرې
ته لکه په موږ باندې ودانه زمانه راځې

ته لکه نقيب عزيزي هر کله ښکاره نه يې
ته لکه په تا کې د وفا په اندازه راځې

نقيب احمدعزيزي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د