نظــر

هغه خبرې چې پر معمر القدافي ېې خاورې ور واړولې

لیکوال: محمد عالم امین

معمر القدافي د لیبیا هیواد یو انقلابي او سیاسي مشر وه. نوموړی په ۱۹۴۲ کال کې پیدا شوی. ټولې زده کړې ېې نظامي کړي. په ۱۹۶۹ کال کې ېې د لیبیا پر بادشاه ادریس باندې یوه خونړۍ کودتاه تر سره کړه، چې په پایله کې ېې ادریس سرچپه کړه او خپله ېې واک تر لاسه کړ. القدافي د ۱۹۶۹ څخه تر ۲۰۱۱ کالونو پورې پر لیبیا حکومت وکړ. بلاخره په ۲۰۱۱ کال کې د ناټو او د امریکا د دسیسو ښکار شو او په ډيره بې رحمانه شکل سره ووژل شو. هغه خبرې چې نوموړي په ۲۰۰۹ کال د ملل متحد سازمان د عمومي اسمبلۍ په ۶۴ غونډه کې ملل متحد سازمان ته وکړې نړۍ ورته حیرانه پاته شوه او همدغو خبرو پرې خاورې ور واړولې. وړاندې لدې چې د قدافي وینا ته راشو، مناسبه ګڼم چې د ملل متحد سازمان پر جوړښت یوه لنډه رڼا واچوم:

د ملل متحد سازمان د شپږو اصلي ادارو څخه جوړ شوی، چې په لاندې ډول دی:

۱: عمومي اسمبلۍ ۲: اجراوي/ امنیت شورا ۳: اقتصادي او اجتماعي شورا ۴: د قیمومیت شورا ۵: د عدالت نړیواله محکمه ۶: سکرتریت.

په دې ټولو ادارو کې امنیت شورا زیات واک او صلاحیت لري، ځکه دې کې پنځه ستر او دایمي هیوادونه ( امریکا، برتانیه، روسیه، فرانسه او چین) شامل دی. چې د ویټو پاور څخه هم برخورداره دی. ویټو پاور په دې مانا که د ملل متحد سازمان په هره مهمه پریکړه انتقاد ولري، یا یو له دغو پنځو هیوادونو څخه مخالف وي، هغه پریکړه نه تر سره او نه هم عملي کیږي. معمر القدافي هم د امنیت شورا ډيره تر انتقاد لاندې نیولې.

اوس د معمر القدافي وینا ته راځو، چې پر لاندې ډول دي:

۱: کله چې د ملل متحد سازمان د امنیت په شورا کې پنځه هیوداونو (امریکا، برتانیه، روسیه، فرانسه او چین) ته د ویټو پاور ( ویټو پاور په دې مانا که ملل متحد سازمان کې هر پریکړه دغه پنځه هیوادونه ونه مني هغه پریکړه نه ترسره کیږي) ورکول کیده، ډيری هیوادونه یعنې تر ۱۶۵ پورې پکې شامل نه وه. نو د هیوادونو په نه شتون کې دغه پریکړه شوې او یوه غیر عادلانه پریکړه ده.

۲: په دغو پنځو هیوادونو کې تنها د چین هیواد دی، چې د ویټو پارو یا ځواک ېې د انتخاباتو له لارې اخیستی او پاتې څلورو پخپله د ویټو حق ځانته ورکړی، چې موږ ته د منلو وړ نده.

۳: د ملل متحد سازمان د امنیت شورا هغه چا جوړه کړه، چې په دوهم نړیوال جنګ کې د جرمني په خلاف وو.

۴: هغه کړنې چې اوس ېې همدا پنځه هیوادونه تر سره کوي د ملل متحد سازمان د منشور (قانون) کاملاً مخالف دي.

۵: د ملل متحد سازمان د اهدافو څخه یو هدف دادی: چې ټول هیوادونه  لوی او وړکي سره یو شان دي. دا خبره موږ ردوه ځکه موږ د ویټو پاور یا د ویټو واک څخه محروم یو. نو دا مساوات او یو شان والی نشو. همدا د ویټو پاور د ملل متحد سازمان منشور هغه ماده او اهداف چې ټول هیوادونه سره مساوي دي، مخالف دی. نو داسې مساواتو ته موږ هم قایل نه یو.

۶: د ملل متحد سازمان د منشور په اساس هغه وخت په یو هیواد نظامي یرغل کیږي، چې د ټولو هیوادونو پکې ګټه شامله وي، یعنې نړیوالې سولې ته خطر وي. خو وروسته له دوهم نړیوالې جګړې څخه ۶۵ ځله نظامي یرغلونه شوي، چې دا یرغل د یوه، دوو یا دريو ځبر ځواکو هیوادونو په ګټه شوي، نه د ټولو هیوادونو. په حقیقت کې دغه جنګونه ټول د منافقت په اساس تر سره شوي.  په دغه جنګونو کې اته داسې جنګونه شامل ول، چې د ویټو پاور لرونکو هیوادونو لخوا پر مخ وړل شوي، چې له دوه میلونو څخه زیات انسانان پکې د خاورو لاندې شوي. ملل متحد سازمان هم ونشو کولای چې د یادو جنګونو مخه ونیسي.

۷: د ملل متحد سازمان د منشور په اساس د هر هیواد وګړي حق لري چې د حکومت لپاره چې هر ډول نظام انتخابوي کولای شي. په داسې حال کې چې د ځبر ځواکونو خصوصاً د امریکا لخوا اکثره هیوادونه د ډیمکراسي نظام په راوستلو مجبوريږي.

۸: د ملل متحد سازمان د اهدافو په اساس هیڅ هیواد نشي کولی چې د بل هیواد په داخلي چارو کې مداخله یا لاسوهنه وکړي، خو برعکس ټول ځبر ځواکونه د خپلو ګټو لپاره هر وخت چې وغواړي د هیوادونو په داخلي چارو او امورو کې مداخله وکړي، چې دغه کړنه د ملل متحد سامان د منشور اهداف په ښکاره ډول تر پښو کول دي.

۹: د امنیت په شورا کې چې څومره نورو هیوادونو ته د ویټو پاور یا ځواک ورکوۍ، همغمره به غریب یا د دریمې نړۍ یا د ۱۰۰ ګروپ هیوادونه لا پسې زورول کیږي. د دې کار مثال داسې ده، چې اوس یو زخمي دی، چې څومره اوبه ورکوي همغمره به ېې نور هم مرض زیاتیږي او بلاخره به مري. نو د امنیت شورا زخمي ده نورې اوبه باید ورنکړل شي.

۱۰: په ملل متحد سازمان کې باید عمومي اسمبلۍ تصامیم ونیسي او اجراوي شورا ېې باید عملي کړي، ځکه عمومي اسمبلۍ کې ۱۹۲ او په اجراوي شورا کې ۱۵ هیوادونه شامل دي. خو برعکس  اجراوي شورا خپله تصامیم نیسي او بیا ېې هم عملي کوي. دا څرنګه کیدی شي، چې نړۍ دي پنځه هیوادونه کنټرول کړي او یا هم تر کنټرول لاندې راولي. موږ به اجازه ورنکړو چې د امنیت شورا د زور او طاقت لمخې نړۍ او کارونه مخ ته بوځي. که وو ېې کړي دا خپله تروریزم او تروریزم ته لاره هوارول دي.

۱۱: په امنیت شورا کې د ویټو پاور یا دايمي سیټ باید هیوادونو ته نه بلکې سازمانونو او ادارو ته ورکړل شي، پدې مانا چې د ناټو سازمان ، افریقايي اتحادیه، اسیان، لاتین امریکا، عربي اتحادیه، اسلامي کانفرانس، غیر متعهد اتحاد او د جي ۱۰۰ هیوادونو سازمانونه لپاره باید یو دایمي سیټ په اجراوي شورا کې ولري او کوم هیوادونه چې په یادو سازمانونو کې غړیتوب نلري، هغوۍ ته دې ځانته دایمي سیټ  ورکړل شي. کچیرې پورتنۍ طرحه عملي شي، نو ټول هیودادونه به د عمومي اسمبلۍ په شان په امنیت شورا کې هم مساوي حق ولري. موږ ته په داسې حالکې د امنیت شورا  د منلو وړ او پریکړې نه منو، چې یو هیواد پکې ویټو پاور او د دایمي سيټ لرونکی وي او بل هیواد پکې د ویټو پاور او دایمي سیټ لرونکی نه وي . القاعده تنها تروریستان نه دي، بلکې دغه غیر عادلانه کارونه چې تاسو تر سره کوۍ دا هم د تروریزم یوه بڼه ده. دغه دایمې هیوادونه د امنیتي او سیاسي فیوډالیزم له پلوه نور هیوادونه په خپل کنټرول کې راولي، نو د امنیت شورا پورته یا یادو کړنونو ته په کتو سره امنیتي شورا نه بلکې یوه تروریستي شورا ویلی شو.

۱۲: کله هم چې دغه پنځه هیوادونه یا ځبر ځواکونه د ملل متحد سازمان په منشور کې کومه ګټه وویني نو بیا منشور ته احترام لري، او بیا مستقیماً د ملل متحد سازمان د منشور د اووم چپټر (چې د نظامي او د حملې کولو په اړه ده) څخه استفاده کوي. چې په پایله کې د غریب هیواد په خلاف ېې استعمالوي. خو که د ملل متحد سازمان په منشور کې کومه گــټه نه وي، نو بیا د منشور په قصه کې هم نه وي.

۱۳: کچیرې د هیوادونو د طاقت او زور د ویټو پاور لپاره یو معیار وي، نو دا خبره پر مساواتو ولاړه نده او دا هم یو ډول تروریزم ده. موږ د دې ډول سورې لاندې نشو اوسیدی.

۱۴: که فکر وکړو د ۱۹۴۵ کاله را په دیخوا تر اوسه پورې چې د امنیت شورا رامنځته شوي، نړۍ ته ېې کوم امنیت نده راوړی. یوه تحفه چې نړۍ ته ېې ډالۍ کړې هغه په هیوادونو بندیزونه لګول او ویره خپرول دي.

۱۵: د امنیت شورا ټولې پریکړې د همدو پنځو هیوادونو په ګټه او د غریبو هیوادونو په خلاف دي. چې پایله د همدېو پریکړو غیر ډیمکراټیک، ډیکتاتورانه او غیر عادلانه وي.

۱۶: تاسو وګورئ په نړۍ کې اوس ټول سازمانونه د امنیت شوراګانې لري، تر څو خپل امنیت په خپله ونیسي. دا ځکه چې د ملل متحد سازمان د امنیت په شورا ېې اعتبار نسته او د امنیت راوستل ېې هسې شعار دی، عملاً ېې هیڅ امنیت په سترګو نه لیدل کیږي.

۱۷: که د ملل متحد سازمان دعدالت نړیوالې محکمې ته سر ورښکاره کړو، ټولې فیصلې ېې پر غریبو او محکومو هیوادونو منل او عملي کیږي او ځبر ځواکونه ېې د فیصلو څنګ ته دي. که څوک دغه ځبر ځواکونه پړ هم کړي، نو د عدالت نړیواله محکمه نشي کولای چې ځبر ځواک د محکمې مخې ته راکش او قانون پرې عملي کړي.

۱۸: د نړیوالې اتومي انرژۍ سازمان د ملل متحد سازمان یو مهم ارګان دي، خو په هغه چا دغه د اتوم بم او د یورانیمو کچه کمیږي، چې هغه زور ونلري. یوه ورځ ما د همدې اتومي انرژي رئیس البرادعي څخه وپوښتل، چې ولې په ځبر ځواکونو باندې د اتومي انرژۍ سازمان قوانین نه تطبیقوئ؟

هغه راته وویل، چې زموږ زور نه رسیږي.

نو چې خبره داسې ده بیا ولې دا اداره نه بندوه. دا چې د اتومي انرژۍ سازمان د نړیوال عدالت محکمه، او نور ارګانونه ېې څه واک نلري نو موږ ملل متحد سازمان ولې  ومنو.

۱۹: تاسو پنځو ځبر ځواکونو د افریقا، اسیاء، د لاتین امریکا او نورو سیمو ټولې ذخیرې چوړ کړي، ځکه ټول د دغو هیوادونو خلک اروپا ته سفر کوي، که تاسو خپل حق ورکړئ، هیڅکله به هم دوۍ اروپا ته مهاجر نشي.

۲۰: د نړۍ ټولو استعمارکونکی هیوادونو ته باید مجازات ورکړل شي.

۲۱: موږ ټول اوس امریکا ته د دې په خاطر راغلی یو چې دلته د ملل متحد سازمان مرکز دی. دا د دنیا بل سر دی. د لیبیا نه تر نیویارکه تقریبا ۵۰۰۰ میله لاره ده نو دلته په راتګ سره شاید ډیر خلک ګنس او یا هم سر درد شي. د دې مسئلې د حل لپاره ښه خبره دا ده چې په ۱۹۴۵ کال کې پدې فکر شوي وای چې باید د نړۍ یو مابین ځای ېې مرکز ټاکل شوی وای.

۲۲: بله د ملل متحد سازمان د مرکز مسئله ده، تقریبا ۶۵ کاله کیږي، چې د ملل متحد سازمان مرکز د امریکا هیواد دی. موږ له امریکا مننه کوو، چې دومره په امن کې ېې دا مرکز وساته. دې نه روسته باید دغه مرکز د دنیا نورو سیمو ته هم منتقل شي، مثلا ویانا، چین، هند او داسې نور… ځکه امریکا هم اوس له تحدیدونو سره مخ ده، هسې نه چې یوه ورځ تروریستان تر دې ځایه راورسیږي. د مرکز د انتقال پریکړه باید عمومي اسمبلې د ۵۰+۱ رایو سره پاس کړي.

۲۳: که فکر وکړو د ملل متحد سازمان هدف سوله ده. خو د ملل متحد سازمان د پیل څخه تر اوسه پورې جنګونه، حملې، ترورونه او قتل عامونه شوي او کیږي. چې هر یو ېې بیل بیل تر مطالعې لاندې نیسو:

لومړۍ حملې

•    د کوریا جنګ، چې د ملل متحد سازمان د منخته راتګ څخه لږ روسته وشو یعنې په ۱۹۵۰ کال کې تر سره شو.

•    د سویز کانال حمله چې په مصر کې موقیعت لري. په ۱۹۵۶ کال کې د دریو ویټو پاور لرونکو هیوادونو لخوا تر حملې لاندې راغی. دا ځکه چې مصر غوښتل د سویز کانال خپل یا ملي کړي.

•     همدارنګه د ویتنام جنګ ته که راشو دلته هم درې میلونه خلک مړه شول.

•    په ۱۹۸۹ کال کې دامریکا لخوا پر پاناما حمله، چې د پاناما دیکتاتور نوریګا ېې هم وواژه.

•    په ۱۹۸۳ کال کې په ګرینیډیا د امریکا حمله، که څه هم ګرینیډا هیواد یو کوچنی او د عمومي اسمبلۍ غړی وه، خو ۵۰۰۰ جنګې کښتیو، ۷۰۰۰ فوځ او په درجنونو طیارو سره ېې پرې حمله وکړه. په دې حمله کې د ګرینیډیا ولسمشر موریس هم ووژل شو.

•    همدارنګه  ولې سومالیه او یوګوسلاویا بمباريږي؟

که څه هم یوګوسلاویا په نړۍ کې د سوله پلوې هیواد ده، خو دا ځبر ځواکونو ته د بمبار اجازه پرې چا ورکړه. پخوا یوګوسلاویا هټلر ورانه کړه او اوس ېې موږ ورانوو. سومالیه کې بحري غله نسته، موږ د هغوۍ ساحو ته ننوځو او ټول ذخایر ېې لوټوو. نو بحرې غله موږ یو نه هغوۍ.هغه څوک باید محکوم کړو چې د سومالیه ټول ذخایر ېې لوټ کړه.

•    همدارنګه، پر کویټ، عراق او پر نورو عربي هیوادونو بریدونه غندو . د عراق مسئله باید ملل متحد سازمان وڅیړي. چې ولې په عراق حمله وشوه، که تحقیق ونشي نو بله ورځ به پر موږ دارنګې حملې تر سره شي. خو زه پر دې مطمئن یم چې د عراق د جنګ عاملینو باندې به نړیوال قوانین نه تطبیق کیږي. د عراق په حمله کې د ملل متحد سازمان منشور له پامه غورځول شوی. دا چې د عراق جنګ خلاص شو باید صدام حسین هم خوشې شوی وای، خو هغه په ډير وحشت او د مسلمانانو د مذهبي او خوشحالۍ (اختر) په ورځ په دار وځړول. دا کار هغو خلکو سره نه ښايي، چې ځانته متدینه او د بشر حقوق ساتونکی وايي.دا کار ېې د نړیوالو قوانینو خلاف دي. هغه څوک چې د صدام حسین په دارولو وخت کې موجود وه او ماسکونه یا نقابونه ېې  اچولی وه، هغه د امریکا ولسمشر او د برطانیه صدراعظم وه. که نه وه، ولې ېې ماسکونه نه لرې کول. تاسو د عراق د ابوغریب په زندان کې وحشت وګورئ، بندیان په سپو داړي او نور وحشتونه چې موږ ېې نشو بیانولی. دا وحشتونه ټول امریکا کوي، چې اوس مهال د امنیت شورا دایمي غړی دی. ولې ېې ملل متحد سازمان تحقیق نه کوي.

•    همدانګه که د افغانستان جنګ ته راشو، ولې موږ د طالبانو او افغانستان خلاف یو، که دوۍ یو مذهبي دولت غواړي، خو واتیکان هم همدا کار کوي نو خطر خو ېې دنیا ته نسته. که طالبان اسلامي حکومت راولي، دا خو پدې مانا نده چې بیا به د طالب نظام نړۍ ته خطر وي. ایا اسامه بن لادن طالب او افغان وه؟

ایا هغه خلکو چې پر نیویارک حمله وکړه، افغانان وه ؟

ځواب: نه.

نو بیا ولې پر افغانستان او عراق حمله کیږي.

نو زه امریکايي او برطانیوي غولیدلو وروڼو ته وایم، چې افغانستان او عراق ته نور فوځ هم ولیږئ خو کامیابیدلی نشي. پریږدي که افغانان او عراقیان، پر خپل منځ کې جنګ کوي، کوي دې، کومه خبره نده، ځکه په امریکا، هسپانیه، چین او نورو هیوادونو کې هم خپلمنځي جنګونه ول. څوک وايي، چې طالبان به د حکومت جوړولو روسته طیاري او مزائیل جوړوي او بیا به نیویارک بمباروي. هغو طیارو چې پر امریکا حمله وکړه، هغه طیارې د افغانستان د ایرپورټ څخه نه وې جګې شوې وې، هغه خپله د امریکا له  ایرپورټ څخه الوتې وې. نو ولې بیا افغانستان د دې لوبې قرباني شو، پداسې حالکې چې دغه د نیویارک عاملین نه افغانان او نه طالبان ول. نو اوس هم موږ خاموشه ناست یو.

دوهم ترور:

•    پټرس لولمبه د کانګو منتخب ولسمشر ولې امریکا مړ کړ.

•    په ۱۹۶۱ کال کې د ملل متحد سازمان سرمنشي ډاګ همرشل چا مړ کړ.

•     په ۱۹۶۳ کال کې جونف کیینډي چا مړ کړ. داسې ویل کیږي، چې د کینیډي قاتل جک روبي نومیده. همدا جک روبي بیا د اسرائیلو لخوا ولې ووژل شو. ټوله نړۍ ته معلومه ده، چې کینیډي داسرائیلو ډیمونا هستوي مرکز Dimona Nuclear باندې څیړنه کوله.

•    مارټن لوتر کنګ چې په امریکا کې د تورپوستو حقوقو غوښتونکی وه، چا مړ کړ.

•    خلیل وزیر چې د فلسطینیانو مشر وه او د جهاد د پلار په لقب مشهور وه، ولې په تونس کې ووژل شو.

•    همدارنګه ابو علي الیاد چې د فلسیطین وه، هم ووژل شو.
دریم قتل عام:

•    د ۳۰۰۰ زرو څخه زیات عام وګړي په لبنان کې د سبرا او شاتیلا په سیمه کې د عیسوي لبنانیانو لخوا شهیدان شول، چې دا سیمه د اسرائیلو په کنټرول کي وه. دلته دوه خبرې دي:
اول خو دا خبره، چې لبنان یو آزاد هیواد او د عمومي اسمبلۍ غړی دی، خو بیا د اسرائیلو لخوا اشغال شو. دوهمه خبره داده، چې بیا پکې قتل عام وشو.

•    په ۲۰۰۸ کال په غزا کې هم د اسرائیلو لخوا قتل عام وشو، چې پکې ۱۰۰۰ ښځي ۲۲۰۰ ماشومان شهیدان شول. تر لا اوسه پورې ېې عاملین ژوندي دی، خو نړیوال عدالت شتون نلري.

کال په کال پر موږ حملې کیږي، نو د دغو جنګونو، حملو، ترورونو، قتلونو او نورو کارونو ته په کتو سره باید ووایو چې، د امنیت شورا،د ملل متحد سازمان منشور او په مجموع کې د  ملل متحد سازمان شتون نلري. پخوا مو د ملل متحد سازمان منشور ته احترام لره اما اوس ېې نه. موږ د عمومي اسمبلۍ د غړو په توګه نور خاموشه نشو کیښناستلی او خپله دفاع باید پر خپله وکړو، تر څو آینده نسل له خطره وساتو. په حقیقت کې دا هغه کړنې دي، چې دملل متحد سازمان تر سوال لاندې راولي.

۲۴: بله خبره د ځکمې مینونو په اړه ده ، چې د اوتاوه په تړون کې ذکر شوې. دلته ېې د ځمکني بمونه بند کړي. چې دا پریکړه ېې نا سمه ده. د بیلګې په توګه که څوک پر ما حمله کوي ایا زه لدې ماینونو څخه استفاده نشم کولای، تر څو پرې د ځان دفاع او متجاوز پرې ووژنم . زه خو دا بمونه بل هیواد ته نه وړم. نو د اوتاوه تړون باید بیا له سره وکتل شي. پدې پریکړې باید له سره غور وشي، تر څو د خپلې دفاع لپاره جواز ورکړئ.

۲۵: بله مسئله، موږ د فلسطین او اسرائیلو د موضوع حل غواړو. موږ یهود له ځانه نه خفه کوو. موږ د اسرائیلو دښمنان نه یو، یوه ورځ به اسرائیل عربو ته ضرورت پیدا کړي. همدا عرب به وي چې یهودو ته به د ساتنې ځای ورکوي. تاسو ابر قوته هیوادونو یهود د هالوکاسټ په نامه مړه کړل.

۲۶: کشمیر باید یو آزاد هیواد شي، نه هند او نه هم د پاکستان پورې تړلی.

۲۷: په اخره کې تاسو پنځه او نور ځبر ځواکونه یاست چې په نړۍ کې هر ډوله د بشر ضد کارونه تر سره کوۍ. لیبیا یوې نړیوالې او حقیقي سولې ته سترګو په لار ده او پلوي ېې کوي.

یادونه: د معمر القدافي بشپړه ویډيي خبرې  په لاندې لینک کې وګورئ :

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شفیق الله

محترمه الله تبارک وتعلی فرماییلی ولن ترضی عنک الیهود ولن نصارای حتی تتبع ملتهم الخ الله تعلی ( ج )کفار مونژ ته رابیژندلی خو سوک به وی چی به زانو کی دومره غیرت بیداکری تر دی چی ددغه لوی بلواگر به وراندی خلک راتول او به یو واحد مسیر روان کری زما به اند دمحترم قضافی صاحب او دده دامثالو وینی به رنگ راوری انشالله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x