شعـــــرونه

هاغه مړي څوک پراته دي؟ / بلینډه بدرۍ

بلینډه بدرۍ

ته پوهیږې لیونیه؟
پیرنګیان چې دي راغلي
زه بهر نه وم وتلې
نن په زیړ مازیګري کې
څه بې دریغه د پنځ ډزو
او بړیو ډزې وشوې
بهر شور او منډې ترړې
ویل( ګودر سره په خوا کې)
بس هم دا مې تر غوږو شول
زه هم زر په منډه لاړم
په بیځلې شوم ور ټيټه
ډک منګی مې ټول خالي کړ
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
وړې خور راباندې غږ کړ
چې اوبه خو ما راوړي
پسې مه ځه ګرانې خورې
پیرنګیان د ګودر خوا کې
د سهر راهیسې ناست وو
خو زه ووتم له کوره
په اوږدو اوږدو ګامونو
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
په کنډؤ چې شوم راکوزه
رنګ الوتي د چم ژڼي
لرې لرې ټول ولاړ وو
هم سپين ګیري تماشې ته
په ها پاس کنډؤ راناست وو
واړه ګونګ لکه بتان وو
له ګودره ګیرچاپیره
مړه پراته یو څو کسان وو
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
یو ماشوم مې له مټ ونیو
ما وې څه وو راته وایه
دغه ډزې وچا وکړې
هاغه مړي څوک پراته دي؟
ویل دوه ووړکي نااشنا وو
نه واړه وو او نه ژڼي
پنځه ډزي پرې درانه وو
د اړخي په لاره راغلل
ټيټ په ملاوو غلي غلي
ما ګومان کړ مرغۍ ولي
ځکه ټيټ ټيټ راروان دي
یو دې بل ته داسې ووې
زه ناره چې د تکبیر کړم
ته ولاړ ېې له سر وله
زه به برید په ټولو ناستو
د ګودر له لورې وکړم
نو تر هاغه پورې نه ځوو
چې دا ټول سره مردار کړوو
نو هماغه و چې دواړو
د تکبیر ناره کړه غبرګه
هم پنځ ډزي او بړي ېې
غبرګ اورورنه له خولو توی کړل
نو په څو شیبو کې دواړو
دغه شپږ کاپيران مړه کړل
بیا په هاغه لاره لاړل
له کنډؤ ځينې پنا شول
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
زه ورکوزه شوم چې وکسم
پیرنګیان په خپلو سترګو
چې دا څرنګه مخلوق دی؟
چې زمونږ دا څڼیور ېې
په حجرو کې ویرولي
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
په سرو ېې وم ولاړه
وا که خدای منې سړي وو
نه دیوان وو ، نه پیري وو
دوه ېې پښې ، دوه ېې لاسونه
یوه پوزه دوه غوږونه
نه ېې ښکر نه ېې لکۍ وې
نه ېې شل ګزه ځوانۍ وې
هم د وینو رنګ ېې سور ؤ
نه ېې وزر لکه د زاڼو
نه هم جوړ وو دوی له کاڼو
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
نو مې خلکو ته ورغږ کړ
چې دا څوک دي کلیوالو؟
ځینې چوپ خوځینو غلي
ویریدونکي شان ته ووې
دغه واړه پيرنګیان دي
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
زه حیرانه شومه پاتې
ما ویل ،،،،
دغه پیرنګیان دي؟
دا خو واړه انسانان دي
نه زمري او نه دیوان دي
ایله د غو نه ویریږي؟
د مالت دا څڼیور مو
ایله د غو ویرولي؟
بریتور، او شمله ور مو
ایله د غو غلام کړي
د وطن ټول زړور مو
نو په ډاګ مې منګی وویشت
او د خلکو مینځ ته راغلم
بیله بیله مې هر ژڼی
د مالت، ترنظر تیر کړ
ټول ولاړ وو رنګ الوتي
ما خالي کړې خپلې لیچې
له بنګړیو، له وښیوو
بیا مې دوئ ته ورګذار کړل
ما وې، واچوئ لاسو کې
شرنګوئ ېې په حجرو کې
وا ادکې مو شه بورې
جنازې د ټولو ووځه
بې ایمانو، مړتدانو
دغه ژبې مو ناسور شه
چې درنه پښتو پرې واېې
بس وبا درباندې راشه
چې د سپيؤ په مرګ مړه شئ
ښه کنځل مې ورته وکړل
ټيټ سرونه ټول ولاړ وو
دومره لاڼې مې ور تو کړې
جینکو ته مې نارې کړې
چې ټیکري مو هله راوړئ
نو بنګړي اوخپل ټیکري مو
ددوی مخې ته انبار کړل

———

آریوب د ګوي هدیره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

ما خالي کړې خپلې لیچې
له بنګړیو، له وښیوو
بیا مې دوئ ته ورګذار کړل
ما وې، واچوئ لاسو کې
شرنګوئ ېې په حجرو کې
وا ادکې مو شه بورې
جنازې د ټولو ووځه
بې ایمانو، مړتدانو
دغه ژبې مو ناسور شه
چې درنه پښتو پرې واېې
بس وبا درباندې راشه
چې د سپيؤ په مرګ مړه شئ

دیر خکلی تصویر دشعر په ژبه، دلا توفیق په هیله…

نبیل افغان

پښتنه ئې ملالۍ ئې
ستا له لوئ غیرت قربان سم
پوره یو لک بې غیرته
ستا له ژبي نه قربان سي

شپونکی

(شپونکی) په رښتيا چې ته بدرۍ يې ته د بدر پيغام وايې د خنسا سکنۍ خورې زر زلمي دې درنه ځار شي هر يو لفظ دې يو کتاب دی چې د بدر حکايت کړي غيرتمنو پښتنو ته ******* خو افسوس چې ځينې خلک چې په ژبه پښتو وايي له ټوپکه مې نفرت کړي او رباب پسې ړانده شول په هندو پسې روان دي منډيلا يې ستر امام دی وايي موږ هم مبارز يو خو بې تاوه بې تريخوالي د (محمود) له خېله تښتي وران کنډر د (سومنات) ته د (احمد) لارويان غندي چې ګاندي ورنه رضا شي ****** بدرۍ خورې… نور لوستل »

جاوید احمد

ماشاءالله څومره خوندور شعر بدرۍ خورې ، د شعر ولاړ ډنډ ته دې داسې درنه ډبره خطا کړه چې یوځل بیا دې د ډیرو شاعرانو احساسات په څپو راوستل واقعي شعر همداسې وي کاشکې مو شعرونو ته توجه زیاته کړې وای

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x