ادبي لیکني

زما مور زما میلمه

وړانګه سحر

نه پوهیږم چه زمونږ سترګي به د داسی میلمه د دیدار په رنجو د توریدلو تاب ولری او کنه، چه مونږ یی دی غونډی ته را بلل شوی یو، بلکه دا غونډه ده همده له امله دایره شوی ده.

دا په ډیرو کړاوؤنو ازمایل شوی او د ژوند ټولی ترخی یی لیدلې، ټولي دروازي یی په مخ بندی دي، حیله ورته نشي جوړیدلی، هیڅ لاره نه لری، د هریوه اندام نه یی وینی څاڅي، د وینو رنګ یی په ټوله نړی خپور دی، خو هوډ یی دومره لوړ دی چه وسپنه ویلي کوی، حسن او جمال یی په نړي کښي ساری نه لری.
په ټولي د حسینانو کښي حسین دی.

ایه نه ګوری ته دده شنو رګونو اوخړو سترګو ته.

ایه نه ګوری ته دده سپینو اندا مونو او سرو اړخونو ته.

ایا تا ته دده د زړه ټوټی شهیدان نه ښکاري او نه د توری ګزاروونه؟

ایا دا لویه او پراخه سینه یی هم درته نه ښکاري؟

لوی لوی ارادي سره د ماتو ګوډو اندامونو، دروند دي په درندو، او مرګ دي د دښمنانو لپاره.

په ټولو رنګونو کی ښایسته رنګ لري ډیر دوستان او وروڼه لري، غوسه دي په خپلو دښمنانو، د سترګو تور دی د ملګرو او دوستانو لپاره، د کافرانو لپاره د یو خونړي توفان نه کم نه دي، خو د مسلمانانو سره د زړه د کومی محبت او دوستی لری، د جنت د یوي ټوټی په څیر دي، د ده په غیږ کښي امن او امان دی، خو د ده امن مشروط دی په دی اعلان سره چه زندګي باید د قران مطابق وی.
دومره می خوښ دی لکه څنګه چه د عربو عثمان خوښیده، د ده ازادی تانه غواړم ای حنان زاته، صفتونه ډیر زیات لری، اندامونه یی صفادي، اولاد یی شکر ګزار دی، په سختیو صبر کونکي دي، په غزوه او جنګونو کښي فتح موندونکي دي،امتحانات او تکلیفونه یی ان شاء الله په ختمیدو دي، د توری شپي توره ترګمي به یی ډیر ژر په سپین سحر بدله شي ان شاء الله،
زه نور نه غواړم چه تاسو ما نور برداشت کړې، شاید تاسو نور ددی ګران میله لیدلو ته په تلوسه کي یاست.

میلمه او مور

السلام علیکم زه هغه زخمی یم چه زخم می تل بی دوا رغیدلي دي، زه افغانستان نومیږم، ای زما اولاده ایا زه ستاسو مور نه یم؟ تاسو دا زغملي شې چه زما غیږ دی ستاسو نه بغیر په بل چا ډکه شې، ای اولاده، زما حسن او جمال مو په بل چا پیرزو دی؟ ایا دا مو هیر کړي چه وطن د حقیقی مور په څیر وې؟ ایا زما په غیږ کښي مو خاپوړی نه دی کړې، ایا د پلار او نیکه لاره مو ورکه کړې؟ ستاسو په رګونو کښي د غزنوی او ابدالی بابا وینه وچه شوي؟ تاسي خپل ځان وپیژني، تاسی د عمر رض او خالد رض بچي یاست، هغه عمر او خالد چه کفر یی له خپل پاک حریم نه شړلی او ترټلی وو، ایا ما ستاسی اسلامي تربیت نه دی کړې؟ ستاسی هغه دیني او افغانی غیرت چیری ولاړ؟هغه میندو ته څه ځواب لري چه په سوزنۍ کښي یی د غیرت درس درکړی وو خو نن مو په وطن کښي پردی کفار حاکمان دي؟ایا غیرت به همدا وي چه تاسو دی ژوندی یاست او زه دی د انګریزانو په واک کښي یم،ایا مرګ دداسي ژوند نه بهتره نه دي؟ایا تاسی دا نه احساسوي چه مونږ غلامان یو؟
ایا تاسی د حر او غلام ترمنځ فرق نشي کولي او که د غفلت په خوب ویده یاست؟
پر تاسی د الله ج پیرزو ینی بی شماره دی،ددنیا ټول نعمتونه یی په تاسی لورولی،یخه هوا،شنه غرونه،صفا اوبه،شنه باغونه،حاصل خیزه ځمکه،لعلونه او جواهرات،د نړی شاعران د حسن او جمال تشبه ستاسی د مڼو او انارو سره ورکوي،هر رنګ وچی او تازه میوي الله ج را کړي دی،
ای زما اولاده صلیب مات کړي او ما ازاد کړي،خپل سینګار مو په تورو وکړي جنت د تورو د سیورو لاندی دی،او په دی ښه پوه شي چه د ژوند اړیکه او د همیشه بقا عشق او پراخه ژوند محبت او د مرګ نه نفرت مسلمان په ډیر سخت مشکل اخته کوي
نو ځکه الله ج د کفارو په اړه فرمایلی،
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 96] وَلَتَجِدَنَّهُمْ أَحْرَصَ النَّاسِ عَلٰى حَيٰوةٍ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا ۚ يَوَدُّ أَحَدُهُمْ لَوْ يُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَةٍ وَمَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهِۦ مِنَ الْعَذَابِ أَن يُعَمَّرَ ۗ وَاللَّهُ بَصِيرٌۢ بِمَا يَعْمَلُونَ
(ژباړه)
ته به هغوی (یهودان) له بل هر چا څخه د ژوند حريصان ومومې، آن تر دې چي دوى په دې كار کښي له مشركانو څخه هم وړاندي شويدي. د هغو هر يو دا غواړي چي په څه شان زر كاله ژوند وکړي، په داسي حال کښي چي اوږد عمر خو هغوی له عذابه څخه ليري غورځولاى نه شي. څه عملونه چي دوی كوي، الله خو هغه ويني.
او په دی پوه شه چه مرګ او ژوند دالله ج په لاس کښي دی مرګ د جهاد پوري نه دی خاص،
په صبر او تحمل سره دجهاد میدانونه ګرم کړې،ویره له یو الله ج څخه نه پکار ده،په هر حال کي الله ج ته متوجي کیږی،د الله ج نه په هر حالت کښي غوښتنه او دعا غواړي،په خوښی او سختي کښی الله ج ته مراجعه وکړي داسي مه کوي چه په سخته مو الله ج په یاد وی او په راحت کښي بیا غفلت کوي،
نیتونه صفا کړې په نفس او مال سره قرباني ورکړي،ان شا الله چه سحر نږدی دي،د فتح امید د فتاح زات نه ولرې،نه غم همیشه پاتی کیږی او نه خوشحالی،اتفاق او وحدت که مو خپل کړ ازادی او خپل واکښي به مو خپی ښکل کړي،
تاسی زما اولاد او زه ستاسی ستاسی مور افغانستان،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x