sayyaf team

په سوریه کي د روسیې د مداخلې سره زموږ تقاعد ته د سوق سوو مجاهدينو خولۍ هم په غوړو کی سوه

لیکوال: عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

داسي ښکاري چي په دې وروستیو کي روسیه د خپلو ګټو او موخو لپاره د امريکې د اهدافو او ګټو پرضد نوي ګامونه اوچتوي. کریميا يې په خپل هيواد ورګډه کړه او په اوکراین کي يې هم روسي توکمي د بېلتون غوښتني په چاره کي پرپښو درولي دي. په دې لړ کي يې دادی اوس په سوريه کي ډېري خطرناکي مداخلې ته ورودانګل. او ترڅنګ يې دا هم په نیت کي لري چي خپل پوځونه په تاجکستان کي پر افغان پوله ځای پرځای کړي.

که څه هم امريکې او لوېديځ له پخواڅخه د روس د دغسي تحرکاتو تمه لرل او څارل يې، خو په سوریه کی يې د هغو د داسي لڅو او بربنډو پوځي لاسوهنو او د امريکا او امريکا پلوو عناصرو پرضد يې د داسي غوڅو او زړه ورو پوځي اقداماتو هيڅ تمه نه درلوده، ځکه نو امريکایان او ملګري يې هيښ پاته دي او په دې اړه يې ډول ډول نوو اقداماتو ته لاس اچولی دی او همدا اوس هم لګیادي نوي تصمیمونه نيسي. په دې لړ کي موږ له رسنيو څخه واورېدل چي:

د امريکې ولسمشر باراک اوباما روسيې ته د سوريې په شخړه کي د ښکېلېدو په اړه خبرداری ورکړی وو او ويلي يې وه چي احتمال لري ماسکو په سوریه کي د پوځي مداخلې له امله د ځينو وسله والو ډلو د غچ اخیستونکو بریدونو هدف وګرځي.

اوباما دا هم ويلي دي چي کېدای سي ځيني ډلي «جهاد» اعلان کړي او لامل يې هم لري او هغه لامل په سوریه کي د روسیې دخالت دی.

د اوباما تر دې څرګندونو وروسته موږ له رسنيو څخه واورېدل چي په مصر، عراق، سوریه، سعودي او نورو ځايونو کي هغه پخوانۍ اسلامپالي، صوفي او جهادي ډلي چي جهاد يې پرې ایښی وو بېرته متحرکي سوي او د روسيې پر ضد يې د ډول ډول اقداماتو او جهاد اعلان کړی دی.

په دې لړ کي دادی سمدستي له رسنيو څخه اورو چي افغان ولسمشر په دولتي چوکاټ کې د مجاهدینو له ځای پرځای کولو سره توافق کړی دی؟؟؟ په دې اړه په خبرونو کی راغلي چي دغو جهادي مشرانو د چارشنبې په ورځ په ارګ کې له ولسمشر غني سره کتلي دي اوحکومت او پخواني جهادي مشران د کندز له وضعیت وروسته،(چي البته دا یوه پلمه ده) د یوې قیادي شورا د جوړولو په لټه کې دي. په رسنيو کي دا خبره هم راغلې ده چي: ویل کیږي ولسمشر غني او امریکايي چارواکو ددغسې یوې شورا د جوړولو هوډ کړی دی.

د همدغي تېري چارشنبې په ماښام اوباما او اشرف غني ټلیفوني خبري هم وکړې، داخبری که څه هم ظاهراً په کندز کې د وروستیو امنیتي حالاتو په اړه وې. خونور مهم مطالب يې هم درلودل.

د سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې راغلي‌ چې ولسمشر بارک اوباما د افغان امنیتي ځواکونو د میړانې ستاینه وکړه ؟! او ولسمشر غني ته یې ډاډ ورکړ چې امریکا به له افغان پوځیانو سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.‌

افغان او امریکايي‌ ولسمشرانو د خپلو خبرو په پاې کې د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي، پوځي او سیاسي همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.‌

همداراز په دې اړه د افغان ولسمشر دفتر په یوې خبرپانۍ کې وویل چې ولسمشر بارک اوباما به له افغانستان نه د امریکا د “دفاع، ملاتړ او لا ډېرو مرستو” په اړه ډیر ژر پریکړه اعلان کړي.

د دې تر څنګ دا خبرونه هم خورا تاوده دي چي امریکا په افغانستان کې د زرګونو پوځیانو پر ساتلو غور کوي.

وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وه چې تر ۲۰۱۶ ع. کال ورسته به یوازې ۱۰۰۰ امريکايي سرتیري په کابل کې د خپل سفارت د ساتلو لپاره پریږدي.

خو اوس سپینه ماڼۍ وايي په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور له نړیوال تروریزم سره د مبارزې لپاره او د امریکا د ملي ګټو د ساتلو لپاره اړين باله سي.

بل تود خبر هم دادی چي د ناټو عمومي منشي ینز شتولتنبرګ د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل “مونږ به د افغانستان پر حالاتو او همداشان د پوځي مشورې لپاره د ناټو د شتون لپاره د یوې اډې په ضرورت غور وکړو”.

د دې سره جوخت د امریکا د کانگرس د سنا مجلس د دفاعي کمیټې رئیس جان مک کین څو ورځې دمخه د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بشپړه وتلو عواقبو ته په اشارې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د امریکا متحده ایالات باید په افغانستان کې دایمي پوځي شتون ولري.

له دې ټولو خبرو څخه دا راوزي چي له یوې خوا په افغانستان کي د طالبانو وروستيو جنګي لاسته راوړنو او له بلي خوا د روسيې وروستيو وېروونکو عملي پوځي کړنو امریکا او لوېديځ په سختو خرخښو او اندېښنو اخته کړي دي.
اوس امريکا او ناټو دې نتيجې ته رسېدلېي چي د روس د دې تحرکاتو او نیاتو پرضد په افغانستان کي پوځي او سیاسي هراړخيز شتون ته سخته اړتيالری. له دې امله  به امريکایان د خپلو مخکنيو تکلونو په خلاف له ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې زرګونه امریکايي سرتېري پریږدي.

ورسره سم به د پخوانيو مجاهدينو په اصطلاح پر مشرانو هم لاس تېر کړي او وبه يې هڅوي چي د روسانو د دې وروستيو اقداماتو پرضد د جهاد اعلان وکړي. په دې سره به يو ځل بیا د دغو مشرانو خولۍ په غوړو کي سي.

د طالبانو په اړه امريکایان غواړي او خوښيږي چي طالبان د سولي په نامه د کابل د ادارې سره یوځای سي او د دوی تر چتر لاندي واوسي. خو طالبان داسي سوله هيڅ نه کوي. اما هغسي رشتیانۍ سوله چي له افغانستان څخه د امريکايي پوځیانو د وتلو لامل سي، پخوا هم امريکایانو نه غوښتنه او په اوسنيو نوو شرایطو کي خو يې بېخي په ګټه نه ده.

نو څه به کيږي؟

ښايي د روسیې او امریکې ترمنځ ستونزي نوري هم زیاتي سي او د دوې دواړو ښکېلاکي ځواکونو په تاوان واوسي. د مسلمانانو کړاوونه به هم ورسره زیات سي. دلته او هلته به امريکا پلوی او درواغجن او مازي په نامه مجاهدین ډېر بد رسوا سي او رښتیاني مجاهدين او د رشتیانيو مجاهدينو ملاتړي به د نړۍ په ګوټ ګوټ کي نور هم زیات سي او لوی څښتن عزاسمه به يې پښې نوري هم ټينګي کړي.

په افغانستان کي رشتیانۍ سوله همدا اوس راتلونکې نه ښکاري الا ماشاء الله. خو داسي ښکاري چي ډېژ ژر به حق پلوي په خپله توره او همت پر باطل بری ومومي او زموږ خلک او هيواد به د ښکېلاکګرو له دې ناورن څخه په سرلوړۍ راووزي وماذالک علی الله بعزیز.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
yousuf
میلمه
yousuf

ان شاء الله تعالی!
اللّٰهم انصر الاسلام والمسلمین والمجاهدین فی کل مکان!

عبدالخالق همت
میلمه
عبدالخالق همت

همت صاحب الله دي فه دنيا او اخيرت مانا لره

عبدالخالق همت
میلمه
عبدالخالق همت

همت صاحب الله دي فه دنيا اواخرت كامياب لره الله دي فر قلم بركت كه

Saleem
میلمه
Saleem

قد کتبتَ حقاً . یا شیخ همت ! حیاک الله و بارک الله فیکم . آلاف من مایسمی المحللین الکاذبین لایستطیعون أن یکتب شیئاً فی الموضوع ، مثل تحلیلک . شکراًجزیلاً..!!