بنګله دیشي بزګر ۱۶۰۰۰۰ موږکانو له وژلو وروسته ملي اتل ونومول شو

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د بنګله دیش یو بزګر ته د ۱۶۰۰۰۰ موږکانو له وژلو وروسته د ملي اتل لقب ورکړل شو. د بنګله دیش د یوې اړوندې ادارې په وینا دغه بزګر توانیدلی دغه شمیر موږکان یوازې د ۱۲ میاشتو په اوږدو کې ووژني.

دغه بزګر ته چې عبدالخالق میربهر نومیږي دغې لقب ورکولو سره ۲۰۰۰۰ بنګله دیشي ټکه جایزه هم ورکړل شوه. بنګله دیش په دې وروستیو کې له موږکانو څخه ډیر ځوریږي نو په همدې اساس له موږکانو څخه د غله جاتو د ژغورلو کمپاین يي پیل کړی چې د دغې کمپاین په نتیجه کې عبدالخالق ۱۶۱۲۲۰ موږکانو له وژلو سره د موږکانو د وژلو اتل شو.

عبدالکلام ازاد د نباتاتو د ژغورنې دولتي ادارې مشر د هغې غونډې په ترڅ کې چې د عبدالخالق د لاسته راوړنې په ویاړ جوړ شوی و وویل:« عبدالخالق د موږکانو یو احساساتي وژوونکی دی او ما ته هم په نړۍ کې د غله جاتو خوړوونکي موږکانو وژل تر بل هر کار زیات خوند راکوي.»

عبدالخالق د موږکانو د وژلو لپاره ځینې میرمنې هم په دنده ګمارلې وې تر څو په فصلونو کې شته موږکان ووژني او د حساب لپاره يي لکۍ د سیمې د کرهڼې ادارې ته وسپاري.

۵۵ کلن عبدالخالق غونډې ته په وینا کې وویل:« زه له ۱۹۹۶ زیږیدیز کال راهیسې موږکان وژنم. زه د هغوي له وژلو خوند اخلم. هغوي زمونږ د هیواد او د خلکو دښمنان دي. موږکان زمونږ غله جات او ځینې نور خواړه له منځه وړي او ناروغي خپروي.»

دولتي کارکوونکی برهان الدین رسنیو ته وویل چې عبدالخالق له موږکانو څخه له اندازې زیاته کرکه کوي او د هغوي وژلو لپاره له اندازې زیاته هڅه کوي چې له همدې امله د کلي په خلکو کې په لیونی مشهور دی.

د بنګله دیش د کرهڼې وزارت د راپورونو پر بنسټ موږکان هر کال په بنګله دیش کې له ۱.۵ میلیونو ټنو څخه تر ۲ میلیونه ټنه غله جات له منځه وړي.

د کرهڼې وزارت د کارکوونکو په وینا روان کال د بنګله دیش بزګرانو ۱۳ میلیونه موږکان وژلي او په دې ډول توانیدلي د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت غذايي مواد وژغوري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
abdullah
میلمه
abdullah

Yuor web is so nice and truthfull send me news of the world specially Afghanistan thank you