دیني، سیرت او تاریخ

د مسلمانانو حقونه (7برخه)

ژباړه: محمد لقمان حامد

څو نبوي لارښوونې

(1) حضرت ابو هریره رضی الله عنه وایي چې یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د قیامت په ورځ به حقدارانو ته خپل حقونه ورکول کیږي تر دې پورې چې بې ښکره وزې ته به د ښکرورې وزې څخه بدله ورکول کیږي.

(2) حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وایي چې یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو دا خبره یاده لرئ چې الله تعالی په تاسو باندې ستاسو وینه او ستاسو مالونه حرام کړي دي لکه څنګه چې په دې میاشت کې دې ورځې ته حرمت ورکړل شوی دی. او تاسو خبر اوسئ: آیا ما تاسو ته (د الله تعالی حکمونه) رسولي دي؟ ټولو په یو آواز سره وویل: هو. رسول الله صلی الله علیه وسلم درۍ ځله همداسې وویل: اې الله ته ګواه اوسه. ستاسو له پاره دې هلاکت وي (راوی دلته شکمن دی) او یا یې داسې وویل افسوس دې وي. ښه غور او فکر وکړئ زما څخه وروسته کافران مه جوړیږئ چې تاسو بیا د یو بل سرونه وهئ.

(3) حضرت ابو هریره رضی الله عنه وايي چې یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که په چا د کوم مسلمان ورور حق وي (لکه د هغه د عزت حق یا کوم بل حق ورباندې پاتې وي) نو هغه ته په کار ده چې همدا نن له هغه څخه بښنه وغواړي له دې مخکې چې له هغه سره نه دینار وي او نه درهم وي که چرته د هغه نیک عملونه وي نو د هغه د ظلم په برابر به له هغه څخه نیکیانې وړل کیږي، که چرته له هغه (ظالم) سره نیکي نه وي نو بیا به د دې (مظلوم) ګناهونه ددې ظالم په حساب کې لیکل کیږي.(بخاری شریف)

(4) حضرت عبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنهما وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مسلمان هغه دی چې د هغه د ژبې او د لاس له شر څخه بل مسلمان ورور خوندي وي.(بخاری و مسلم)

(5) حضرت ابو امامه رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې په (دروغجن) قسم سره د بل مسلمان حق اخلي الله تعالی د هغه له پاره جهنم لازم کړی او جنت یي ورباندې حرام کړی، یو چا وویل یا رسول الله (صلی الله علیه وسلم) اګر که یو کوچنی شی هم وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: اګر که د مسواک د ونې په برابر وي هم.(مسلم شریف)

(6) حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:ایا تا سو پوهیږئ چې مفلس څوک دی؟ صحابه کرامو رضی الله عنهم وویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم مفلس مونږ هغه چا ته وایو څوک چې مال او پیسې نه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: زما په امت کې مفلس هغه څوک دی چې د قیامت په ورځ به د لمونځ، روژې، زکوة، سره راځي خو که چاته یې ښکنځل کړې وي، یا یې په چا تهمت لګولی وي، یا یې د چا مال خوړلی وي، او یا یې څوک وژلي وي، نو هغه مظلوم ته به ددې ظالم نیکي ورکول کیږي. که چرته د هغه د ظلمونو د ختمیدو څخه مخکې د هغه نیکۍ ختمې شوې نو د هغه مظلوم ګناهونه به دې ظالم ته ورکول کیږي او دی به دوزخ ته غورځول کیږي. (مسلم)

(7) حضرت ابو موسی اشعری رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مؤمن د (بل) مؤمن لپاره د ودانۍ په څیر دی چې د هغه په یوه لوری سره دویم لوری کلک ساتل کیږي. (د مثال په توګه یې داسې وکړل) رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو لاس ګوتې د بل لاس په ګوتو کې ورکړې. (بخاری و مسلم)

(8) حضرت نعمان بن بشیر رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: پخپلو کې د مسلمانانو د میني، رحمت، او شفقت کولو مثال د بدن په څیر دی که چرته د بدن یو اندام ته تکلیف ورسیږي نود بدن ټولو اندامونو ته تکلیف رسیږي. (بخاری و مسلم)

(9) حضرت جریر بن عبدالله رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:څوک چې په خلکو رحم نه کوي الله تعالی په هغه رحم نه کوي. (بخاری و مسلم)

تشریح:

د قران کریم، احادیثو مبارکو، او د فقهې له کتابونو څخه په ژوره مطالعې سره دا خبره په هر هغه پوه او عدل خوښوونکي مسلمان باندې د روښانه ورځې په څیر جوته کیږي چې الله تعالی د مسلمانانو د حقونو په اړه په ډیره سختي سره د اداء کولو حکم کړی دی او د حقونو ورکونکو لپاره د ثواب او اجر وعده کړې او د حقونو د ضائع کونکو لپاره يې وعید ذکر کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x