افغانستان

یوولس زره افغان کورنۍ دبریښنا له نعمت څخه برخمنې شوې

 

په کابل کې د بریښنا شرکت استازي  وایي ، چې همدانن یې دکابل په  ښار او شاوخوا سیمو کې دبریښنا  دانتقال  ۲۲ برجونو  افتتاح کړي ، چې په دې سره یوولس زره افغان کورنیو ته دبریښنا جریان رسیدلی دی .

د شرکت لخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې  دبریښنادغه نوي برجونه دکابل ښار په  اوومه ، اتمه  ، یولسمه ، دوولسمه  او پنځلسمه  ناحیو کې پرانستل شوي دي ، دغه راز دکابل په ګاونډ کاپبیسا او پروان ولایتونو کې هم څو بریښنایي مراکز افتتاح شوي دي  .

بریښنا شرکت څرګندوي چې تیرکال یې  ۱۱۴ زره افغان کورنیو ته دبریښنا انرژی رسولې او سږ کال هم په نیت کې لري ، چې ۶۰ زره افغان کورنیو ته  بریښنا ورسوي  .

دا په داسې حال کې ده چې له بلې خوا دبریښنا او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي چې  پلان لري  له کابل څخه لوګر او دجنوب ختیځ  افغانستان په خوا انتقالي بریښنا وغځوي ، دهمدې موخې لپاره  دبریښنا وزیر نن پل عالم او ګردیز ته سفر کړی وو ، خو پکتیا ترې وغوښتل چې دانتقالي بریښنا په ځای دې  په پکتیا کې دمچلغو په بند کار پیل شي چې نه یوازې پکتیا بلکې شاوخوا ولایاتو ته  هم دبریښنا دورکولو توان لري .

سره له دې چې د انتقالي بریښنا رسول  هم دافغانانو لپاره یو دقدر وړ اقدام دی ، خو دبریښنا په وزارت له دې اړخه جدي  اعتراضونه کیږي ، چې په تیرو څو کلونو کې یې  په کور دننه دبریښنا دتولید لپاره هیڅ دپام وړ اقدام نه دی کړی او یوازې یې له ګاونډیو هیوادونو څخه دبریښنا داخیستلو هڅې کړي دي ، په داسې حال کې افغانستان دبریښنا بندونو لپاره زیات وړ مواضع او پریمانه اوبه لري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x