ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۱)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

کاميابي څه شی دی؟ د هغې د لاسته راوړو طريقه څه ده؟ د کاميابي فايده څه ده؟ آيا تاسو ته هم د کاميابي حق حاصل دی؟ دلته مونږ همدغو پوښتنو ته د ځواب پيدا کولو کوښښ کوو، دا ليکنه د کاميابي په باره کې ده، دا د ستاسو په باره کې ده او تعلق يې له هغې خبرې سره دی چې کاميابي څنګه ترلاسه کړو؟.

مونږ اکثر وخت له نورو خلکو آورو: په لين کې ودريږه او د خپل نوبت انتظار کوه، دا د کاميابي لاره نه ده او نه دا زمونږ د اميدونو په خوبونو کې د بدلون راوستو لار ده، که چيرته مونږ د حقيقي کاميابي خواهشمند يو نو مونږ بايد له دارنګه خيالاتو سره محتاط و اوسيږو، ځکه کاميابي هيڅ کله د لاس په لاس ايښودو او انتظار څخه نشي ترلاسه کيدای.

ډير وخت يو انسان کاميابي تباه کوي هم، يو کامياب انسان که داسې فکر وکړي چې هغه د هر شي محور او مرکز دی، نو د انا ضمير په راجع کولو سره هغه د تکبر ښکار کيږي، داسې کس بيا تل داسې ګمان کوي چې د هر رنګه پوښتنې ځواب ور سره شته دی، ليکن دلته زمونږ بحث په همدې موضوع کې نه دی!

دلته مو له ليکنې څخه مقصد د دې خبرې وضاحت کول دي چې کاميابي څه شی دی؟

د هغې د لاسته راوړو لاره څه ده؟ تاسو ته د کامياب انسان جوړيدو حق تر کومې اندازې حاصل دی؟ دا ليکنه ستاسو متعلق ده او د ستاسو د کاميابيدو لپاره ده.
د کاميابي شروع له دې کيږي چې تاسو د خپل عقل استعمالول شروع کړی، له دې وروسته د کاميابي بهترينه لار دا ده چې تاسو د خپلو اميدونو او توقعاتو د لاسته راوړو لپاره يوه قابل عمل پلان تيار او جوړ کړی.
دا ضروري نه ده چې د يوه کامياب انسان جوړيدو لپاره تاسو بد او غير اخلاقي طريقې غوره کړی، دا سمه خبر ده چې ځينې کامياب خلک په ظاهره بد، تنګ نظري او بد اخلاقه وي، د هغوی په خيالاتو کې تعصب وي، دا خلک د خپلو مفادو د لاسته راوړنې لپاره له تاسو سره جنګ کولو او وژلو ته تيار وي، د هغې نتيجه دا راووځي چې داسې خلک خپلې ادارې له نويو خيالاتو او نويو امکاناتو څخه محرومې کړي.
د کاميابيدو، نورو ته د فايدې رسولو او په هغه عمل کې د خپل عقل استعمالولو لپاره دا ضروري ده چې تاسو د سخت محنت کولو لپاره تيار شی، خپله جايزه واخلی، آيا تاسو د هغه کار لپاره خطراتو ته تيار ياست؟ آيا تاسو خپلو خوبونو ته د تعبير ورکولو لپاره په پوره اخلاص قرباني ورکولو ته تيار ياست؟.
دا خبره په ياد لری چې په کاميابو خلکو کې کومو چې نورو ته د فايدې رسولو د نه ختميدونکي کوشش ذمه واري قبوله کړې، په هغو کې لاندنې خصوصيات موجود وي.
(۱)     هغوی له مسايلو څخه نه ويريږي او نه د عدم تحفظ ښکار وي.
(۲)     هغوی خپل قدر پيژني او له خپلو خويونو او خاميانو څخه په ښه طريقه خبر وي.
(۳) کامياب خلک د اعلی درجې ذمه دار افراد وي او دا پيژني چې په آزادانه توګه د کار کولو لپاره د ذمه واري قبلول ضروري دي.
(۴) هغوی له خطراتو سره په مقابله کولو پوهيږي.
(۵) په هغوی کې د تجسس او نويو شيانو د پيدا کولو ماده وي.
(۶) هغوی ډيرې پوښتنې کوي.
(۷) هغوی د نورو خلکو مسايل اوري او د حل کوشش يې کوي.
(۸) هغوی چې کومه وعده وکړي هغه پوره کوي.
(۹) هغوی له موقع څخه استفاده ډيره ښه پيژني.
(۱۰) هغوی په خپل کار کې خطراتو ته تل تيار وي.
(۱۱) کوم شی مهم او کوم غير مهم؟ کامياب خلک دا په ښه طريقه پيژني او په اهمو شيانو باندې خپل وخت مصرفوي.
(۱۲) په هغوی کې د کاميابي د لاسته راوړلو جذبه وي.

مسئله دا ده چې کامياب خلک اکثر د لويو لويو غلطيو ښکار کيږي، هغوی چې کومې کاميابي ترلاسه کړي د هغوی په نسبت په کمو باندې قناعت کوي، که چيرته مونږ له شروع څخه د خپلو مقاصدو د لاسته راوړو لپاره داسې هدف وټاکو کوم چې زمونږ له توقعاتو څخه يو څه لوړ وي نو اوبه وينو چې مونږ په حيرانونکي انداز له خپلې توقع څخه زياته کاميابي ترلاسه کړه، عام عقل وايي : هغه څوک په کومو کې چې خود اعتمادي وي د هغه چا په نسبت ډير کامياب وي په کومو کې چې د خود اعتمادي کمی وي.

ټول خلک د دې خبرې په فکر کې دي چې څه وکړي؟ اما په دې خبرې کې ډير کم خلک دلچسپي لري چې دوی څه جوړ شي؟ که چيرته تاسو په ژوند کې کاميابي غواړی نو تر هر څه د مخه د هغې لپاره ځان تيار کړی، په دنيا کې څوک شته دي چې کاميابي نه غواړي؟ هر څوک دا غواړي چې خوشحاله او کاميابه زندګي تيره کړي، مګر مونږ ته په نظر راځي چې زمونږ په ټولنه کې کامياب خلک ډير کم دي، اوس پوښتنه دا پيدا کيږي چې آيا د کاميابي لپاره کومه خاصه طريقه شته او که په قسمت پورې تړل شوې؟.

که چيرته مونږ فکر وکړو نو دوه رويې مخته راځي، يو شمير خلکو کاميابي ترلاسه کړې مګر له قسمت څخه بيا ژاړي، که چيرته مونږ د کاميابو خلکو د عمر سوانح مطالعه کړو نو وبه ګورو هر هغه انسان چې کاميابي يې ترلاسه کړې، يا يې په ژوند کې کومه تاريخه کارنامه تر سره کړې، په هغوی کې لاندني دری خويونه ضرور موجود دي.

(۱)     په خپل مقصد يقين.

(۲)     سمه تګلاره.

(۳) ټول کوښښ په کار اچول.

نور بيا ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x