افغانستان

د کندز خلک د ناموسي تېریو راپورونه په کلکه ردوي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د کندز ولایت اوسیدونکي هغه راپورونه په کلکه غندي چې ګواکې د دې ولایت له سقوط وروسته طالب ځواکونو د خلکو ناموس ته په سپکه کتلي او بې عزتي یې وراړولې. د کندز اوسیدونکي دا راپورونه دروغ او له دوی سره لویه اخلاقي او انساني جفا بولي.

تېره ورځ د طلوع تلویزون خبریال «ولي آرین» له کندز ولایت څخه په خپل راپور کې ادعا وکړه چې طالبانو د کندز پوهنتون په لیلیه کې ښځینه محصلینو ته بې پتي وراړولې. نوموړی چې د لیلیې په یوې تشې خونې کې ولاړ و، پرته له دې چې کره شواهد وښيي، د ملي اردو د یو تن عسکر د څرګندونو پر اساس یې ادعا کوله چې د کندز له سقوط وروسته په یادې لیلیه کې ښځینه محصلینې بې عزته شوي دي.

خو د کندز ولس د رسنیو او امنیتي چارواکو لخوا داسې راپورونه له دوی سره جفا او خیانت بولي او په کلکه یې ردوي. د کندز یو تن اوسیدونکی «څارنوال برات عمرخېل» وايي چې داسې راپورونه په کلکه غندي او خپروونکي دې باید خپلې خبرې بیرته واخلي. نوموړي چې له طلوع تلویزون سره یې خبرې کولې وویل:

«کندز باوجدانه، باغیرته، باهمته ولس لري، که خدای ناخواسته دغسې واقعه پیښیږي د کندز ټول ولس یې په وړاندې د جهاد اعلان کوي، دا خبره په دې تلویزون کې د یو وکیل له خولې خپره شوې او دا له کندزیانو سره لویه جفا ده».

همدا رنګه د کابل پوهنتون استاذ «فیض محمد ځلاند» هم وايي چې د کندز ځینو اوسیدونکو چې شمېر یې سلو تنو ته رسیږي، ورته ویلي چې په دې ولایت کې د خلکو په ناموس باندې د تیري راپورونه هیڅ حقیقت نه لري او دوی یې په کلکه غندي.

نوموړی د کندز د دغو اوسیدونکو له قوله وايي چې د کندز پوهنتون په لیلیه کې په دې ورځو کې ښځینه محصلینې هیڅ شتون نه لري او لا له وړاندې رخصت شوي دي. نوموړی زیاتوي:

«د کندز اوسیدونکي له رسنیو څخه غوښتنه لري چې پر دوی د ناموس تیری ونه تپي، پر هغوی باندې ډیر ظلم شوی، که د ناموس تیری پرې تپل کیږي نو دا به د کندز له ولس سره نهایت انساني تیری وي، په کندز کې د هیچا په ناموس تیری نه دی شوی».

د کندز پوهنتون رئیس عبدالقدوس ظريفي هم د نوموړي پوهنتون په لیلیه کې د یادې پیښې رامینځته کیدل «دروغژن افواهات» ګڼي او وايي چې له اختر وروسته د پوهنتون په لیلیه کې هیڅ ښځینه محصلې شتون نه درلود.

ښاغلي ظریفي دغه راپورونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي:

«د اختر په ورځو کې ټول محصلین کور ته تللي وو، په لیلیه کې هیڅ ښځینه محصلې شتون نه درلود، دا شایعه کاملا دروغ ده».

نوموړي په هغو چارواکو هم نیوکه وکړه چې د دغو راپورونو خپرولو ته لمن وهي.

«زه د افغانستان ټول ولس ته په یقین سره وایم چې د ښځینه محصلینو په لیلیه کې هیڅ نجلۍ شتون نه درلود، هغه امنیتي چارواکي چې دغه راپور نشروي کاملا افواهات دي، زه یې په کلکه ردوم».

د کندز پوهنتون رئیس زیاتوي چې شېبه په شېبه د پوهنتون له وضعیت څخه باخبره دی او په دې مطمئن دی چې د جګړې له اولې ورځې څخه هیڅ نجلۍ پوهنتون ته مراجعه نه ده کړې او نه د اختر په ورځو کې محصلینو ته په لیلیه کې د پاتې کیدو اجازه ورکوي.

ښاغلی ظریفي یو ځل بیا ټینګار کوي او وايي:

«د ناموسي تیریو پیښه په ټول کندز کې عموما او په ځانګړي ډول په کندز پوهنتون کې هیڅکله نه ده رامینځته شوې».

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې د یو شمېر رسنیو لخوا داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې طالب ځواکونو د دغه ښار بانکونه، طلا پلورنځي او د صرافۍ مارکیټ چور کړي دي، خو په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازو دغه اوازې په کلکه رد کړې او هغه یې د ځانګړو کړیو لخوا د لوټ او تالان لپاره زمینه سازي وبلله. د کندز اوسیدونکي وايي چې طالبانو د هیچا سر، مال یا عزت ته زیان نه دی رسولی بلکې ولس یې د لوټمارو، غلو، فسادګرو او غاصبینو له منګولو ازاد کړی دی.

داسې باورونه شته چې د ګډ حکومت چارواکي په کندز کې د طالبانو د بریدونو او پرمختګونو په وړاندې بې وسه او له طالبانو سره ولسي ملاتړ سخت اندیښمن کړی، نو ځکه یې د ولس او طالبانو ترمینځ د بې باورۍ د شیندلو په موخه د ناموسي تیریو تهمتونو ته ملا تړلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

اسلام عليکم : وروڼو له روحي پاڼې څخه مې واخيسته لطفا نشر او خپره یې کړۍ مننه [img] http://www.etilaatroz.com/wp-content/uploads/2013/09/43035211-F309-4D19-91B5-47D5EC865C23_w640_r1_s_cx0_cy18_cw80.jpg [/img] شمالي ټلواله بیا د تجزیې خوب ویني دافغانستان جګړه او د پینځمې لسزیزي پیل، اړینه ده چې د هیواد روان ناورین له هرډول بې عدالتیو پرته وڅیړل شي، دافغانستان په جګړو کې ظلمونو ، قتلونو او برعکس فداکارۍ او میړانې قرباني او هیواد پالنې اوږدې لارې وهلې دي. او لازم ده چې له دواړو څخه په خپل وخت او موقف کې یادون وشي ، حال داچې تاریخ خپل قضاوت لري او کوي. د افغانستان جګړې له شک پرته بهرني اړخونه… نور لوستل »

هدایت الله

دچوپړي امنيت مصنوعی راپورونه هغه رسنۍ هم ډير خپروي چې ديوغیرتمن اکثريتي توکم ددفاع په نوم سره اوسپین راټولوي، خوپه فارياب کې ددوستم دوحشی مليشو
لخواا پرنادودو يې غوږونه کاڼه کړل، اوادادی اوس پردغه فخش غلط اوصرف انتقامي بنیاد چوړشوي راپوريې خوله وازه کړه، همدا اوس په کندوز کې ديوه خاض توک مخلګ ددطالبانو دحمایت په تورشکنچه سول خو دغه بي ضمير اوپې پته رسنئ اوليکوال پرې پّپټه خوله دي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x