نظــر

هلاکوونکې مفکوره

لیکوال: احمدارشاد سعید –ننګرهار-

د شوروي اتحاد د یرغل نه وروسته افغانستان هم د نورو مستعمره شویو اسلامي خاورو په څیر  د زیاتو دهري افکارو او نظریاتو تأثر  وځپی.

روسانو که له یوې خوا افغانۍ خاوره تر خپلو پښو لاندي کړه، له بلې خوا یې د زیاتو افغانانو څخه د اسلام دفاع او آزادۍ غوښتني احساسات هم واخیستل او پر ځای یې د هغو نظریاتو تابع کړل چې په عملي کولو سره ایمان د کمزورۍ اوج ته رسوي چې د هغو نظریاتو له جملې نه یوه هم د وطن پرستۍ نظریه ده.

د دې نظریې په سبب زیات مسلمانان د دوزخ کندي ته ور ټېل وهل شول.

روسانو د ( هیواد مور ده) شعار په وسیله د افغانانو تر منځ د قوم پرستۍ او ملت پرستۍ تخم و شیندی او زیات افغانان یې تر خپل بیرغ لاندي ودرول.

د کافرانو له لوري په اسلامي حریم یرغل هغه څه دی چې فرض کفایي جهاد په فرض عین اړوي او د کفایت حکم  یې په نفیر عام بدلیږي، دا ټول په دې سبب چې مستعمره شوې ځمکه اسلامې خاوره ده، نه په دې سبب چې دا افغانستان، پاکستان، ایران او یا کومه بله خاوره ده.

روسانو د اسلامي خاوري د ساتلو په خلاف د وطن پرستۍ د شعارونو په وسیله ځان هغو ګټو ته رسوی چې بیله دې شعارونو ورته رسیدل ستونزمن وه. د روسانو لخوا د افغانستان مستعمره جوړول پرته د وطن پرستۍ له نظرې ناممکنه وه. د روسانو ددې تفالې په سبب هغه افغانان چې ددې شعار ښکار شوي وه امریکایي یرغل ته یې هم  د وطن جوړولو په امید هرکلی ووایه او اسلامي خاوره یې په پټو سترګو د ناچیزه ثمن په بدل کې د غربیانو په پنجه کې ورکړل.

دوی فکر کوی چې ایتلافیان به د خپل قوي اقتصاد له امله افغانستان هم د جوړښت په لحاظ د پیشرفته هیوادونو په قطار کې و دروي.

خو ددې ټولو په خلاف امریکایانو او ورسره ایتلافیانو یې د رغوني په نامه د خپل کفري او اسلام ضد تمدن څادر په ټول هیواد و غوړوی او د سیکولریزم او ډیمکراسۍ بوټی یې د هیواد په هره څنډه کې ولګوی.

هیوادوال یې ددې تمدن په وسیله د داسي شرمناکو واقعو مرتکب کړل چې له بیان نه یې خولې عاجزي دي. د مظلومو افغانانو دومره لیټره وینه یې و بهیول چې شمیر یې له عزوجل پرته هیڅ چا ته څرګند نه دی. د فاجعاوو  رکارډونه ډک شول، او د اوښکو پر ځای له سترګو ویني و بهیدلې خو بیا یې هم څه اثر ونه کړی.
د کابل د شاه شهید واقعه، په نژدې وختو کې د کندوز د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون بمباردمان، د زوم او ناوي په شمول د واده پر ټولو اشخاصو بمباری، شپنۍ عملیات او چاپې ټول د هغو اشخاصو له امله دي چې له خولې نه یې د اسلامیت تر مخه د ( زه افغان یم یا من افغان هستم) کلمه راوځي.

خپل ملت ښکاره کول کوم اسلامي جرم نه دی، خو تر اسلام مخکي هغه ته ترجیح ورکول لوی هلاکت دی. ددې برعکس الله تعالی په افغان ملت کې داسي باتوره اشخاص هم پیدا کړي وه چې د اسلام په لاره کې یې نه دا چې د سر په سودا صرفه نه کول بلکي د لاسته راوړلو لپاره یې تر نهایته کوښښونه کول. نه یوازي دا چې د اسلام لپاره له خپلي خاوري تیر ول، بلکي د اسلام د نوم ساتلو لپاره د خپلي ګراني کورنۍ او عیال په تباهۍ يې هم پروا نه وه. لکه څنګه چې روسی یرغل د اسلام او خپلواکۍ مینو په مخ کې ځنګون کت شو، الله جل جلاله ډیري داسي مېندي ژوندۍ پرېښودلې چې له هغوی څخه داسي څېرې و زېږیدلې کوم چې اوسني ایتلافیان یې هم له وهمه  لار ورکي معلومیږي. کفر تغیر نه دی کړی، لومړۍ د بریتانیاي اوزنا تر نامه لاندي راغلل او مات شول، ورپسې د اتحاد جماهیر شوروي په نوم راغلل او رد شول او اوس د NATO  په نوم راغلي چې ماته یې د روڼ لمر په څېر هر چا ته واضحه ده. دا ددې په سبب چې ټولو اسلام ضد منهج غوره کړی وو.

نن چې مطبوعاتي ټکنالوژي یا میډیا کوښښ کوي دې ماتې ته بل رنګ ورکړي، دا یې د هغه فخر او غرور ساتلو یوازنۍ لاره ده چې د ۲۰۰۱ په ډسمبر کې یې دعوه کړې وه او فکر یې کاوه چې د سنګر تود ساتونکو نوم به له جهانه محوه کوي. نه هغه میدان سوړ شو او نه هغه مورکۍ شنډه شوه، خو په خلاف یې سنګرونه نور هم تاوده شوي او ډیرو سر ښندونکو دنیا ته سترګي روڼي کړي چې کافران او ملګري یې حتی په خپلو محفوظو ځایونو کې هم سر ترې پورته کړی نه دی.

دا سلسله به د ( الجهاد ماض  إلی یوم القیامة) په مصداق سره تر قیامته روانه وی. او لارویان به یې إن شاءالله د ( أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ ) مستحق ګرځي. خو په خلاف یې هغه خلک چې د اسلام پر ځای یوازي  د وطن او قوم  په جنګ کې له دې دنیا کوچ کړی وي هغوی ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول متوجه دی چې فرمایي: (إذا التقي المسلمان بسيفهما فالقتال والمقتول في النار) (متفق عليه)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

دیره خوندوره، دزره پوری، او په واقعیت ولاره لیکنه، الله دی اجرونه درکری…

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x