نوکیا شرکت دمالي مشکلاتو له کبله خپل مرکزي دفتر خرڅولو ته تیار شوی

http://dawncompk.files.wordpress.com/2012/10/afp-nokia-670-x-350.jpg?w=670&resize=545%2C325نن ټکی آسیا: د موبایل جوړوني نړیوالي کمفنی نوکیا یوه مشر رسنیو ته ویلي چي دوی تیار دی په فنلنډ کي خپل مرکزي دفتر خرڅ کړي.

د نوکیا کمفنی چي د تیري پيړئ په 90 ومه لسیزه کي خپل د شهرت او په موبایل مارکیټ کي خپل د زیاتي حصې لرلو له کبله اوج ته رسیدلې وه، نن صبا په مارکیټ کې د آپل او سمسونګ موبایلونو له کبله د سخت مالي مشکلاتو سره مخ ده.

که څه هم نوکیا ټوله ارزوګاني په خپل نوي ورژن (نوکیا لومیا) پوري تړلي چي د وینډوز سیون پروګرام کاروي، خو کتونکي په دې باوردي چي نوکیا خپل په نوي موبایل هم د مینه والو پر توقع پوره نه وه ختله، او د موبایل مارکیټ د پخواني امپراطور دا مشکلات به هم داسي دوام ولري.

د موبایل مارکیټ زیات رجحان نن صبا هغو مبایلونو ته ګرځېدلی چي د ګوګل کمفنی (انډرویډ) یا د آپل کمپنی (ios) پروګرام استخدامه وي، چي په هغو کي خپله د apple کمفنی آی فون هم د سمسونګ ګالاکسي تر څنګ شامل دی.

د نوکیا شرکت ته د اقتصادي کال په دوهمه برخه کي 1.8 ملیارده تاوان رسیدلی.

اوس دغه شرکت غواړي خپل مرکزي دفتر د پيسو ترلاسه کولو لپاره خرڅ کړي، او بیا یې بیرته په کرایه په کښي واړوي، تر څو نقد ترلاسه کړي، او خپل د مالي مشکلاتو یو څه مخه ونیسي.

د نوکیا مرکزي دفتر چي په شیشه او سټیل جوړ شوی، د فنلنډ په اپسو (Epsoo)ښار کې د سمندر پر غاړه جوړ دی، چي د ځینو ماهرینو په قول د 200 ملیونه څخه تر 300 میلیونه یورو پوري ارزښت لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د