ورزش

زیمبابووي لومړۍ یوه ورځنۍ لوبې کې ایرلینډ ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۴ل): نن د زیمبابووي او ایرلینډ لوبډلو تر منځ د دریو نړیوالو یوه ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره شوه. دغې لوبې کې زیمبابووي د ایرلینډ لوبډلې ته په دوو ویکټو ماتې ورکړه.

د زیمبابووي لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پریکړه يي وکړه. د ایرلینډ لوبډلې د ویلسن او جوایس غوره توپ وهنې په مرسته ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۹ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره جوایس په ۸۸ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۳ منډې جوړې کړې. ویلسن په ۸۸ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۷۰ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د زیمبابووي لپاره نیومبو او مسکدزا دوه دوه او پنینګارا، جونګوي، چیبابا او ویلیمز یوه یوه ویکټه واخیسته. چیبابا خپل ۷ اورونو کې یوازې ۱۹ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

د زیمبابووي لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۹ اورونو کې اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ایروین او سکندر رضا غوره توپ وهنې په مرسته پوره کړه.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره ایروین په ۷۸ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۶۰ منډې جوړې کړې. سکندر رضا نننۍ لوبې کې په ۷۲ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۶۰ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره میک براین دوه، ډوکرېل دوه، موني یوه او مورټاغ هم یوه ویکټه واخیسته. د ایرلینډ په توپ اچوونکو کې سټرلینګ خپل ۱۰ اورونو کې ۲۹ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکووونکی توپ اچوونکی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x