
ايا امريکا خپل حيثيت له لاسه ورکړی او که ستراتيژي يې بدله کړې؟
ليکوال: دکتور فيصل القاسم
ژباړن: احمدالله احمدزی
ځينې خلک فکر کوي، چې امريکا خپل ځواک او حيثيت له لاسه ورکړی، په تېره، د سوريې له ولسي پاڅون راهيسې، چې امريکا څه کړي او کوم زيانونه يې، چې وليدل، دې ټولو کړنو د امريکا حيثيت له خاورو سره خاورې کړ، مګر دا رايه ډېر کمزورې په دې ده، چې دا خلک د امريکا ټول واک او ځواک د سوريې له قضيې ارزوي او له همدې امله په خپلو تحليلونو کې وايي، چې سوريه کې د روسيې له مداخلې سره د «انکل سام» متحده ايالتونو غاښونه ووتل.
دا خلک څومره ساده ګان او ناپوهان دي، چې منځني ختيځ په ځانګړې توګه سوريه کې د بارک اوباما سياست سوړ، بې پرواه، کاواکه او لار ورکی بولي. دا خلک نه پوهيږي، چې سياست کې بې پرواهي، لاروکي او سوړوالی نه شته، بلکې دغه ډول کړنې په خپله د سياست مهم عنصر دی.
د ډېرو کارپوهانو ستونزه دا ده، چې د امريکايي چارواکو څرګندونې نه څاري او نه هم د امريکايي ولسمشر بارک اوباما او سپينې ماڼۍ ستراتيژيک فعاليتونو څاري.
کله چې خبره د امريکا د ستراتيژيکو موخو او بهرني سياست پورې تړلي وي، نو امريکايان په ډېره سپين سترګۍ خپله خبره کوي او دغسې وخت کې بيا په کنايو او اشارو خبرې نه کوي او خپل ستراتيژيک پروګرامونه د رسينو له لارې خپل ولس او نړيوالو ته رسوي، مګر د عربانو لويه ستونزه دا ده، چې دوی نه څه لولي او نه هم د خپل دښمن کړنې څاري، مګر يوازې هغه مهال په خپل ځان پوهيږي، چې تبر يې په سر کې خښ شي، بيا افسوس کوي.
د اوباما ادارې څو څو ځله د خپل سياست او ستراتيژي په اړه رسنيو ته خبرې کړي، نه يوازې د خپل دوهم ځل واک کې، بلکې په خپله لومړنۍ ولسمشرۍ دوره کې يې د پخواني ولسمشر جورج بوش له سياسته د نوي او خلاف سياست اعلان کړی دی.
رښتيا خبره دا ده، چې اوباما د خپل پخواني سيال ضد سياست پيل کړی؛ ځکه چې اوباما وايي، د بوش سياست امريکا ته ډېر زيات سياسي، اقتصادي او نظامي مشکلات پېښ کړي دي.
امريکايي ولسمشر په څرګندو ټکو ويلي، چې دی په ډېرو ارامو دماغو خپل سياست کوي او له هر ډول غوغا او شور پرته به د امريکا د اوږدمهالو ګټو لپاره کار کوي.
په بل عبارت ولسمشر اوباما د خپل پخواني سيال سياسي انځور له کړکۍ د باندې غورځولی. اوباما د بوش په څېر نه دی، چې مخې ته يې مچ هم تېر شي او دی ورپسې ټوپک راواخلي، بلکې دی په ډېرو ارامو دماغو، په ډېره حوصله فکر کوي، چې خپله ستراتيژي څنګه پر مخ بوځي او حالات څنګه د خپل هېواد په ګټه راوڅرخوي.
ډېری امريکايان هم اوس په دې نظر دي، چې د «کاوبای» عقلي سياست امريکا له سختو ننګونو سره مخ کړې او امريکايي ولس ته يې ډېر کړاوونو پيدا کړي دي.
امريکايان د بوش د هغه سياست پايلې اوس ارزوي، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال يې پر افغانستان او عراق يرغل وکړ او اوس وېريږي، چې چارواکي بايد د زور او قوت له سياسته کار وانه خلي او دوی کولای شي، چې د بوش د بې پلانه وحشي سياست پر ځای له خپل عقله کار واخلي.
اوباما د لوړپوړو امريکايي چارواکو پر وړاندې اعلان وکړ، چې دی له دې وروسته د نظامي جګړو پر ځای ډېره هڅه د استخباراتي جګړو کوي؛ ځکه چې دا ډول سياست ډېر باريک او په لږ لګښت چليږي او ګټې يې هم په ډېر لږ تاوان تر لاسه کېدای شي.
د سوريې په کشاله کې موږ د امريکا سياست وليد، چې د ولسي پاڅون له پيله يې ځان بيخي ناګاره کړی و، چې دوی خو په دې اړه بيخي بې تفاوته دي او يا دا چې سياست يې خطا دی، سره له دې، چې موږ ټول خبر يو، چې د سوريې دننه د ترکيې سرحد ته څېرمه ډېری عمليات د سي ای اې له لوري اداره کېدل او په عين حال کې امريکايي استخبارات په دې لټه کې و، چې د پاڅوانوالو قوت او ځواک څنګه سره ووېشي او امريکا د دوی له ګواښه خوندي پاتې شي.
ځينې رسنۍ دا هم وايي، چې اوباما په سوريه کې له مداخلې ځان ژغوري، مګر دا خبره هم خطا ده؛ ځکه چې اوباما د خپلې واکمنۍ له پيله داسې اعلان کړی، چې دوی به د پردې تر شا ټول کارونه پر مخ بيايي او هېڅکله به د جګړې د لومړۍ کرښې څرګند مسؤوليت د دوی پر غاړه نه وي او په دې اړه به له هر ډول شور او غوغا ځانونه لرې ساتي.
د امريکا «ګيدړ» ډيپلومات د ملي امنيت پخوانی ريسس او بهرنيو چارو وزير هنري کينسچر په څرګندو ټکو ويلي، چې امريکا نور نه غواړي، په نړيوالو کشالو کې مستقيمه مداخله وکړي.
هنري کينسچر په خپلو مقالو کې له امريکايي چارواکو غوښتنه کړې، چې د وټسفيليا تړون ته، چې ۱۶۴۸ کې لاسليک شوی و درناوی وکړي.
په دغه تړون کې راغلي و، چې د هېوادونو د ځمکني سياست بايد درناوی وشي او دا طبعي خبره ده، چې کينسچر له دې څرګندونو غواړي، چې خپل باطل د حق په جامه کې پټ کړي. دا د کينسچر د ډپيلوماسي پخواني وختونو وو، چې پردېو هېوادونو کې يې له مداخلې د ځان ژوغورنې توصيې کولې، دا ټولې د پخوانۍ زمانې خبرې دي او د پام وړ خبره په کې لا دا ده، چې افغانستان، پاکستان، يمن، سومال، عراق او سوريه کې د امريکا د مخالفينو پر مرکزونو د بې پيلوټه بريدونو پرېکړه د دې لپاره شوې وه، چې د امريکايي پيلوټانو ژوند له هر ډول ګواښه خوندي وي.
ايا امريکا په ليبيا کې خپل يو عسکر له لاسه ورکړی؟ هغه خلک په غلطه دي، چې ايران سره اتومي تړون د اوباما کمزوري بولي؛ ځکه چې امريکا کولای شي، ګرده نړۍ ونړوي، مګر امريکا ايران سره دا تړون د دې لپاره وکړ، چې د امريکا اقتصادي توازن وساتلی شي او له همدې ځايه دا خبره کوو، چې د اوباما په مشرۍ سپينه ماڼۍ نه غواړي، چې د نړۍ په نوو کشالو کې ځان ښکېل کړي؛ ځکه چې دا ډول مداخلې امريکا لپاره ستراقتصادي او نظامي زيانونه لري.
تر هغو، چې غوټه په لاس خلاصيږي، په خوله يې نه خلاصوي، چې په شاتو مري دښمن ته زهر نه ورکوي، نو ځکه امريکا دا پرېکړه وکړه، چې امريکا له ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه مذاکرات وکړي او د جګړې پر ځای يې اقتصادي بنديزونه غوره وبلل.
هغه خلک، چې د منځني ختيځ په اړه د اوباما سياست ناکام، کاواکه او بې پرواه بولي، دا خلک د سياست په الف و با هم نه دي خبر.
د امريکا همدې خاموش سياست د سوريې ستراتيژيکې اتومې وسلې له منځه يوړې او تر دې هم مهمه دا ده، چې د ايران د اتومي وسلو د جوړو مخنيوی يې په داسې انداز وکړ، چې يو ډالر زيان يې هم ونه ليد.
د اوباما دا سياست د بوش له هغه سياست سره مقايسه کړئ، چې پر افغانستان او عراق يې د خپل بې پلانه سياست له امله بريد وکړ، ميلياردونو ډالر او زرګونو عسکر يې پرې ضايع کړل؛ دا کار د سوريې او ايران په اړه د امريکا له اوسني سياست سره مقايسه کړئ.
اوباما د امريکا او اسراييلو د خونديتوب او ګټو لپاره هر څه د ناپيليون د هغې وينا له مخې تر سره کړل، چې وايي: «کله دې، چې دښمن په خپله ځان وژني، نو مخه يې مه نيسه» امريکا عراق کې ميلياردونو ډالر د دې لپاره ولګول، چې د ډبرو زمانې ته يې وګرځوي او اوباما سوريه کې دا کار يوازې د سوريايي ولس په شلو او شوټو اندامونو او وينو تر سره کړل او په پرديو وينو يې خپلې ګټې تر لاسه کړې او سوريه يې ورانه ويجاړه کړه.
ښه که د امريکايي چارواکو «کاواکه، ناپامه او بې پرواه» سياست دومره قوي کارونه کولای شي، نو د دوی قوي، باريک، فعال او هوښيار سياست به څنګه وي؟
اوباما د امريکا لپاره دومره څه وکړل، چې پخوانيو چارواکو په شلو کالو کې نه و کړي، په ځانګړې توګه منځني ختيځ، ايران او سوريې په اړه يې د امريکا او اسراييلو ګټې خوندي کړې او د اسراييلو امنيت يې هم د اوږدې مودې لپاره خوندي کړ.
دا هر څه يې يوازې او يوازې د ژبې په ستړيا، ارامو دماغو او پروګرام شوي کاواکه او بې پروا سياست په واسطه تر سره کړل.
وړمه ورځ وتلي امريکايي ليکوال توماس فريډمان په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې د روسيې له مداخلې وروسته ليکلي و: «زړور اوباما! ته ترې لرې اوسه او پرېږده، چې خپلو کې سره اخته وي.» له هغه وړاندې د سپينې ماڼۍ يو لوړپوړي امنيتي چارواکي هم ويلي و، چې د سوريه حالات زموږ په ګټه روان دي او پرېږده، چې «اشرار يو له بل سره وخوري»
دلته هغه خبره رښتيا کيږي، چې خلک وايي: امريکان چې سر ټيټ کړي، خلک فکر کوي، چې عاجزي کوي، مګر دوی د خپلې سوبې لپاره دا کار کوي.
Dassi khkari chi nan saba nunn.asia ham ghalat shian khparawi.Tor Obama ka har somra malish shi bia ham tor di. Pa Afghanistan ki e khpala qoa 3 chanda ka,Pakistan ta e jang warassawa, Soria,Libia,Yaman…zayo ta e jang aogd ki.Nori diri nakhwali shta chi par bandi khabari washi chi tor Obama tar Bush jangara di,aw da bayad da likwal aw motarajem saheb wamani chi Amrica nan pa dir kharab halat ki da aw da tool da mazlom Afghan wolas kharawi di.Ka Amrica sanga chi likwal e patawi da pakhwa pa shan zorawara wai: Iran ta ba e sar nawai tit kari,pa… نور لوستل »
جمیل صاحب ستا وینا په تائید:
الله دی امریکا او نور ټول نړیوال او کورني ملګري که په هر مسلمان هیواد کې وي مخ پر ځوړ ولري!
او دا ټول د افغان مسلمان ملت د سرسپارلو مجاهدینو وینو له برکته ده ان شاء الله!
والله علی کل شیء شهید!