افغانستان

بلجیک د افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو په دوهم پړاو کي 150 عسکر باسي

belgium army in afghanistanنن ټکی آسیا: د طالبانو د عملیاتو د زیاتیدو سره سم د بلجیک هیواد وزارت دفاع اعلان وکړ چي دوی به د افغانستان څخه خپل د عسکرو ایستلو دوهم پړاو هم شروع کړي.

د نومړي هیواد د وزارت دفاع په بیان کي راغلي چي د اکتوبر د 6 څخه بیا تر 16 پوري به د افغانستان څخه 150 بلجیکي عسکر ووزي، چي په دې توګه به په افغانستان کې ددغه هیواد د عسکرو شمېر 450 ته را کښته شي.

په بیان کي راغلي چي د کال 2001 څخه شروع شوي جګړې تر اوسه په مخامخ توګه د بجلیک هیواد ته د 500 ملیونو ډالرو تاوان واړوو.

د بلجیک هیواد اکثره عسکر د افغانستان په جنوبي ولایت قندهار کي میشت دي.

باید وویل شي چي ددې تر مخه د المان استخباراتو هم وړاندوینه کړې وه چي په افغانستان کې به د غربي ځواکونو په وړاندي مسلح مقاومت زیات شي، او امنیتي وضعه یې ډیره خرابه بللې وه.

همدا راز تیره ورځ د ناټو عمومي منشي په یوه مرکه کي وویل چي په راتلونکو درو میاشتو کې به د امنیتي حالاتو سره سم د ناټو ځواکونو د ایستلو یا پاته کیدلو فیصله کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x