
بګرام کې لويه امريکايي الوتکه رانسکوره شوه
نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د پروان ولايت بګرام ولسوالۍ د امريکايي عسکرو لويه الوتکه رانسکوره شوې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې تېره شپه درې بجې يوه لويه امريکايي الوتکه د بګرام پر هوايي ډګر کوزيده، چې طالب جنګياليو پرې د راکټ لانچر بريد وکړ او اور يې واخيست.
د الوتکې د پرېوتو له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي او نه هم امريکايي چارواکو رسنيو ته په دې اړه څه معلومات ورکړي دي.
د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هم طالبانو ننګرهار کې يوه امريکايي بار وړونکې الوتکې رانسکوره کړې وه، چې د درې افغانانو په ګډون يوولس امريکايي عسکر او قرارديان په کې وژل شوي وو.