اقتصادټکنالوژي

دولت د موبایل د کاروونکو څخه په ۲ اونیو کې ۱۶۰ ملیونه افغانۍ ټولي کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): دوه اونۍ وړاندي د حکومت له خوا د موبایل په کاروونکو باندی نوی ټیکس ولګېد، په دغه ټیکس کې چې د موبایل کاروونکي خپل موبایل ته د ۱۰۰ افغانیو کارډ اچوي، د سلو افغانیو څخه یې لس سلنه یاني په سل کې لس افغانۍ یې د حکومت خزانې ته ځي.

چارواکي وايي چې په همدې لړ کې په تیرو دوه اونیو کې د موبایل د کاروونکو څخه د دولت خزانې ته ۱۶۰ ملیونه افغانۍ را ټولي کړي، او پر دې اساس دولت هره ورځ د لسو څخه بیا تر یولسو ملیونو افغانیو پوري د موبایل د کارونکو څخه ټیکس ټولوي.

باید وویل شي چې د نړیوالو ادارو د راپور سره سم افغانستان د نړۍ په سطحه څلورم هیواد دی چې زیات اداري فساد، رشوت او اختلاس په کښي کیږي.

خو د مخابراتو او معلوماتي ټینکالوژي وزارت ویاند ښاغلي یاسین صمیم ویلي چې دوی په خپل وزارت کې او ددغه ټیکس په پیسو کې د فساد د مخنیوی په خاطر نوی سیستم فعالوي، تر څو یې حسابونه شفاف وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x