افغانستان

مجاهد: په بمباریو او چاپو کې عام خلک وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په یوه لیږل شوي خبرپاڼه کې ویلي چې د لوګر په ولایت کې امریکایانو او کورنیو ځواکونو په ګډه د عامو خلکو په کورونو چاپې وهلي او بمبارونه یې کړي، چې له کبله یې ۱۱ تنه عام افغانان وژل شوي.

نوموړي ویلي چې په دغه ۱۱ تنه عامو وګړو کې یو هم د مکتب معلم دی چې نوم یې وکېل ښودل شوی.

دغه پيښه تیره ورځ د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په توکل، رستم خیل او ازبک خیلو سیمو کې رامنځته شوې.

مجاهد اعتراف کړی چې د خروار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امریکایانو سره د نښتو په ترڅ کې ددوی ۴ تنه جنګیالي له منځه تللي دي.

او زیاته کړې چې په دغه نښتو کې بهرنیانو او کورنیو ځواکونو ته هم دروند زیان اوښتی ځکه چې سیمي ته د ټپیانو او مړو د انتقال په خاطر دوه ځله مخصوصي الوتکي پرواز کړی وو.

باید وویل شي چې ددې تر مخه ځینو رسنیو داسي راپورونه ورکړي وه چې د لوګر ولایت په پل علم، برکي برک او خروار ولسوالیو کې د طالبانو ۴۵ جنګیالي وژل شوي دي.

که څه هم په افغانستان کې د جګړې ټولي لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو په شمیرو کې د مبالغې څخه کار اخلي، خو د دفاع وزارت مرستیال ویاند ښاغلي جنرال وزیري د کندوز په پيښه کې د طلوع نیوز په یوه خپرونه کې پر رسنیو غږ وکړ چې داسي خبرونه دي نه خپروي، چې له کبله یې ددوی د ځواکونو مورال کمزوری کیږي.

نوموړي وویل چې د مخالفینو تلفات باید یو په لس وښودل شي، او همدا راز د امنیتي ځواکونو د ټیټ مورال او تلفاتو د خپرولو څخه جدي ډډه وشي.

نوموړي دا خبري د هغه تلیفوني اړیکي په غبرګون کې وکړې په کوم کې چې یوه افغاني عسکر د خپلو محاصره ملګرو په ګډون په ژړا ژړا په دفاع وزارت تور لګوی چې ددوی مرستي ته نه ورځي، او دوي یې په محاصره حالت کې د طالبانو رحم او کرم ته پري ایښي دي.

د پيښي د قربانیانو انځورونه:

logar_mulki_talafat1 logar_mulki_talafat

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x