
د ملګرو ملتونو کارکوونکو فارياب پرېښود
نن ټکی اسیا (شنبه، تله ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې په فارياب کې د وسله والو طالبانو د تازه بريدونو خبرونه ورکړل شول، په دې ولایت کې د ملګرو ملتونو کارکوونکي په پټه خولي وتلي دي.
د فارياب چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د یوناما ټول غړي او د کډوالو د عالي کمېشنرۍ نږدې ۲۵ غړي نن سهار له فاريابه وتلي دي.
د فارياب سرپرست والي عبدالستار بارز وايي چې دوی پر دې نه دي خبر، چې یادو بنسټونو ولې مېمنه پرېښوده، خو په وينا يې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د سرچينې په وینا د ملګرو ملتونو دغه کارکوونکي نن سهار په الوتکه کې مزار شریف ته لاړل، خو په پلازمېنه کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د یوناما او د کډوالو د عالي کمېشنرۍ غړي په داسې حال کې له فارياب نه وځي، چې په تازه راپورونو کې هم په دې ولایت کې د نښتو خبرونه ورکړل شوي دي.
ویل کېږي وسله والو طالبانو وروسته له هغه چې د خواجه موسی ولسوالۍ ونیوله، د دې ولایت بله ولسوالي «ګرزیوان» يې هم سقوط کړه.
د فارياب ځايي چارواکو منلې ده، چې د وسله والو طالبانو بريدونه زیات شوي دي، خو د دوی په خبر دومره اندېښمن نه دي، چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي تېښتې اړ کړي.