افغانستان

خوست: د «جهادي شورا» مشر له چاودنې روغ وتی

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): نن له غرمې وړاندې په خوست ښار کې د دې ولایت د «جهادي شورا» مشر له يوې چاودنې روغ ووت.

د خوست ځايي چارواکي وايي چې ملا سردار محمد له یو موټر بم بريد نه روغ وتلی دی، خو يو ساتونکی يې ټپی شوی دی.

د امنيه قومندانۍ جنايي امر وايي چې دغه چاودېدونکي توکي د ریموټ کنټرول په واسطه چاودول شوي دي، چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي دي.

سمنوال ګلزار وايي چې پېښه د متون ښار د سولې پارک ته څېرمه د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شوې ده.

پخوانی جهادي قومندان چې اوس د « جهادي شورا » په نامه ډله لري، ملا سردار محمد وايي چې چاودنه زوروره وه، خو هغه ته پکې زیان نه دی اوښتی.

ویل کېږي چې نوموړی تر دې وړاندې د دولت مخالف وسله وال و، چې له تسلیمۍ وروسته يې « جهادي شورا » جوړه کړه، چې په خوست کې فعالیت کوي.

د دې بريد مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x