نړۍ

ترکیه کې پر لاریون چاودني ۳۰ تنه مړه او ۱۲۶ کسان ټپيان کړي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د ترکیې د ځايي رسنیو له راپورونو سره سم د ترکیې په پلازمینه انقره کې د یوه لاریون په منځ کې د چاودني له کبله لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.

ویل کیږي چې دوه پر لپسې چاودني د انقره ښار په زړه کې پر هغه څلور لاري وشولې، چیري چې خلک د حکومت او کردانو تر منځ د اختلاف او جګړې د غندلو په موخه را ټول شوي ول.

د کورنیو چارو وزارت خپل په ورستي اعلامیې کي ویلي چې تر اوسه ددغي پيښي د قربانیانو شمېر ۳۰ تنه مړي او ۱۲۶ کسان ټپيان دي.

امکان لري چې د مړو شمېر تر دې هم زیات شي.

د عیني شاهدانو په قول د دواړو چاودنو تر منځ د څو دقیقو فاصله وه، هغوی زیاته کړې چې د چاودني وروسته زیات شمېر مړي او ټپيان پر ځمکه پراته وو.
د ترکیې د لومړي وزیر دفتر څخه ویل شوي چې لومړي وزیر احمد داود اوغلو دغه پيښه په کلکو ټکو غندلې او د چاودني وروسته یې د امنیتي ارګانونو د مشرانو بیړنۍ غونډه را غوښتې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x