نظــر

طالبان مي په لومړی وار مخامخ وليدل

ډاکتر مریم ندا
کله چي کندز سقوط وکړ او درژيم چارواکو ځانونه له کندز نه په تيښته ويستل
نو مونږ دا باور درلود چي اوس به طالبان ټول کندزيان ووژني حتی زنانه او ماشومان به هم ووژني ځکه چي مونږته به داخبرې په تکرار سره کيدې چې طالبان له پلوه انسان وژنه کوي.

خداي شته چي له ويرې نه مې ځان نشو تکيه کولي، او داسي مي انګيرله چي همدا دې دژوند اخرنۍ صحنې دي او اوس به دکور ټول خپلوان له لاسه ورکوې او ستاپه مخ کي به يي طالبان ووژني، ولې چي مونږ ته دا څوارلس کاله همدا سرنده غګول کيده،
اوډيرغم خو ماسره دهغه ورور وچي په ملي اردو کي يي د ظابط وظيفه اجراکوله هغه په بالاحصار کي محاصره و خو مونږ په اول سر کي نه و خبر چي هغه محاصره دی.

خبره نه اوږدوم پدې وخت کي طالبان زمونږ په کوڅه کې تيريدل ماشومان او سړي ورووتل ما د دوهم چت د کړکۍ له شيشي نه ورته کتل چي طالبانو خلکو سره رغبړ کول ستړي مشي يي کولي او ماشومان يي په غيږه کي واخیستل او زيات شفقت يي پري کاو اوخلکو هم ورته ښه راغلاست ويل زه حيرانه پاته شوم چي ياربه داخو نه وژل کوي اونه هم چاته بده خبره کوي اونه دچا مال لوټي نه خلک وهي داڅوک دي دابه طالبان نه وي, داخلک ولي نه وژني؟

ماخوهغه قیصې په ذهن کي وي چي مخکې به مې له خلکو اوريدلې چې طالبان عام وژنه کوي خومکملي درواغ وختې
ددوي اخلاق او په اسلامي چوکاټ برابره تګلاره مي چي وليده تر ابده به دچاپه خبرو باور ونکړم ترڅومې خپله نه وي ليدلې.

طالبان همداسې زمونږ په کوڅې ووتل او مخکې لاړل ماسره د ورور غم و چي په وظيفه کي هم و خوغالب ګومان مې دا و چي هغه به ځان ايستلی وي او دميدان هوایي په لور به خلاص شوی وي.

په زړه کي مي بياهم انديښنه وه خوځان اوکورنۍ ته مو ډاډ ورکاو چي هغه به اوس تیليفون جګ کړي او راته به ووايي چي زه په هوایي ډګر کې يم، خوداسي ونشول قيصه بل ډول وخته، لږه شيبه پس يي تیليفون جګ کړ او پلار سره مي وغګيده چي زه خو په بالاحصار کې محاصره يم، ټوله کورنۍ موپه ژړا پيل وکړ او د طالبانو د ناکاميدو دعا مو شروع کړ د ورور دخلاسون لپاره چې اوس سخته پښيمانه يمه په هغه ښيرو چي ما طالبانو ته کولې چي ورور مي بچ شي.

دوه ورځې محاصرې نه وروسته چي طالبانو سره يي جګړه کوله دا راته يقيني شوه چي اوس خو يي ژوندی نه پريږدي او وژني يي راته خامخا ولې چي جنګ ورسره کوي.

خو د طمعي خلاف کار وشو پس له دو ورځو طالبان وروختل بالاحصار يي ونيوه او 52 کسان زما دورور په شمول يي ژوندي ونيول او لاندې يي راکوز کړل ټولوته يي معافي وکړه او يو رقم کارتونه يي هم ورکړل چي تاسوته به څوک هيڅ هم نه وایي او خپلو کورونو ته لاړ شي په ارامه زندګي تيره کړي تاسوته عفوه وشوه زمونږ طرف نه اوله خداي ج نه دتيروګناهونو او ظلمونو بښنه وغواړئ. هغه و چي ورور مي کورته راغي او جوړ، تيار او سلامت راورسيد.

زه د طالبانو دا احسان ترقيامته هم نه هيره وم اونه به هغه خبري ومنم چي مخکي به خلکو راته کولې. مونږ ترې راضي يو الله ج دې له دوي اومونږ ټولو نه راضي ووسي.

او داچي کوم خبرونه رسنۍ خپروي چي طالبانو چور وکړ يا یي خلک بي ګناه ووژل او يا یي بدناموسي وکړه په کلکو ټکو ردوم. دا درواغ دي هيڅ هم ندي شوي. له حکومت نه د طالبانو رحم او عزت په څو چنده زياته ده.

که حکومت خپله ناکامي پدې خبرو پټوي خو نه پټيږي. داخلک خو يي مخامخ ويني ولې حکومت ولس ته درواغ وایي.

زمونږ عزت ولي دخلکو په وړاندي بربادوي.

طالبانو سپيني څيري له سرونو تاو کړيدي او ناري وهي ياشريعت او ياشهادت، هغه څنګه جنسي تيری وکي؟ راشئ دکندز خلکونه خو پوښتنه وکړئ کله داسي شوی دی؟ ولي حکومت زمونږ عزت بربادوي، دټولو کندزيانو عزت تاسو په تلويزنونو اوراديوګانو په درواغو برباد کړ، خداي ج به سزا درکړي.

بياهم يادونه کوم چي طالبانو په کندز کي نه د چامال چورکړې ده او نه يي هم د چا عزت چورکړی دی، نه دچا په کور ننوتلي دي. داهسي دحکومت پروپاګند دي، والله له هرچانه زيات عزتمند خلک دي ماخو په ژوندکي هم والله که تر دوي نه عزتمند خلک ليدلي.او نه مې له دوي نه امينين خلک ليدلي وي,

وسلام
داکتر مريم ندا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x